تازه سرليکونه
د (چاڼ سوي مضامين) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
ایت الکرسی دویلو فضلیت
  تعلیم الاسلام ويب پاڼه
  December 8, 2021
  0


 له ابو امامه رضي الله عنه نه روایت دی چې رسول الله صل الله علي وسلم  وفرمایل:


((من قرأ آية الكرسي دبر كل صلاة لم يمنعه من دخول الجنة إلا الموت)).


څوک چې له هر فرض لمانځه وروسته آیت الکرسي لولي؛ نو دهغه او جنت ترمنځ به يوازې مرگ مانع (پرده) وي. (نسائي)


دغه مبارک حدیث د آیت الکرسي پر لوی شان دلالت کوي. دا خبره هم د یادولو وړ ده چې آیت الکرسي د قرآن کریم تر ټولو لوی آیت دی، ځکه نو له هر فرض لمانځه وروسته باید ولوستل سي، چا ته چې الله تعالی د دغه کار توفيق ورکړي؛ نو د آیت الکرسی لوستل به ورته آسانه کړي. 


په همدې توگه څوک چې آیت الکرسي لولي، ورته پکار ده چې د لوستلو پر مهال يې غور او فکر وکړي، ځکه د لوستلو هدف يې دا دی چې سینې ورته پرانیستل سي.


آیت الکرسي د زړونو په اصلاح کې لوی اغېز لري او د شیطان له مکرونو څخه يو مكر دا دی چې انسان د قرآن له تدبر څخه منعه کوي، ځکه شیطان پوهېږي چې هدایت یوازې د قرآن په تدبر او تفکر سره ترلاسه کېږي.


ماخذ : جنت ته د تلو لارې


www.taleemulislam.net

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته