تازه سرليکونه
د (د نر او ښځي توپير) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
د نر او د ښځي توپیر په اسلام او ساینس کي (۵)
  تعلیم الاسلام
  November 17, 2016
  0
لیکنه او څېړنه: عبدالغفار جُبیر / تعلیم الاسلام ویب پاڼه
 
ښځې تر نارينه وو د سرطان (Cancer) په مدافعت کي زيات توان لري:
 
نوي ساينسي څېړنې دا څرګندوي چي ښځې تر نارينه وو د سرطان په مقابل کي سخت مقاومت لري، هغه څېړنې چي د (۱۹۸۶- ۱۹۹۰) پوري په ۵ کلونو کي وسوې دا ئې پايله سوه چي د پوستکي د سرطان له کبله ۸۲٪ ښځو مقاومت درلودئ او حال دا چي نارينه و بيا ۶۸٪ مقاومت درلودئ، له دې ډول سرطان څخه علاوه د سرطان په نورو ډولو کي هم ښځې نسبت و نارينه و ته اوږد مقاومت لري.
 
د ناروغيو پر مهال ښځه نسبت و نر ته زيات مقاومت لري:
 
دا چي د ښځو مقاومت نسبت و نارينه و ته زيات دئ له همدې کبله د ناروغيو له کبله نارينه نسبت تر ښځو زيات له منځه ځي، په فرانسه کي د هلکانو د پيدايښت ګراف له انجنو څخه زيات دئ يعني کله چي ۱۵۰ هلکان پيداکيږي نو په مقابل کي ئې ۱۰۰ انجوني پيدا کيږي خو بيا هم په فرانسه کي ښځې له نارينه و څخه زياتي دي. 
 
په نړۍ کي د ښځو د ډېرښت عوامل او اندازه:
 
دا چي په نړۍ کي ولي ښځې زياتي دي يو عامل ئې دا دئ چي د دوی د بدن مقاومت نسبت و نارينه و ته د ناروغيو په مقابل کي زيات دئ.
 
د امريکا د(Census Bureau of America)  ادارې په اند په۲۰۱۱ کال کي په امريکا کي (۷۰۰۰۰۰۰) اووه ميليونه ښځې نسبت و نارينه و ته ډېري وې، يواځي په نيويارک کي (۱۰۰۰۰۰۰) لس لکه ښځې تر نارينه و زياتي دي، په جرمني کي (۵ ميليونه) ښځې اضافه دي ، په روسيه کي تر نارينه وو (۹ميليونه) ښځې اضافه دي او په برطانيه کي (۴۰۰۰۰۰) څلور لکه زیاتي دي.
 
ښځې ترنارينه وزياتي دي
 
په ټوله نړۍ کي په مجموعي ډول سره دېرش ميليونه (۳۰۰۰۰۰۰۰) ښځې تر نارينه و زياتي دي. د ښځې د مقاومت بله وجه دا ده چي د ايکس (X- Chromosome) کروموزوم چي ښځينه
 
دئ د واي تر کروموزوم (Y-Chromosome) چي جنس ئې نارينه دئ طاقتور او فوقيت لري، له همدې کبله د ښځو اوسط عمر د نارينه و څخه زيات دئ، په عمومي ډول سره ښځه تر نر صحتمنده وي، د نارينه و په پرتله ئې د ناروغيو په مقابل کي مقاوت زيات دئ، د(Hemorrhage)  خونريزۍ تکليفونه په نارينه و کي تر ښځو زيات دي، په دوهم نړيوال جنګ کي ښځو نسبت و نارينه و ته په سختو شرايطو کي هر څه ګالل.
 
د نارينه وو په نسبت د ښځو زيات يخ کيږي:
 
د جارج واشنګټن د پوهنتون د ميډيکل د برخي د فزيالوجي د څانګې مشر ډاکتر پروفيسر رچرد کيني وايي:
 
دا چي د نارينه و د عضلاتو حجم نسبت و ښځو ته زيات دئ او عضلات ئې پڼد دي له همدې کبله توان او ګرمي يې ډېره ده نسبت و ښځو ته، چي له دې څخه مطلب دا دئ چي د ښځو توان او ګرمي لږده او هغه تودوخه او توان چي لري یې هغه ژرله منځه ځي.
 
د نر او د ښځې اصلي توپير په حجم کي دئ، د ښځې د بدن حجم کم دئ، وينه ئې لږ ده، کله چي تودوخه د بدن کمه سي لاسونه او پښې يخ سي نو وينه نسي کولاي چي هغه تاوده و ساتي له همدې کبله د ښځو يخ ډېر کيږي.
 
د۱۰- ۵۰ کلونو نارينه و کي (Metabolic rate) له ښځو څخه ۱۰٪ زيات دئ، داچي نارينه و زيات حرارت او کالوريز(Calories)  ته اړتيا ده له همدې کبله ئې بدن ګرم دئ
 
يادونه: ميتابوليک رېټ (Metabolic rate)- د فزيکي او کيمياوي مرحلو مجموعه ده، چي ددې په وسيله يو ژوندئ موجود انرژي و لاسته راوړي.
 
ډاکټر کيني زياتوي: 
 
د يخ په موسم کي و ښځو ته داسي کالي اغوستل اړين دي چي خارجي يخني د ښځې د بدن سره په تماس کي نسي چي دا به د ښځو لپاره ښه پايلي ولري.
 
دا چي ښځې زياتي حساسي دي له همدې کبله د يخ حس تر نارينه وو زيات کولای سي، که يو څوک دا ووايي چي ولي د هغې ښځې يخ هم کيږي چي چاغه وي؟ ډاکتر کيني ددې پوښتنې په ځواب کي وايي:
 
د ښځې غوړ (شحميات ) په لاسونو او پښو کي لږ دی او يا کم دی او يا دا غوړ ئې په نور بدن کي شتون لري له همدې کبله د ښځې د لاسونو د چمبو او د پښو د تلو زيات يخ کيږي او کله خو هيڅ نه توديږي. 
 
ان شاءالله نور بیا...
مخکنۍ برخي: د نر او ښځي توپیر اسلام او ساینس کي 
 
----------------------
پایلیکونه: (روزنامه اطلاعات ۱۳۳۵ هش)
زن در سياست و اجتماع- يونيسکو- ډاکتر زهرافانلري/ اشلي مونتاک
(Modern Medical Science/Vol:4pp211)
 
تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته