تازه سرليکونه
د (د نر او ښځي توپير) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
د نر او ښځي توپیر: د حجاب روغتیايي ګټي (۳۵)
  تعلیم الاسلام ویب پاڼه
  December 3, 2018
  0

د نر او د ښځې توپیر په اسلام او ساینس کي (۳۵)


لیکنه او څېړنه: استاذ عبدالغفار جُبیر / تعلیم الاسلام ویب پاڼه


د برطانې د سترګو متخصص ډاکټر جان:
ډاکټر جان مارشل چي د برطانیې د سترګو د ناروغيو متخصص او په (University of Technology) کي پروفيسر هم دئ وايي: د چا چي سر پټ وي، نسبت و هغه چاته چي سر يې لوڅ وي ډېر لږ د ستر ګو د ناروغيو سره لاس او ګرېوان وي.
د پوستکې يو مختصص ډاکټر متي، ايم نايس وايي:


د ورېښتيانو لپاره د لمر شعاوي، چټلې او هغه اوبه چي کلورين پکښې زيات وي زيات مضر دي، چي دا پورته عوامل ورېښتيان د نرموالې څخه کلکوالې ته بدلوي، ځلا يې ور ختموي، ښايست ئې له مينځه وړي، ماتوي ئې او درځونه پکښې پيدا کوي، او بل دا چي ورېښتيان همواره نه ساتي، چي ددې ټولو لپاره بهترېن قدرتي اسانه درملنه حجاب دئ.


د (British General Medical) په اسنادو کي چي خپاره سوي دي، راغلي دي چي د برطانې په هغو ښځو کي چي کار کوي د (V-Daises) د وباء په شان خپرېږي، په ځانګړې ډول سره د سينې سرطان مخ په وړاندي ځي، چي د همدې ناورين د کانترولو په موخه دوی مختلف قسم ورزشونه او لوبي هم کوي، رنګارنګ کريمونه او درمل هم ورسره استعمالوي چي دا هر څه بيا هم تسلي نسي راوستلای او دا ټول د ښځې د بدن د پوره نه پټوالې پايلې دي، د سر د نه پټولو په صورت کي عصبي تکان، د سر درد، د سترګو د ديد کمزورتيا او د بدن عمومي دفاعي نظام کمزوری کيږي، ددې څخه علاوه په (۵۰) کالو کي په ځانګړي ډول سره په لويديځ کي چي ښځه د يوې رقاصې په ډول سره وټولنې ته معارفي سوې ده، خپله حياء او عزت ئې غورځولی دئ، پر ټوله نړۍ ئې د اخلاقي فساد جال غوړولی او اوس ئې عواقب ډېر دردناکه، خطر ناکه او بې علاجه دي او ځيني خو ئې لا داسي دي چي مهلک او نه کنترول کېدونکي دي.


د امريکا د مشي ګن يو پروفيسر د ښځو پر لباس باندي څېړنې کړيدي او داسي ليکي:
که چيري د ښځې بدن پټ نه وي، او يائې پايجامه تر بجلکو کښته نه وي نو د ښځې ښځېنه هارمونونه کميږي، و هغو ته نقصان رسيږي او يا هم دا هارمونونه ډېريږي چي په نتيجه کي (Vaginal Inflammation) يعني د مهبل التهاب، (Backache) د ملادرد، عصبي نيمګړتياوې او کمزوريانې ښکاره کيږي. 
(Mount S. Medical Center New York)

 

 د پوستکي يو متخصص ډاکټر (رونالډ شرمن، ايم۔ ډي) وايي:
د لمر زهرجيني شعاوې چي کله پر مخ لويږي نو د مخ پوستکی ګونجې، ګونجې کوي، او ددې څخه علاوه د پوستکي د سرطان زيات امکان سته دا په ځانګړی ډول سره په ښځو کي ، او دا ددوی لپاره ښه مشوره ده چي مخپوټي استعمال کړي تر څو د مخ ښکلا ئې له مينځه ولاړه نسي.


د لمر د شعاوو له کبله د ښځو پوستکی  تورېږي، سختيږي چي بيا دا پوستکی د يخنۍ په موسم کي پرې کيږي، چوي او د ډول ډول د پوستکو د ناروغويو ښکار کيږي ۔ البته حجاب پوستکی نرم، ساتي چي ددې ټولو ناخوالو لپاره ښه درملنه ده.

 

د حجاب په هکله د امريکا يوه مېرمن (مېرې واکر) وايي:
د شيطان د وسوسو څخه د ژغورولو په موخه حجاب يو اړين کار دئ، له همدې کبله انسان د ناوړو اعمالو او افعالو څخه ژغورل کيږي، ځان ساتي، او د يوه الله جل جلاله پوره رضاء پکښې نغښتې ده؛ او د حجاب سره د کائناتو د پنځونکي خوښې مله ده۔ ښځه په حجاب کي خپل ځان د حياء، عفت، عزت او عصمت په جال کي بولي او همداسي ده، حجاب سړی د ناوړو فکرنو او کړو وړو څخه راګرځوي؛ خو زما مشوره د اُمت مسلمه و لوڼو ته داده چي حجاب وکړي، د خدای جل جلاله حکم پر ځای کړي، د هوس، نفس او شيطان لاره خپله نکړي داځکه چي حجاب سترګې په پوښو کي رانغاړي، او زړه هم په پوښ کي رانغاړي، او بل دا چي حجاب يو زېور دئ، او زه چي هر ځای سفر کوم په ډېر اطمنان سره سفر کوم او د هيڅ اندېښنې احساس  نکوم؛ زه و لوی خداي جل جلاله ته دا دُعاء کوم چي د حجاب سکون او ښايست دي و هرې مسلمانې خور ته او دا مت مسلمه و هرې بچۍ ته ورنصيب کړي.

 

د امرېکا يوه وتلې خبرياله ((هيلن)) د حجاب په هکله داسي وايي:
د ښځو او نرو مخلوطه ټولنه ناسم کار دئ، چي کوم حالت په اروپا او امريکا کي دئ دا ډېر شرموونکی او نه زغمونکی دئ، حجاب نسته، نر او ښځې هر ځای ګډ کار کوي، ګډ تعليم کوي او ګډ ګرځي؛ د مور او پلار احترام نسته، ځان وژنې زښته ډېري دي، د جرمونو او فسادونو ګراف ورځ په ورځ مخ په لوړه ځي ، چي د رسنيو تاوده ټکي هرورځ همدا شيان ګرځېدلي دي. زه و ټول امت مسلمه ته دا وصيت کوم:


ای د مسلمانانو ټولنې!!!
شاباس!!! ستاسو پر اخلاقو، قوانينو او بنسټونو چي نر او ښځه مو بېل کړل، حجاب عملي کوئ، د مشر، کشر، خپلوانو، مور او پلار احترام او د شفقت پوره جال در پکښې غوړېدلی دئ، او دا ښکلي اخلاق پوره درپکښې شتون لري؛ هغه جرمونو، فسادونه او له کرکې نه ډک کارونه چي دلته په نامه متمدنه او مهذبه نړۍ کې سته په تاسو کي صفر دي، تاسي د ناخوالو څخه خلاص او هر څه ته احترام لرئ، واقعا هغه قانون چي ستاسو لپاره وضع سوی دئ هغه الهي قانون او د بشريت د ټولو ستونزو حل دئ. زما توصيه درته دا ده اې مسلمانو خويندو!!! پخپلو مذهبي قوانينو پوره عمل وکړئ او که چيري ای مسلمانانو!!! تاسي هم د اروپايي او امريکايي ټولونو په پله ولاړ سئ، د دوی رنګ خپل کړئ نو ضرور به تاسي هم ددوی په شان د اخلاقي، روحي، مذهبي او اجتماعي زوال سره مخامخ سی ، چي بيا به مو هيڅ درملنه نه وي.

 

نور بیا...

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته