تازه سرليکونه
د (د نر او ښځي توپير) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
دنر اوښځي توپیر: طلاق او کفري نړۍ (۱۸)
  تعلیم الاسلام
  May 8, 2017
  0

لیکنه او څېړنه: عبدالغفار جُبیر / تعلیم الاسلام ویب پاڼه

 
د ښځو د ازادۍ بل لعنت طلاقونه دي
 
هغه سروې چي د ملګرو ملتو دا دارې Demographics and Social Statistics Division له لوري سوېده هغه په لاندي ډول سره ده:
 
امريکا:
په امريکا کي تل ۵۰٪ ودونه بيرته طلاقيږي په هرو شپږو ثانيو کي دا مريکا په متحده ايالاتو کي يو واده ماتيږي، د نيواډا په ايالت کي دا سلنه زياته ده تر۷۳٪ ودونه بيرته طلاقيږي. په ۲۰۱۳ ميلادي کال کي امريکا په ټوله نړۍ کي د طلاقونو لومړي مقام درلودئ، دا چي دا ټولنه پرمختللې ده و بل لورته و انساني کرامت او ژوند ته هيڅ پاملرنه او ارزښت پکښې نسته.
 
فرانسه:
 په ټوله اروپا کي په فرانسه کي طلاقونه زيات شتون لري، په پاريس کي تر ټولو زيات طلاقونه صورت نيسي او په اوسط ډول سره ۵۵٪ ودونه طلاقيږي.
 
کيوبا:
په کيوبا کي په اوسط ډول سره ۵۶٪ ودونه طلاقيږي، په معمولي شيانو باندي طلاقونه صورت نيسي چي د کيوبا کمونست دولت يې حيران کړيدئ.
 
استونيا:
په استونيا کي په اوسط ډول سره ۵۸٪ ودونه طلاقيږي، په هرو لسو ودونو کي ۶ طلاقيږي.
 
 
لوګزامبورګ:
په لوګزامبورک (جرمني) کي په اوسط ډول سره ۶۰٪ ودونه طلاقيږي، په زياته اندازه سره په دې سيمه هغه کسان طلاقونه پلي کوي چي عمرونه يې ۴۰- ۴۹ پوري وي.
 
هسپانيه:
په هسپانيه کي په اوسط ډول سره ۶۱٪ ودونه طلاقيږي، دا د تعجب خبره ده په هسپانيه کي دا ځکه چي دا د کاتوليکو عيسايانو مرکز بلل کيږي، په هسپانيه کي په ۱۹۸۱ ميلادي کال کي طلاق قانوني حيثيت پيدا کړ، دومري ودونه پکښې نسته لکه طلاقونه چي صورت نيسي.
 
هنګري:
په هنګري کي په اوسط ډول سره ۶۷ ٪ ودونه طلاقيږي، مخکي په هنګري کي ودونه تر طلاقونو زيات وه خو اوس داسي نه ده، د يوې سروې له مخي ۱۰٪ نارينه د ښځو له لورې طلاقيږي و بل لور ته ۱۲، ۴ ٪ ښځې ودونه کوي.
 
پرتګال:
په پرتګال کي ۶۸٪ ودونه طلاقيږي، پرتګال چي د هسپانيې همسايه هيواد دئ او د کاتوليکو عيسايانو تر اغيزو لاندي دئ هم د طلاقو ګراف يې مخ په لوړه ځي، د يوې پيړۍ راهيسي طلاقونه پکښې قانوني سوي دي، مخکي به په يوه کال کي څو سوه طلاقونه وه خو اوس حالت بل دی او طلاقونه و زرهاوو ته رسیږي.
 
بلجيم:
په بلجيم کي ۷۱٪ ودونه طلاقيږي، دا چي بلجيم د اروپايي هيوادونو مرکز دئ هر کال پکښې ۳۲۰۰۰ طلاقونه صورت نيسي، چي دا ښه خبر نه دئ، چي له همدې کبله په عامو ځايونو کي زناوې، د سکون نه شتون، فزيکي او دماغي ستونځې ، نشې، قتلونه ، تښتونې او داسي نور فسادونه صورت نيسي، صرف دريمه برخه ودونه رښتني وي چي دواړه جوړه تر مرګه سره پالي.
 
کاناډا:
دا چي کاناډا يو پرمختللی هيواد دئ خو بيا هم ټولنيز مشکلات يې زښته ډېر دي، د ۲۰۱۳ راهيسي په کاناډا کي طلاقونه و۵۰٪ ته جګ سويدي.
 
هندوستان:
 دا چي هندوستان يو مذهبي او کلتوري هيواد دی خو بيا هم طلاقونه پکښې ډېر دي، دا چي کارونه نسته، تعليم کم دی نو ځکه طلاقونه هم پکښې ډېر دي، په اوسط ډول سره ۲۱۰۰۰ طلاقونه په کال کي صورت نيسي.
 
روسيه:
که څه هم روسيه يو اقتصادي او پر مختللی هيواد دئ خو بيا هم ستونزې لري، په ۲۰۱۴ ميلادي کال کي د طلاقونو ګراف و 65.4% ته لوړ سو چي دا يوه جدي ستونزه ده.
 
اوکراين:
 دا چي ټوله نظام يې د نارينه وو په واک کي دئ له همدې کبله و ښځو ته هيڅ توجه نسته له همدې کبله د طلاقونو سلنه ۴۴٪ ده.
 
جنوبي افريقا:
په جنوبي افريقا کي د طلاقونو سلنه و۶۲٪ ته رسيږي، دا چي په جنوبي افريقا کي خاوند او مېرمن ډېر يوځای نه سره اوسيږي له همدې کبله يې مينه کمه او د جلاکېدو سبب ګرځي، چي په مخکي کلونو کي دا شماره لږ وه يعني ۳۵٪ وه خو اوس زښته ډېره ده.
 
برطانيه:
 په برطانيه کي خلک او دولت و کورني جوړښتونو ته هيڅ توجه نه کوي، هغه اندازه چي دوی يې وړاندي کوي تر هغې اندازې طلاقونه ډېر دي، يوه ستره ستونزه داده چي نر و ځانته ګرل فرينډ (ملګرې انجلۍ) لري او ښځه بيا و ځانته بُواي فرينډ (د اړیکو ملګری) لري له همدې کبله دا انساني جوړښتونه زيانمن دي، او تر مخکنیو کلونو يې طلاقونه دوه چنده دي، په ۲۰۱۳ کي د طلاقونو سلنه ۵۳٪ وه.
 

 نور بیا...
 
--------------------------------
ددې لړۍ مخکنۍ برخي: د نر او ښځي توپیر
په کفري نړۍ کي د طلاق عوامل
 
تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته