تازه سرليکونه
د (چاڼ سوي مضامين) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
په هرو څو ثانیو کي یوه زنا!!
 
  March 25, 2016
  0

 زنا د کفارو دنده ده!

لیکنه: علي الله متوکل الرحمن 
 
الله جل جلاله انسان د یو خاص عزت او کرم سره پیدا کړی دی، حیا یي ورکړي، ضمیر او وجدان یي ور په برخه کړی دی او بهترین انسان یي هغه څوک جوړ کړی دی چي ددي ټولو ساتنه وکړي، په ټولنه کي په سرلوړی و اوسیږي او خپل عظیم مقام و پیژني.
 
هر انسان دا کوښښ کوي چي عزت ولري خو دا بیا نه ښایي چي د بل کوم کس په توهین عزت لاس ته راوړي، ځکه دې نړي کي هر څوک د اوسیدو حق لري. 
 
خو ځني سپک، بي ضمیره او بي فطرته انسانان بیا د نورو څخه عزت اخلي، هغوی د خپلو باطلو حواسو ښکار ګرځوي او د انسانیت رنګ بدی کوي. د نورو په عفت لوبي کوي او د ژوند له ښکلا څخه یي محرومه وي، ان تردي چي له دې ډول خلکو سره ټول نړی ځان په تکلیف کي احساسوي، خو الحمدالله اسلامي ممالک تر ډیره له دي افت څخه خلاص دي.
 
جنسي تیری یا جبري زنا (زنا بالجبر) چي ورته (Rape) هم وایي. نن ورڅخه ټوله نړی سر ټکوي، د اسلام په مبارک دین کي زنا په مطلق ډول ناجایزه بلل سوي او د کبائرو له جملي څخه ده، خو په ټولو کفري او یو شمیر (غرب پلوه) اسلامي ممالکو کي (چي د غربي نړۍ لخوا په مستقیم یا غیرمستقیم ډول اداره کیږي) که چیري په زنا کي دواړه جانبه راضي وي نو قانوناً کوم مشکل نسته خو که په دواړه طرفونو کي یو طرف یا هلک او یا هم انجلی ناراضه وي نو بیا جبري زنا (Rape) بلل کیږي. 
 
د جنسي تیري قضیې په هغه هیوادونو کي ډیري وي کومو چي زیات پرمختګ کړی او ورځ تر بلي نور عامیږي. پاته دي نه وي چي په نړی کي تر زیاته حده د جنسي تیري قضیې نه ثبت لري او نه هم ثبتیږي. هغه ځني چي ثبت کیږي هغوی بیا په مکمله توګه څیړل کیږي نه د مثال په توګه:
 
په هندوستان کي هره ورځ تر ۹۰ نوي زیاتي د جنسي تیري پیښي رامنځته کیږی (یعني تقریبا په هرو ۲۲ دقیقو کي یو جنسي تیری) چي له دي جملي څخه په هرو لسو پیښو کي یوازي یوه پیښه محکمه کي ثبت کیږي او د ټولو ثبت سوو پیښو څخه یوازي ۲۵٪ حل کیږي او مجرم سزا ویني یعني د جنسي تیري په هرو ۹۰ نوي پیښو کي په اوسط ډول یوازي ۳ دري تنه د خپل جرم سزا ویني.
 
په زمبابوی هیواد کي د تیر کال په اولو درو میاشتو کي ۱۵۲۴ د جنسي تیري پیښي ثبت سوي، چي له دي جملي څخه ۲۷۶ جنسي تیري یوازي پر ماشومانو سوي چي عمرونه یي د پنځو څخه تر لسو کلو پوري وه. د UNICEF د راپور له مخي په زمبابوی هیواد کي ۴۲٪ پیښي له ماشومانو سره سوي. 
 
سويډن د نړی دریمه درجه هیواد دی چي زیاتي د جنسي تیري پیښي پکښي کیږي، ددي هیواد د پولیسو د ثبت له مخي په هر یو لک کسانو کي پر ۶۳ کسانو جنسي تیری سوی دی. یوازي په ۲۰۰۹ میلادي کال کي په یاد هیواد کي ۱۵۷۰۰ د جنسي تیري پیښي ثبت سوي دي.
 
برطانیه د نړی متمدین او خورا اباد هیواد دی خو له بده مرغه چي انسانیت پکښي له نشت سره برابر دی، د هغه راپور له مخي چي د یاد هیواد د عدليي وزارت او د کورنیو چارو اداري په ګډه خپور کړی وو دا منلي چي هر کال د ۸۵۰۰۰ پنځه اتیا زرو په خوا او شا کي د جنسي تیري پیښي را منځته کیږي. او پدې هیواد کي په هرو پنځو ښځو کي پر یوي ښځي له شپاړلس کلنی څخه تر نهه پنځوس کلنی پوري جنسي تیري کیږي.
 
امریکا: د ۱۹۹۶ میلادي کال د یوه راپور لمخي د امریکا په متحده ایالاتو کي په هرو ۳۲ ثانیو کي یوه زنا صورت نیسي. (تاسي فکر وکړۍ!! تاسي چي کومه لیکنه دا اوس اوس وایاست په دومره وخت کي به په امریکا کي څومره زناوي سوي وي، که تاسي دغه لیکنه هرڅومره ژر ویلي وي نو به یوه دقیقه سوي وي او هلته امریکا کي په یوه دقیقه کي لږ تر لږه دري زنا وي کیږي.) استغفرالله.
 
جرمنی هغه هیواد دی چي په ټکنالوجي کي پرمختګ کوي خو په انسانیت کي پر شاتګ. تر دي دمه ۲۴۰۰۰۰ ښځي له یادي جرمي کړني څخه مړي سوي دي. 
 
په فرانسه کي تر ۱۹۸۰ میلادي کال پوري جنسي تیری جرمي کړنه نه ګڼل کیدل، په کال کي ۷۵۰۰۰ پنځه اویا زره پیښي هر کال کیږي چي له دې جملي څخه یوازي ۱۰٪ ثبت کیږي او نور همداسي خوشي ګرځي. دا هیواد په نړی کي د جنسي تیري د پیښو په لیست کي اووم هغه هیواد دی چي زیاتي پیښي پکښي را منځته کیږي. 
 
 
دا خو د ګوتو په شمار هیوادونه موږ ستاسي و مخته کښيښودل، که د ټول نړۍ په هکله فکر وکړو نو په هره ثانیه کي به لږ تر لږه یوه زنا صورت نیسي.
 
د زنا د تباه کونکي ګناه په اړه معلومات

 طلاق په کفري هیوادونو کي

 

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته