تازه سرليکونه
د (چاڼ سوي مضامين) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
د انسان کلي حیثیت او اجتماعي نظام
 
  December 1, 2014
  0

 لیکنه: ډاکټر عبدالهادي "متين"

دا چي انسان یو ژوند لرونکی موجود دئ نو حیاتي قوانین پر جاري کیږي، په همدې لحاظ هغه د بیالوژي د علم موضوع ده، خو یوازي د بیالوژي د علم له مخي د انسان د ژوندانه مکمل قانون نسي جوړېداي .

انسان کور، کالو او ډوډۍ ته ضرورت لري ، په همدې سبب اقتصاد د ژوند یوه مهمه برخه ده ، خو انسان یوازي د خوراک ، کورجوړولو او اوسېدلو لپاره هم نه دئ چي د ژوند فلسفه يې پر اقتصاد بنا سي .

انسان د نسل د بقا لپاره قوي جنسي میلان لري  خو یوازي د نسل د زېږولو آله هم نه دئ .

انسان شعور لري ، ډول ډول ادراکات ، جذبات او د غوښتني انګېزې لري، خو انسان له سره تر پښو یوازي نفسیات هم نه دئ چي د روان شناسي د علم پر اساس یې د ژوندانه مکمل پروګرام جوړ سي .

بشر يوه پر مخ تللي هستي ده چي د خپل فطرت له مخي مجبوردئ چي د نورو انسانانو سره یو ځای ژوند وکړي او د ژوندانه ډېر اړخونه يې تر ټولنپوهني لاندي راځي خو یوازي د ټولني پوهان هم نسي کولاي چي ددغي متمدني هستۍ لپاره د ژوند یو مکمل نظام جوړ کړي .

له حسیاتو سره سره انسان عقل هم لري، د معقولاتو غوښتنه کوي او دخپل عقل اطمينان غواړي،خو په مکمله توګه یوازي د معقولاتو پر اساس د ژوندانه قانون نسي جوړېدای .
 
انسان یو اخلاقي او روحاني موجود دئ چي د محسو ساتواو معقولاتو دواړو څخه پورته حقیقتونو ته د تللو غوښتنه پکښي لیدل کیږي، د ښو او بدو کول غواړي خو یوازي انساني اخلاق اوروح هم نه دئ چي د اخلاقو او روحانیت پر بنیاد ورته نظام جوړ کړای سي .

په اصل کي انسان په یوه وخت کي د ا هر څه دئ ، او د دغو ټولو حیثیتونو سره سره هغه یوبل حیثیت هم لري چي د کائناتو ددې ستر نظام یو جزء دئ، او د ژوندانه اصول يې په حتمي توګه ددې خبري ثابتيدل غواړي چي په کائناتو کي دهغه حیثیت څه شي دئ، او د کائناتو د یو جزء  په حیث ورته څه کول په کار دي ؟ 

همدارنګه له دې هم نا چاره دئ چي د خپل ژوند هدف وټاکي، او په دې باب پرېکړه وکړي چي د څه لپاره ورته کارکول په کار دي ؟

دا ورستۍ دوې پوښتني د بشر د ژوندانه بنسټیزي پوښتني دي چي د ژوند فلسفه پر جوړیږي، د دغي حياتي فلسفې لاندي هغه ټول علوم چي د نړۍ او بشر سره ارتباط لري د خپلي خپلي دائرې معلومات راجمع کوي تر څو د بشر د کار کولو یوه لاره جوړه سي او د ژوندانه ټوله کارخانه پرې حرکت وکړي . 

که د ژوندانه بنسټیزه فلسفه د اخلاقو ، تمدن او ټولنیز ژوندانه ټول نظام د اقتصاد پر اساس و درول سي، نو د بشر د ژوند هدف به د څاروي په څیر واښه خوړل او چاغېدل وي، او یا به یوازي د یوآزاد څريدونکي حیوان په څیر څريدل وي .

همدارنګه د اخلاقیاتو، روحانیاتو، معقولاتو، اجتماعیاتو، روانشناسۍ او نورو علومو په دائرو کي هم د اقتصادي نظر د غالبیدو له امله د خورا سخت عدم توازن خطر پیداکیږي؛ بیا به معقولات په مأکولاتو بدل سي، د ټولنپوهني د ټولو حقایقو پر ځای به کاروباري اهداف ولاړ وي، او په روانشناسي کي به انسان صرف د یوه اقتصادي حیوان حیثیت ولري چي دا کار پر انسان ستر تیری دئ ، لکه نن ورځ چي بشر د همدغه تیري سره لاس او ګریوان دئ . 

نن ورځ چي په بشري ټولنه کي د انسانانو یوه طبقه په اسمان کي او بله پر مځکه قرار لري دا تفاوت د انسانانو د استعدادونو د تفاوت پر بنیاد نه دئ او نه دا فرق طبعي دئ بلکي دا مصنوعي توپير دئ!

 نن د بشریت پر مطلق اکثریت شرایط دومره تنګ دي چي استعدادونه او شخصیتونه يې لازمه وده نسي کولای .

په اوسنۍ بشري ټولنه کي د ورورګلوي ، محبت او بشردوستۍ په عوض د نفرت،محرومیت او غچ اخیستني اثرات غالب دي انسان د حیوان څخه په امن دئ خو دانسان څخه په امن نه دئ،علت يې دا دئ چي نظام ناقص دئ؛ او دانسان د کلي حیثیت ضرورتونه په نظرکي ندي نیول سوي؛ همېشه د انسان او ټولني ته دیوې زاويې څخه کتل سوي دي ،او حاکمي طبقې د ځان په ګټه قانون جوړ کړی دئ .

هغه نظام د بشر لپاره ګټور تمامېدای سي چي د طراح علم يې پر عالــَم احاطه ولري، ټولو انسانانو ته په یوه سترګه ګوري او د خپلو اولادو په شان ورباندي مهربانه وي، د ګټو پر سر د انسانانو سره اختلاف ونلري . انسان ځکه پر عدالت ولاړ نظام نسي جوړولاي چي هغه په ټولو چاروکي د خپل منفعت بنده دئ، پوهه يې کمه ، او معلومات یې همېشه د حالاتو سره په تغیر کي وي، قدرت ورته حق معلومیږي؛ همدارنګه د انساني ټولني لپاره باید هغه ډول نظام جوړوي چي پالونکي او پیداکوونکي ذات ورته ښودلي دي .

 دانه معقولیت دئ نه عدالت چي مځکه د یوه چا وي او قانون پکښي دبل چا واکمن وي .
 
ماخذ: تعلیم الاسلام مجله، ۱۲ ګڼه
---------------------------------------------
 
 
 

سرته