تازه سرليکونه
د (روغتيا پالنه) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
موږ ولي ستړي کېږو؟
  تعلیم الاسلام راډیو
  June 2, 2015
  0
 
داچي په انسان کي حرکت د انرژۍ په واسطه توليدېږي ، او غذا هغه وخت په انرژۍ بدلېږي چي په حجراتو کي د احتراق (سوځېدو) عمليه سرته ورسېږۍ ، د احتراق د عمليې لپاره د اکسېجن شتون ته ضرورت سته ، نو حجراتو ته د اکسېجن رسولو لپاره زړه مؤظف دئ ، چي د سږو له لاري له ازادي هوا څخه اکسېجن واخلي او د وينو په ذريعه يې نسجونو او حجراتو ته انتقال کړي ، په همدغه وخت کي د معدې څخه هضم او جذب سوې غذا هم د وينو له لاري حجراتو ته رسوي ، له همدې امله د زيات کار کولو پر وخت او يا لوړ ځای  ته د ختلو پر وخت د زياتي انرژۍ د توليد لپاره زياتي غذا او زيات اکسېجن ته ضرورت لېدل کېږي  ، چي په نتيجه کی بدن د اکسېجن اخيستلو فعاليت ګړندی کوي ، تنفس او ساه اخيستنه ډېرېږي او انسان په دې وخت کي د ستړيا احساس کوي .
 
ماخذ: تعلیم الاسلام مجله، ۱۱ ګڼه

سرته