تازه سرليکونه
د (روغتيا پالنه) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
ځواني دانه او درملنه یې
  تعلیم الاسلام ویب پانه
  February 21, 2022
  0
لیکنه: ډاکټر عبدالولي اعتماد /تعلیم الاسلام ویب پاڼه
 
ځواني دانه یو عامه ناروغي ده چي د پوستکي د دانو په منځ ته راتللو سره معلومیږي.
 
تر ۸۰ فیصده ډیر کسان د ۱۲ څه تر ۲۴ کلنۍ پوري لږ تر لږه یو ځل په ځواني دانه اخته کیږي، ځواني دانه په لوړ عمر کسانو کي له ۲۰ څخه پورته تر۳۰ کلنۍ پوري هم لیدل کیږي.
 
ځواني دانه په نادره توګه یو پیچیده حالت خپلوي چي د ناروغ پر روحي حالت باندي د تاثیراتو لرلو له امله ارزښت پیداکوي، تاسي کولای سی په اسانۍ سره د ځواني دانه کنترول کړی تر څو داغ یې پاته نه سي، په هر حال د ځواني دانې د لکو او داغونو د کمولو لپاره هم مناسبې لاري چاري سته.
 
ځیني د لوړ عمر لرونکي ښځي هم د هورموني تغیراتو په خاطر د حاملګۍ یا قاعدګۍ په دوران کي، یا هم د حاملګۍ ضد دواو د شروع یا قطع کیدو په وخت کي په ځواني دانه اخته کیږي.
 
د ځواني دانې نښي:
ځواني دانه په معمولي ډول پر مخ، غاړه، د سيني پر قفس، شا او پر اوږو باندي لیدل کیږي. یعني د پوستکي پر هغه برخو چي د غوړو ډیري غدې ولري.
 
د ځواني دانې ډولونه:
 
۱: سپین سر لرونکي ځواني دانې
۲: تور سر لرونکي ځواني دانې
۳: سور رنګه ځواني دانې
۴: کیست لرونکي ځواني دانې
 
ولي ځواني دانې منځ ته راځي؟
 
د ځواني دانې په منځ ته راتلو کي ۳ مهم سببونه رول لري:
۱: تر اندازي زیات د غوړ تولید.
۲: د غدو په خوله کي د مړو حجراتو نا منظم رژېدل چي د غدې د خولي د بندیدو او د غوړو د یوځای کیدو سبب کیږي.
۳: د باکتریاو نمو.
 
د ځواني دانې مساعد کونکي فکتورونه:
 
۱: د بلوغ سن.
۲: په ښځو او نجونو کي له قاعدګۍ د شروع څخه څو ورځي مخکي.
۳: د حمل دوران.
۴: د ځینو دواو استعمالول.
۵: د غوړو کریمونو یا ځیني آرایشي موادو استعمال.
۶: په کورنۍ کي د ځواني دانې شتون په ځانګړې توګه په مور او پلار کي.
 
ولي باید د ځواني دانه درملنه وسي؟
پر پوستکي باندي د لکې یا سکار د منځ ته راتلو د مخنیوي په خاطر باید د ځواني دانو درملنه وسي.
 
څنګه کولای سو د ځواني دانې مخنیوی وکړو؟
ځواني دانه د کنټرول او درملني وړ ده، اما د درملني تر څنګ باید ناروغ څو ټکي په پام کي ونیسي تر څو هم د درملني تاثیر زیات سي او هم د ناروغۍ د دوهم ځل راښکارکېدو څه مخنیوی وسي دا مهم ټکي په لاندي ډول دي:
 
۱: خپل مخ مو په ورځ کي دوځله په اوبو او مناسب صابون پریولی.
۲: د پوستکي د ټینګ مښلو څه مخنیوی وکړی.
۳: پر دانو باندي د فشار راوړلو، د دانو کښلو، او لاس وهلو څه مخنیوی وکړی.
۴: ستاسي درملنه و پوره وخت (۳ نه تر ۶ میاشتو پوري) او د دوا منظم استعمال ته اړتیا لري.
۵: پوستکی مو د لمر د وړانګو څخه وساتی.
۶: د آرایشي موادو د استفادې پر مهال دقت وکړی، تر ډیره وخته پوري آرایشي مواد پر مخ باندي مه پریږدی او د هغه آرایشي موادو څه ګټه واخلی چي غوړ ونلري.
۷: وریښتان مو مه غوړوی او هغه نرمونکي کریمونه مه استعمالوی چي غوړ لري.
۸: بېره، سترس او تشویش د ځواني دانو د ډېرېدو سبب کیږي، سپورټ وکړی، مخکي له سپورټ کولو څه خپل ټول مخ په اوبو او مناسب صابون باندي پریولی. (په ځانګړې توګه که مو آرایش کړی وي)
۹: غذایي مهالویش مو په پام کي ونیسی.
 
دا چي د غذایي موادو رول د ځواني دانې په ډیریدو کي تر اوسه تر څیړني لاندي دي اما ښه به داوي چي د کافين، نکوتین، مرچکو، چاکلیټو، او وچي میوو استعمال کم کړی او پر ځای یې حبوبات، غلجات، سبزیجات او تازه مېوې مصرف کړی.
 
۱۰: هغه کریمونه چي د ځواني دانو په درملنه کي د ډاکټر له خوا توصیه کیږي خارش لرونکي دي، نو باید هڅه وسي چي دوا په کمه اندازه شروع او د وخت په تېرېدو سره یې اندازه ډیره سي، که چیري مو د مخ پوستکی سور او ګرم سو نو  دوا د درو ورځو لپاره قطع او وروسته په لږ اندازه سره یا هم یوه نه بله ورځ استعمال کړی.
 
هر کله چي د درملني یو لاره ګټوره تمامه نسي له نیکمرغه د درملني بله لاره ټاکلای سی.
دا ټکی هم په پام کي ونیسی، چي د ځواني دانو درملنه و وخت ته اړتیا لري باید صبر وکړی ترڅو تاثیر یې معلوم سي، د یوې شېبې د معجزې انتظار مه باسی!
 
نوري روغتیايي لیکني
تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته