تازه سرليکونه
د (روغتيا پالنه) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
زردکي د روغتیا لپاره
  تعلیم الاسلام
  December 24, 2015
  0

 را ټولونکي: نصیب الله ژمن

 
الله جل جلاله چي څونه نعمتونه پیدا کړي دي دا ټول یې د انسانانو د ګټي له پاره  پیدا کړي دي چي د هغو له جملې څخه یوه هم زردکي دي. زردکي ( ګازري)  د نورو خوړو په پرتله ډیري خونده وري دي،  په ټوله کي  د بدن د بشپړي روغتیا له پاره ګټه لري   په ځانګړې توګه  لاندي ګټي لري:
 
  • د پوستکي د ځلا
  • د سترګو د دید د پیاوړتیا
  • هاضمی سیستم
  • د غاښونو د روغتیا له پاره مفیدي ګڼل کیږي. 
 
همدا  ډول زردکي په خپل ترکیب کي داسي جوړښتونه ( مرکبات ) او عناصر لري  چي  په روغتیا کي را سره مرسته کوي لکه ویټامینونه،  منرالونه او نور چي د هغو له جملې څخه درې یې چي بیټا کیروټین (Beta-carotene) ، الفا کیروټین (Alpha-carotene) او فایټوکیروټین (Phyto-carotene) نومیږی ډیر غوره دي.
 
پورتني درې توکي چې په زردکو کي سته  ،  زموږ  په بدن کي  ارزښتناکي دندي  سرته رسوي لکه :
  • د بدن معافیت لوړوی (په ځانګړې ډول په مشرانو او زړو خلکوکي).
  • د لمر سره د حساسیت کچه را ټیټوي (بیټا کیروټین).
  • د HIV علایم اصلاح کوي.
  • د زړه د ناروغیو زیانونه کموي.
  • د ویني د لوړ فشار زیانونه کموي.
  • ځیګر پاکوي.
  • د تنفسي ناروغیو په کمښت کې ښه رول لري.
  • د مصابیت سره ښه مبارزه کوي (ویټامین A  حجروی غشا روغه ساتي، د ناروغیو په مقابل کې یې پیاوړې کوي).
  • د انیمیا (کم خونۍ) سره مبارزه کوي.
  • پلې (عضلات) اصلاح کوي
  • غوښه او پوستکی روغ او ځوان ساتي.
  • په مخ او پوستکي کي ځواني دانې کموي.
  • د سترګو روغتیا پیاوړي کوي او د شپې د شبکورۍ څخه سړی ژغوري.
  • په طبیعي ډول لږ غوړ او لږ مشبوع مرکبات لري،
  • په طبیعي ډول لږه مالګه لري، په خوړو سره یې د وینې فشار نه لوړیږي.
  • په لوړه کچه  فایبر لري، چې د هاضمي سیستم د روغتیا له پاره په زړه پورې خواړه بلل سوي دي.
 
 
  زردکي لږه اندازه کالوري لري ۸۰ ګرامه پخې زردکي  یوازي ۲۴ کالوري انرژي لري.
 

 

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته