تازه سرليکونه
د (روغتيا پالنه) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
ټیټانوس Tetanus
 
  April 12, 2014
  0
ترتيب کوونکي :- ډاکتر حاجي علي احمد (قانح) 
ټرينر متخصص جراحي عمومي شفاخانه ميرويس حوضوي.

TETANUS

نوموړي ډير مقاومت لرونکي او سپور پيداکوونکي او Anaerobic مکروب دی.
سبب عامل يې د Clostridium Tetanii پنوم ياديږي ذکر شوي مکروب په نمجنه ځمکه، ورستو لرګيو، د حيواناتو په غايطه موادوکي، د انسانانو په کلمو کي او هم نباتاتو کي موندل کيږي او کيدايي شي چي تر مياشتو پوري ژوندي پاته شي.
 
پتالـــــــــــــــــــــــــوژي:-  لکه چي Clostridium Tetanii د انسان ويني ته داخل شي نو يو ډول Neurotoxine د Tetanolysine او Tetanospasmin پنوم افرازوي چي وروسته نوموړي توکسينونه په Spinal Cord, Motoneurone اود Medulla هسته کي ځاي نيسي کوم چي هلته Renshaw بندوي چي په نتيجه کي د عضلاتو شخوالي او د تحريکيت ډيروالي منځته راوړي چي ناروغ په يو ناچيزه غږ باندي هم زجـــــــــــــــــــــــــــر ويني.

د انتقال لاري:-   هر ټــــــــــــــــــــــــــپ يا زخم کيدايي شي چي د ننوتلو لاره شي خصوصاً هغه زخمونه ډير خطرناکه دي چي لوي او ژور اود اجنبي موادو څخه ډک وي د مثال په ډول umbilical Cord Tetanus, Post Operative Tetanus او سوځلي ناروغان چي  پايله يي  ډيره خطرناکه وي. او ماين انجوري ګانو کي او همدارنګه ګن شټ انجوريګانو کي او همدارنګه په هر قسم زخم کي کيداي شي چي ټيتانوس ته زمينه برابره شي کيداي سي زخم ملوث کړي.

ايپيډيمي:-   د احصايي له مخي په 15/1000,000 ټپيانو کي ليدل کيږي او په هغه ملکونو چي د ټيټانوس د واکسين څخه استفاده کوي ډير نادره شوي دي خو بيا هم ځني پيښي ليدل شوي دي لاکن په ګرمو او وروسته پاته هيوادونو کي په کال کي تقريباً 1000,000 پيښو راپور ورکول شوي دی. ددي ناروغي د تفريخ دوره په بعضي کتابوکي 3 – 12 ورځو پوري دي لاکن تازه څيړني ښي چي د تفريخ دوره يي 4 – 14 ورځو پوري ده همدارنګه هر څومره نوموړي ناروغي چي وروسته پيل شي په هغه اندازه يي پايلي ښــــــــــــــــــــــــــه وي او کيدايي شي چي د تفريخ دوره د مياشتي څخه تر يوه کاله پوري ورسيږي.

د ټيټانوس د ويش مراحل د Eyrich په اساس:-   
 
اوله مرحله :-   پدي مرحله کي په ناروغ کي د خولې د لعابو زياتوالی موجودوي اود اوبو او خوړلو د تيريدو د ستونځيو څخه شکايت کوي.
 
دوهمه مرحله :-    پدي مرحله کي په ناروغ کي د عضلاتو شخوالي موجود وي او د ساه اخيستلو ستونځي لري او د عضلاتو Cramp پکښي لږ وي.
 
دريمه مرحله:-   پدي مرحله کي په ناروغ کي د ويني Blood CercleAbliteat او General Cramp موجود وي.
اعراض او علايم :- د سردرد، خولې کيدل، غيري ارادي حرکات، خستګي، د  ټپ د شاوخوا  د حسيت کموالي، نښته زامه او د Opisthotonis sign په ناروغ کي موجود وي. Luck jaw Neck rigidity convulsion

تشخيص :-   
1. د خلاصو ټپونو او اجنبي موادو معاينه کول.
2. د زخم د Smear څخه د ناروغۍ د عامل پيږندل.
3. په لابراتواري معايناتو کي د توکسين پيداکول.

درملنه يا تداوي :-   

-  کله چي په ناروغ کي زخم موجود وي نو بايد د جراحي عمليه پواسطه ښه پاک کړه شي او د ناروغ د زخم څخه اجنبي مواد لري شي او زخم ته پراخ انسيژن اجرا کړه شي.
-  زخم بايد په پرانستي توګه تداوي شي.
- ناروغ ته د ټيټانوس ضد درمل ورکول شي.
- او ناروغ ته عضلي شکل Immunoglobuline ورکړل شي او تطبيق مقدار يي د ناروغ په عمومي وضعيت پوري اړه لري.
-  ناروغ ته GlucoCoticoid يعني Prednison 1mg/BW/day iv توسعه کيږي.
FLAGYL 500mg  د لسو ورځو لپاره د ضرورت په وخت کي ديازيپام او اندوتراخيل تيوب هم استطباب لري.

عمومي تدابير:-   ناروغ بايد تر جدي مراقعبت لاندي وساتل شي اوپه يوه ارام اطاق کي وساتل شي او تياره خونه کي بستر کړه شي، ناروغ ته د پراخ اثر لرونکي انتي بايوتيک ورکول کيږي ناروغ وريد بلانس کتل کيږي او په مناسب مقدار مايعات ورکول کيږي.

اختلاطات :-     
(a) د عضلاتو له وجي د هډوکي ماتوالي.
(Aspiration Pneumonia (b
(c) د واکسين له وجي په ناروغ کي د حساسيت پيدا کيدل.

پاملرنه:-   

(i) ټول واکسينونه په نړيوال کتاب کي وڅيړل شي.
(ii) د ناروغ ټول زخمونه پاک اوترجدي مراقعبت لاندي وساتل شي.
(iii) و کوچنيو ټپونو کي بايد د  ټيټانول نورمال ډوز ورکول شي.
(iv) په منتنو او لوي ټپـــــــــــــــــــــونو کي Simultanprophylasis او ټيټانول ٥،٠ تطبيق شي.
 
سرچینه: تعلیم الاسلام ویب پاڼه
 
ماخذ يا Reference:
---------------------------
ii. Belly and Love
iii. Infections disease of Medicine
iv. Sob stone
 بله لیکنه: تیتانوس
تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته