تازه سرليکونه
د (چاڼ سوي مضامين) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
اسلامي ویب پاڼه - اسانه زد ه کړه
  تعلیم الاسلام
  September 3, 2017
  0

 درنو او د قدر وړ لوستونکو!

السلام عليکم ورحمة الله وبرکاته

علم هغه زینت او ښکلا ده ، چي هر انسان یې خوښوي او داسی یو انسان به  په ډېر مشکل  پيداسي  چي هغه دي زده کړه او پوهه د ځان کمال نه بولي. البته د زده کړي او پوهي له پاره بېلا بېل ډګرونه دي او هر ډګر یې ځان ته لوبغاړي او مینه وال لري ددې خبري د ثبوت لپاره  به ووایو : ترکاڼ ،  خیاط  او هر کاسب ته که د خپل کسب اړونده  وویل سي ، چي ته ډېر ښه پوهېږې او دا کار دي په ډېر مسلکي  ډول تر سره کړئ دئ دا یوه علمي ستاینه ده پدې علمي ستاینه ډېر خوشاله کیږی او په دې خپله پوهه ویاړ او افتخار کوي خو که همدا کاسب ته وویل سي چي ته په خپل کار نه پوهېږې د بېلګي په ډول نجار ته ووایه ته ځان نجار بولې  خو په نجارۍ نه پوهېږې او که خیاط ته  وايې ته ځان  خیاط ګڼې خو په خیاطۍ نه پوهېږې  دلته بیا دا کاسب  د خپل مسلک ناپوهي د ځان لپاره ډېره بده خبره ګڼي چي څرنګه زه نه پوهېږم  همدا مثال ددې دلیل دئ ، چي هر انسان پوهه خوښه وي ، البته د زده کړي او پوهي له پاره  بېلا بېل ډګرونه  سته ، څوک یو ډول پوهه د ځان کمال بولي ، څوک بیا په بل ډول پوهه ویاړي.
 
               دا پوهه وه  چي د خاورو څخه پیدا سوي بشر ادم  علیه السلام  ته یې داسی ویاړ ور په برخه کړئ چي الله جل جلاله   ملايکي ورته په سجده کولو امر کړې پوهه نه یوازی د انسان دپاره ښکلا  ده بلکي  حیوانان او مرغان  هم د پوهي په وجه شرف پیدا کوي ، د بېلګي په ډول سپی دوندي ناوړه حیوان دئ ، چي چيري  سپی وي هلته د رحمت ملکه نه ورځي خو همدا سپی که د انسانانو د پاره د ښکار کولو پوهه تر لاسه کړي او دونده  وپوهېږي ، چي خپل مالک يې د یو مرغه یا بل حیوان و ښکار کولو ته وښکاري نو دی د خپل مالک په اشاره او وینا پوهیږي ، سمدستي که وکړای سي هغه مرغه  په خوله او منګولوکي نیسي  او تر خپل مالک پوري یې مړ یا ژوندی رارسوي او خپله هیڅ  نه  ځني خوري. 
 
             سپی  چي د ښکار پوهه تر لاسه کړي او د خپلي پوهي سره سم  د مالک په اشاره په ښکار پسي ځي او هغه ښکار تر خپل څښتن پوري رارسوي ، خپله هیڅ نه ځني خوري په همدې پوهي  دا سپی تر نورو حیوانانو دومره  اوچت او د ویاړ وړ ګرځي ، چي د ښکار  په مهال کي چي هر حیوان دده په منګولو او داړو  و وژل سي هغه که  څه هم  حلال نه سي بیا یې هم ومسلمانانو ته خوړل  جائز کېږي او کوم شیان چي  بیا د ښکار کولو پوهه نه لري د هغو په  منګولو او داړو  چي  بیا یو حیوان ووژل سي هغه بیا مردار دئ ، مسلمانانو ته یې خوړل  جائز نه دي ، همدا د پوهي او نا پوهۍ تر منځ فرق دئ ، خو پوهه په خپل منځ کي  ډېر تفاوت  لري مستریتوب او طبابت  دواړي پوهي دي .
 
        موټر که خراب سي مستري ته یې د خرابۍ علت معلومېږي او د هغه تر میم او  بیا رغونه کولای سي  او  انسان چي ناروغه  سي  د بدن ځيني غړي یې  فعالیت نسي کولای د همدې جسماني  ناروغۍ  علت  بیا  طبیب  جل جلاله ډاکټر) ته  معلومېږي او د هغه د درملني په لارو چارو  پوهېږي نو مستري توب او طبابت دواړې پوهي دي خو د  ډاکټر جل جلاله  طبیب ) مقام د خپل مسلک له وجهي تر مستري ډېرلوړ دئ ، ځکه طبیب د انسان د ناروغ  جسم  د بیا رغوني او درملني پوهه لري او مستري د عراده جاتو د تر میم او د بیا رغوني پوهه لري او انسان تر عراده جاتو ډېر فضیلت لري ، نو د انسان د بدني  بیا رغوني او درملني علم  او پوهه هم د عراده جاتو د ترمیم تر پوهي  دومره  فضیلت لري . 
 
دوه ډوله پوهي
 
                د پورتني مطلب په پوهېدلو  سره موږ علم او پوهه پر دوو ډولو وېشلای سو یوه هغه پوهه ده چي په مټ یې انسانان د خپل دنیاوي ژوندانه اړتیاوي او ضرورتونه  پوره کوي  او سوکاله او ارام ژوند ورته په برخه کوي.
 
        او بل هغه پوهه ده چي انسانان  د تل پاتي ژوند  اخرت د سعادت او کامیابۍ و لور ته رهبري کوي چي لومړۍ ته دنیاوي پوهه او علم او دوهم ته دیني پوهه او علم وايي ، لکه څنګه چي د دنیا ژوند د ګوتو په شمېر څو کلونه دي او  د اخرت  دژوند سره چي هغه هیڅ پای او ختمېده نه لري هیڅ پرتله کېدای نسي همدا ډول  د دنیا د سمون او لارو چارو علم او پوهه او  د اخرت د سمون او سعادت علم یو د بل سره پرتله کېدلای نسي او بل فرق يې دادئ ، دنیاوی پوهه د انسانانو د تجربو او عقلونو محصول دئ او دیني پوهه د کائناتو  د خالق د لوري پر رسولانو علیهم السلام  رالېږل سوې پوهه او علم دئ نو  دنیاوي پوهه  چي په هر ډګر کي چي په هره کچه د چا سره وي هغه هيڅ کله  د شرف او مقام له مخي د هغه چا او کس سره  برابر کېدلای نسي چي د هغه سره دیني پوهه وي. 
 
د دیني پوهانو ستاینه  په قران او احادیثو کي سوې ده  او دنیاوي پوهه پر پوهي لا هم نه ده شمېرل سوې بلکي دا د دنیا د ظاهري ښکلا پوهه بلل سوې ده او کوم  د ستایني وړ صفت نه دئ  بلل سوئ  الله  جل جلاله   فرمایی :
  لاَ يَعْلَمُونَ  يَعْلَمُونَ ظَاهِرًا مِّنَ الْحَيَاةِ الدُّنْيَا.
ژباړه : هغوئ نه پوهېږي  هغوئ د دنیاوي ژوند په ظاهري ښکلا پوهېږی . 
 
             د دې قراني ایت مقصد دا دئ ، چي د دنیاوي ژوند په ظاهری ښکلا پوهېدل کوم  د ستایني وړ صفت نه دئ ، چي کفار  په  وستایل سي بلکي د ستایني وړ پوهه ،  دیني  پوهه  ده یعني د دنیا د ژوند حقیقي پوهه  ، چي انسانان خپل  رب  په  و پېژني  او د خپل رب د بنده ګۍ طریقه په و پېژني ، ددې څرګندونو څخه دا څرګنده  سوه چي هر انسان نارینه  او  ښځه  هغه  وخت  د انسانیت د کمال صفت په ځان کي را پیدا کولای سي ، چي د دین پوهه  حاصله کړي ، ښکاره خبره ده چي ديني زده کړه په ديني تعليمي مرکزونو کي کيږي خو تعليمي مرکزونو ته هر څوک لاسرسى نه لري په ځانګړي ډول په دنياوي کارونو بوخت کسان ، ځکه هغوئ د خپلو شغلونو او مصروفيتونو له کبله نسي کولاى چي د تعليمي مرکزنو په تعليمي حلقو کي  گډون وکولاى سي  او په خاص ډول ښځي بيا د ديني علم د زده کړي څخه بيخي بې برخي پاتي دي ، ځکه که ووايو چي د ښځو د پاره د ديني زده کړي وړ ځايونه هيڅ نسته بيا به هم دا پر ځاى خبره وي خو اوس الحمد لله دا مشکل تر ډېره بريده حل سوئ دئ ، اوس هر نارينه او ښځينه په ډېره اساني سره کولاى سي چي پخپل کور ، دفتر کارځاى کي د خپل فراغت او مهال وېش سره سم ديني زده کړه وکړي . 
 
د انسانيت د لوړ صفت يعني د دیني پوهي د حاصلولو دپاره  د کندهار ښار (او ۶ نورو ولایتونو) او شاوخوا اوسیدونکو دپاره د تعلیم الاسلام و لسي راډیو اسانه طریقه  ده د همدې راډیو د لاري زموږ هر مسلمان ورور او خور کولای سي چي د سهار وختي  څخه بیا د شپې تر ډېر ناوخته په هره لحظه کي ډول ،  ډول خپروني په خپل کور ، دوکان ، دفتر او کار ځای کي واوري ، په هغه به یې دیني معلومات زیاتېږي د همدې سرلیکني په مخته صفحه  جل جلاله پاڼه) کي د تعلیم الاسلام ولسي راډیو د خپرونو د فهرست څخه  دهري خپروني نوم او د نشر وخت ښودل سوئ دئ . 
 
په همدې هیله  او  امید، چي  زموږ  ټوله  وړونه  او خویندي به د دې  اسانه زده کړي څخه ګټه واخلي او دیني پوهه  به ترې حاصله کړی د همدې اسانه زده کړي سره که  بيا هم څوک د دیني زده کړي څخه بې برخي پاته کېږي ، نه یې پخپله اوري اونه د کورنۍ غړي د همدې دیني خپرونو  و  اورېدلو ته هڅوي نو د هغو په محرومۍ کی هیڅ  شک کېدلای نسي .
 
                  ددې علاوه کوم کسان چي د تعليم الاسلام ولسي راډيو اورېدلاى نسي که هغوئ د انټرنيټ سهولت ولري هغوئ که د نړۍ په هر ځاى کي هستوگن وي بيا هم کولاى سي چي د تعليم الاسلام ولسي راډيو د ويب پاڼي څخه زموږ خپرونه په ژوندۍ بڼه  په ډېره اسانۍ سره واوري تاسو که د نړۍ په هر ځاى کي ياست  هره ورځ د خپل مهال وېش سره سم  www.taleemulislam.net  کليک کوئ او د تعليم الاسلام  راډيو د تعليمي پاڼي څخه   په ډېري اسانۍ ديني زده کړه کوئ . 
 
 
الله  جل جلاله  دي هغه کسان سر لوړي او خوشحال لري چي د تعليم الاسلام راډيو اوري او  يا يې ويب پاڼه لولي او ګوري  او هم يې نور کسان و اورېدلو او کتلو ته تشويق او هڅوي ، که تاسو خپله ديني زده کړه کوئ الله  جل جلاله  پر دې زده کړه ثواب درکوي او که تاسو نورو کسانو ته دعوت او بلنه ورکړئ چي د تعليم الاسلام راډيو واوري او يا يې د ويب پاڼي څخه ديني زده کړه وکړي د همدې کس د ثواب په اندازه ثواب الله جل جلاله  تاسو ته هم درکوي او همدا ډول ستاسو په بلنه دعوت سوئ کس چي څونه کسان و ديني زده کړي ته دعوتوي د هغوئ د ثوابونو په شان ثواب الله جل جلاله  تاسو ته هم درکوي ، نو بېړه وکړئ څونه چي وکولاى سى د تعليم الاسلام راډيو او ويب پاڼي ته نور کسان دعوت کړئ .
 
په درنښت اداره
ماخذ: تعلیم الاسلام مجله، ۸ ګڼه
تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته