تازه سرليکونه
د (چاڼ سوي مضامين) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
د فحشاء سرچینه!
  تعلیم الاسلام
  October 12, 2014
  0

 درنو او د قدر وړ لوستونکو!      

 
                 د فحشاء په معنى هر مسلمان نارينه او ښځينه پوهيږي، چي فحشاء و هر هغه ناوړه او بد عمل ته ويل کىږي، چي د اسلام سپېڅلي دين کله هم د هغه د کولو اجازه نه وي ورکړې. او دا هم بايد پر زياته کړو هر عمل چي په شريعت کي فاحش او نامشروع بلل سوى وي ،هغه عمل د آخرت د عذابونو څخه علاوه په دنيا کي هم د انسان او انساني ټولني لپاره زيانمن او مضر وي. د فحشاء په جمله کي نامشروع جنسي اړيکي لکه زنا، لواطت ،او د شرابو چښل هم راځي.
 
په دې سرليکنه کي غواړو، چي په لنډو ټکو کي درته وښيو چي د دغو ناوړو عملونو د اشاعت او خپرولو سرچينه چيري ده؟ په څه ډول او په څه شکل  دې ناوړو عملونو ته مشروعيت  ورکول کيږي ،او د خلګو نفساني غرېزې د همدې ناوړو عملونو وکولو ته هڅوي، او پاروي؟ او دا په داسي حال کي چي په ننني عصر کي د رسنيو  بازار ډېر ګرم سوى دئ . او په ځانګړي ډول د فسق د رسنۍ جال نه يوازي د افغانستان په سطحه بلکي د نړۍ په سطحه ډېر پراخ غوړېدلى دئ د هر څه ترمخه بايد ووايو، چي د اسلام په سپېڅلي دين کي مېړه او مانديني لره ،چي تر منځ يې نکاح وي لا هم دا  اجازه نه ورکول کيږي ، چي دوى خپل منځي هغه حالت او  قصه نورو ته بيان کړي کوم ،چي په پرده او حجاب کي په مشروع او جائز ډول د نکاح له لاري يو د بل څخه  خپل جنسي حاجت پوره کوي. 
 
   کوم سړى اوښځه ،چي خپل د خوني دننه حالت او کيسې نورو ته بيانوي د هغوى دا اعمال نبي کريم صلی الله علیه وسلم   شيطاني بللي دي بلکي دا يې د ناوړتيا او په انساني ټولنه کي د زنا د خپرولو داسي هڅه بللې ده ،لکه يو پردۍ ښځه ،چي په عام بازار کي د پردي سړي په مخه ورځي او د خلګو  په عام منظر کي يو دبل سره ناروا عمل وکړي او خلګ يې تماشه وکړي. 
 
       امام ابوداود رحمة الله علیه  د ابو هريره  رضي الله عنه  څخه روايت کوي: نبي کريم صلی الله علیه وسلم  د لمانځه څخه وروسته خلګو ته وويل: تاسو پر خپلو ځايو و اوسئ بيا يې پر خلګو مخ را واړاوه  ورته ويې ويل: آيا په تاسو کي داسي سړى سته ،چي په بنده   دروازه او پرده کي خپل جنسي حاجت د خپلي ښځي څخه پوره کړي او د الله جل جلاله  په پرده ځان خوندي وساتي؟ هغو ورته وويل: هو! نبي کريم صلی الله علیه وسلم  وويل :او بيا دا کس په خلګو کي کښېني وايي ما د خپلي ښځي سره داسي، داسي وکړه؟ ټول اورېدونکي پټه خوله سوه بيا يې پر ښځو مخ را واړاوه هغوى ته يې وويل: آيا په تاسوکي څوک همداسي بيان کوي هغوئ هم څه ونه ويل يوه نجلۍ پر ځنګانه (ګونډه) راجګه سوه څو نبي کريم  صلی الله علیه وسلم   يې وويني  او خبره يې واوري دې نجلۍ وويل: اې د الله جل جلاله  رسوله  صلی الله علیه وسلم  ! په سړو او ښځو کي ځيني همدا ډول کېسي کوي.         
                                                                                                                                                                                                                          نبي کريم  صلی الله علیه وسلم   ورته وويل: هَلْ تَدْرُونَ مَا مَثَلُ ذَلِك  آيا تاسو پوهېږئ ،چي د  دې ډول نارينه او ښځي مثال څه ډول دئ؟ 
 
( إِنَّمَا مَثَلُ ذَلِكَ مَثَلُ شَيْطَانَةٍ لَقِيَتْ شَيْطَانًا فِي السِّكَّةِ فَقَضَى مِنْهَا حَاجَتَهُ وَالنَّاسُ يَنْظُرُونَ إِلَيْهِ  . ابوداود ) دا ډول سړى او ښځه ،چي هغوئ خپل د خوني پټ راز او د خپل منځي مشروع حاجت پوره کولو قصه بيانوي په مثال د شيطاني او شيطان دئ، چي په کوڅه کي سره مخ سي او شيطان په بربنډ ډول د هغې څخه  خپل جنسي حاجت پوره کړي يعني زنا ورسره وکړي او خلګ ورته ګوري سيل يې کوي.     
 
    د اسلام  مقدس دين  مېړه او ماندينې ته لا هم دا اجازه نه ورکوي ،چي د خوني دننه حالت نورو ته بيان کړي .که څه هم دوئ دوو  يو دبل څخه په مشروع ډول خپل جنسي حاجت پوره کړى دئ. دا ځکه، چي دا ډول کېسې د نورو خلګو او ښځو ذهنونه فاسد وي، د زنا وخواته هغوى هڅوي او نفساني غريزې يې په حرکت کي راولي.  
 
 
  اوس به راسو سرليک ته، چي د فحشاء سرچينه چيري ده؟ چي په اسلامي ټولنه کي زنا،لواطت اوشراب خوړولو ته اشاعت ورکوي  ؟ او يوه انساني ټولنه په حيواني ټولنه بدلوي او د مشروع نکاح پر ځاى د زنا او نامشروع اړيکو د لاري خپل جنسي غريزه پوره کړي ،چي په نتيجه کي د انساني نسل د پيدايښت مخه ونيسي او که د زنا د لاري يو ماشوم پيداکېږي ،د هغه د پالنى مسؤليت يوازي د ښځي پر غاړه ور اچول کېږي او يا هسي يو ځاى غورځول کېږي.  په طبي اوروغتيايې لحاظ هم د همدې عمل مرتکبين ( کوونکي) د ايډز د داسي تل پاتي مرض د تهديد سره مخ کيږي ،چي د نن عصر پر مخ تللى طب لا هم د هغه د علاج څخه لاس تر زنه په حيرت کي پاته دئ او د انسانانو د خپل منځي قرابت ،چي د نسب له مخي يې سره رانژدې کوي او يا دنکاح له مخي يې سره خپلوي، د همدې قرابت مزى ورشکوي او انسان د يو حيوان په شان د قرابت او خپلوۍ دعظيم نعمت څخه بې برخي ګرځوي.
 
 نو وروڼو! دفحشاء د ناورين د اشاعت سرچينه  د فسق رسنۍ  ده .که څه هم ځيني د فسق رسنۍ په ضمني ډول ځيني ګټوري خپروني هم لري . خوزياتي خپروني يې د فحش فلمونو، ډرامو  او په موسيقي کي د سرو شونډو، تورو زلفو او جنسي محبت  زمزمې دي، چي د نرو او ښځو په ګډو اوازونو کي خپريږي. د هند، اروپا او نوري کفري نړۍ د لوڅو او بربنډو فلمونو، څخه چي د فلم د کېسې آخري ټکى او لمسونکې موخه او هدف يې د معشوقې سره لاس په غاړه کېدل دي. آيا د همدا ډول نشراتو څخه د زنا د اشاعت پرته بل څه تحفه ټولني ته وړاندي کيږي؟ تاسو خپله قضاوت وکړئ دوه پردي سندرغاړي نارينه او ښځينه ،چي په عام منظر کي يو او بل خپل محبوب او ليلا ګڼي،د عشق او محبت داسي اشعار او سندري زمزمه کوي، چي د غه ډول د ميني او محبت اظهار ماندينه او مېړه د خوني دباندي د نورو په مخ کي هم نسي کولاى .
 
همدا ډول سندري بېله دې څخه ،چي د اورېدونکو د سترګو څخه د حيا پردې پورته کړي او د زنا وناوړه عمل ته يې وهڅوي بل څه به وټولني ته وړاندي کړي؟ او د زنا پرته بل څه  پيغام لرئ؟همدا د فسق رسنۍ ده، د تفريحي پروګرامونو په نامه په ټولنه کي زنا او فحشاء ته پراختيا ورکوي.  د نارينه و او ښځو د سترګو څخه د حياء پردې لېري کوي ، د ښځو عفت او پاک لمنۍ ته ګواښ پيدا کوي.   
 
  د ايډز پاتي  وبايي او د انسان وژونکي  ناروغۍ اسباب رامنځ ته کوي، او د انساني نسل دبقاد نکاح مزى غوڅوي ،د ښځو انساني شرافت، د مورتوب لوړ مقام، او د عفت ښکلي جامې د شهوت پرستو ليوانو په منګلو څيري ، د شرابو په نشه دمستو درنده ګانود شهوت د پوره کولو آله ترې ګرځوي. د فحشاء خپرول او زنا خو لا  پرېږده ،چي  لويه ګناه ده بلکي که څوک د مسلمانانو په ټولنه کي د فحشاء خپرېدل خوښ ولري او دا پر ځاى کار بولي د هغوى سزا  الله جل جلاله   داسي بيان کړې ده : 
 
إِنَّ الَّذِينَ يُحِبُّونَ أَنْ تَشِيعَ الْفَاحِشَةُ فِي الَّذِينَ آمَنُوا لَهُمْ عَذَابٌ أَلِيمٌ فِي الدُّنْيَا وَالْآخِرَةِ وَاللَّهُ يَعْلَمُ وَأَنْتُمْ لَا تَعْلَمُونَ . النورالاية (١٩) 
 
 ژباړه: باور وکړئ هغه کسان ،چي په مؤمنانو کي د فحشاء خپرېدل خوښ لري هغوئ لره په دنيا او آخرت کي دردونکى عذاب دئ. د دې څرګندونو څخه به وتاسو درنو لوستونکو ته د فحشاء سرچينه معلومه سوې وي،چي دا په زهرو لړلي اوبه له کوم لوري څخه رابهېږي.
 
 خو پوښتنه  دا ده ،چي  آيا د دې وروسته هم د فسق رسنۍ خپل ښوواندي ګرځوو؟ او د همدې زهر لړلي چينې اوبه   به  د آب  حيات په شان سهار او ماښام  پخپله  اوهم دکورنۍ په  کسانو چيښو ؟اوکه پر سترګو او غوږو لاس نيسو ؟او د فسق د رسنۍ د ليدو ،او  اورېدو څخه خپل رب ته توبه کاږو او پر ځاى يې اسلامي رسنۍ د يوښه او الهي نعمت په توګه  خپل مل او لارښود ګرځوو؟  لا حول ولا قوة الا باالله                                                                                               
 
ستاسي د موفقيت په هيله
شيخ الحديث الحاج مولوي محمد عمر خطابي حفظه الله
 
ماخذ: تعلیم الاسلام مجله، ۴ ګڼه 
--------------------------------------
نوري علمي او ګټوري لیکني: چاڼ سوي مضامین
 
تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته