تازه سرليکونه
د (چاڼ سوي مضامين) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
اسلامي اداب - سریزه او اوله برخه (۱)
  تعلیم الاسلام
  April 28, 2017
  0

لیکنه: علامه عبد الفتاح ابو غده رحمه الله

ژباړه: مفتي احسان الله / تعلیم الاسلام ویب پاڼه

 

که موږ د ژوندانه په چارو کې د اسلامي ادابو لحاظ وکړو، په خپل کورني او له کوره باندني ژوند کې به هوساینه ووينو، د دمشق مشهور او وتلي حنفي عالم عبد الفتاح ابو غده رحمه الله یواځي (۳۵) هغه اداب جمع کړي دي، کومو ته چې نر او ښځه په خپل ورځني ژوندانه کې اړتیا لري، دا نه یوازي د عامو خلکو لپاره مفید دي، بلکې علما او پوهان هم نه دي ترینه مسنتثی، ځکه دا رساله د مسلمان له ژوند سره ډیر قوي او مضبوط تړاو لري.

 
زموږ په پښتني معاشره کې له نورو نمګړتیاو سره، په اسلامي آدابو نه پوهاوی او یا د هغوی نه مراعت کول لویه ستونزه ده، ددې فایدې لپاره مو په پښتو او اسانه انداز کې يې د ژباړي هوډ وکړ، د الله نه سوال کوم، چې ما او ټولو ته د مراعت کولو توفیق راکړي، په روښتیا چې الله ښه توفیق ورکونکی دی.
 
 
الحمد للّه رب العالمین، بأفضل محامد الثناء علیه والتعظیم، والصلاة والسلام علی سیدنا ونبینا محمد بأکرم ما صلی علیه خالقه الکریم، وعلی آله وصحبه وأتباعه الطیبین الأبرابر، المتّبعین لهدیه وآدابه المتّقین الأطهار، اللّهم ارزقنا اتباعهم فی القول والعمل، وأمتنا علی سنّتهم وحبّهم عند انتهاء الأجل.
 
أما بعد:
 
دا یو کتاب دی، ددې کتاب نوم مې (من ادب الاسلام) [یو څو اسلامي آداب] کېښود،په دغه کې مي یو څو داسي اهم اسلامي ادبونه ذکر کړي دي، چې د هغو نه زموږ ډیری وروڼه، دوستان، احباب، نر او ښځي ترینه په غفلت او کوتاهی کې دي، او د هغو په فهمولو کې غلطي کوي، ددغو آدابو د یو ځای کولو مې ځکه اراده وکړه.
 
چې د هغو یاد دهاني وشي، حال دا چې زه په خپله هم ددغو ادابو په مراعت کولو کې تر نورو بهتر نه یم، او نه هم د هغوی په نسبت زه ترینه مستغني یم، بلکه مقصد مې د حق صداقت او صبر یو بل ته د وصیت کولو دی، او د اللّه تعالی ددې واضح حکم پر ځای کولو تعمیل دی، چې:
 
﴿وَذَكِّرْ فَإِنَّ الذِّكْرَى تَنْفَعُ الْمُؤْمِنِينَ﴾ [الذاريات: ۵۵]
ژباړه: ته نصيحت كوه، ځکه نصیحت ایماندارو ته فایده ورکوي.
 
اې اللّه ماته او ټولو ته نصیحت او له دې کتابچې او نورو کتابونه د نفع اخیستلو توفیق را کړي، او په خپل کرم او مهرباني سره به دنیا او آخرت کې زموږ سرپرستي وکړې، او اللّه د خپلو نیکو بندګانو محافظ دی.
 
لیکنه: عبد الفتاح ابو غده
ریاض: 1/1/1412هـ
_______________________
دا کتابچه (من ادب الاسلام) اوه واره د رسالة المسترشدین….. چې د امام حارث محاسبي تالیف دی، په آخر کې چاپ شوي ده، خو په هغه وخت کې دا ډیره مختصره وه، په اوو مخو کې وه، اوس دا دی په تفصیل سره په مستقل ډول د اول ځل لپاره چاپیږي، د اللّه تعالی نه غواړم، چې په خپل فضل او کرم سره يې نافع وګرزوي، او دې رسالې ته مقبولیت ور په برخه کړي.
 
یادونه: په دغه کتابچه کې چې کوم احادیث راوړل شوی دي، هغه یا صحیح او یا هم حسن دي.
 
تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته