تازه سرليکونه
د (چاڼ سوي مضامين) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
حبل یعني رسۍ یا تناو !
 
  May 6, 2017
  0
وینا: مولوي عنایت الله علمي حفظه الله / تعلیم الاسلام ویب پاڼه
لیږونکی: احمد جنید مبارز

◀ تر ټولو ګټور تناو هغه تناو دی چي د هغه ماشوم په نُو پوري تړلۍ وي چي د مور په نس وي، ځکه ماشوم د دغه تناو د لاري خواړه خوري .

◀ تر ټولو بد تناو د اعدامولو تناو دی، چي د ساه کښلو لار بندوي .

◀ تر ټولو نری او نازک تناو، د فکرونو او چورتونو تناو دی، چي په یوه خبره سره شکیږي یا پرې کیږي .
 

◀ تر ټولو لنډ یا کوچنی تناو د درواغو تناو دی، ځکه چي له کومه ځایه شروع کیږي پر هم هغه ځای پای ته رسیږي، د درواغو مزل لنډ دی .

◀ تر ټولو نژدې تناو د غاړي رګ دی، الله جل جلاله فرمایي :
 
وَ نَحْنُ أَقْرَبُ أِلَيْهِ مِنْ حَبْلِ الْوَرِیْد . (الایة)
ژباړه : موږ دغه انسان ته د غاړي تر رګ نژدې یو . حبل ورید هغه د غاړي رګ دی چي زړه ته تللی دی .

◀ تر ټولو قوي ښه او ښایسته تناو، هغه تناو دی چي څوک د الله جل جلاله سره په تړلی وي، د هغه تناو په واسطه یې د الله جل جلاله سره تعلق پیدا کړی وي، الله جل جلاله فرمایي :  

وَاعْتَصِمُوا بِحَبْلِ اللَّهِ جَمِيعًا وَلَا تَفَرَّقُوا ۚ (الایة)
یعني: او تاسي ټوله د الله جل جلاله په کتاب او د رسول الله صلی الله علیه وسلم په لارښوونو پوري لاس ونیسئ، او داسي کار مه کوئ چي ستاسي د تفرقې یا جلا والي سبب وګرځي .

الهي موږ او ټول مسلمانان د هغو کسانو څخه وګرځوې، چي ستا په حق دین پوري یې لاسونه نیولي وي .امین
 
 
تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته