تازه سرليکونه
د (چاڼ سوي مضامين) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
د یهودو دسیسې او پلانونه
 
  November 11, 2016
  0

 بسم الله الرحمن الرحیم

مسلسله لړۍ

د اسلامي نړۍ نن سبا د مشهور او ګټور کتاب څخه

 
د دین څخه د بېزارئ (سیکولیرزم) فکر خپرېدل

دا فکر د یهودیانو له خوا پیداشو چي په اروپا کي یې د کلیسا اغیزه ختمه کړه اوماسونیت موقع غنیمت وګڼله او د فکري حلقو په منځ کي یې د کلیسا اثر هومره راکښته کړ چي د نابودۍ خواته نژدې شوه او د دین څخه دا بېزارۍ مشهور ږغ ( هغه چي د باچا دی هغه به د باچا وي او چي د خدای جلا جلا له دی  هغه به د خدای جلا جلا له وي) یې پورته کړي ترڅو چي د کلیسا اثر یوازی د دیوالو په مینځ کي پاته او ټولني ته وړاندي نه سي.

دې کار ته په ننۍ اصطلاح کي د دین او دولت جلاوالی (سیکولریزم) نوم ورکړل سو چي د فرانسې د انقلاب په دوران کي داسي تعبیر ځني کیدی : آخرنئ باچا د آخرني ملا د کولمو په کړۍ اعدام کړئ.

صلیبیانو دا فکر د کتاب او د هغو زده کړو په واسطه چي د غربي پوهنتونو کي یې لوړي زده کړي کولې خاوري ته را دننه کړ جومات خو په اسلامي نړۍ کي هغه رول نه درلود چي کلیسا په عسایې ټولنه کي درلود ځکه نه یې د خلګو څخه حقوق اخستلای سوای او نه یې د خلګو د ارادې د واک دعوه کولای سوای او نه یې دا حق ترلاسه کړي وو چي ځني شیان حلال او یا ځني حرام کړي او نه یې ملایان هغه سي بد اخلاقه او بد کاره سوی وو لکه د کلیسا راهبانو چي ور سره مخ وو.

او نه جومات په سیاست کي خامخا رول لوبولي دی لکه څنګه چي کلیسا په ټولنه کي لوبولي دی چي د خلګو د زړونو او ضمیرونو د حالاتو د معلومولو لپاره یې لا هم د پلټني او څارني هیتونه جوړ کړي وو.

بې دینه خلګو ته القاب ورکول او مشهوره کول
 
په ډېر تاسف سره باید ووایو چي د اسلامي نړۍ واکمنه طبقه تل هڅي کوي چي دین د سیایت څخه جلا او تل زیار باسي چي په ټولنه او اجتماع کي داسي څه ووایی او وکړي چي مرتجع او دینداره ورته ونه ویل شي. د غم خبره خولا دا ده چي د دین څخه د بېزارۍ فکر د ژوند اصل، د خبرو متکا او د هر کار اساس وګرځي ، سره له دې چي نومونه به یې اسلامي وي خو په غیر اسلامي کار به هیڅ عار او شرم نه محسوسوي ان تردې چي د دین څخه آزاد خلګ په فکري او اجتماعي برخو کي د استاد، قهرمان، او ستوري لقب وګټي ترڅو د ځوانانو او راتلونکي نسل په وړانديد احترام او منلو وړ مثال وګرځي.

نو ځکه موږ باید پوه سو چي ولي مصطفي کمال اتاترک داسي مشهور شو چي ان تر نن یې ځني خلګ خپل لارښود ګڼي؟!

او ولي (طه حسین) داسي مشهور شو چي په عربي ادب کي یې د داسي استاد لقب وګاټه چي په عربي نړۍ کي دده په شان څوک نسته؟! سره ددې چي هغه یو بې دینه او د دین څخه بېزاره انسان وو چي د یهودي او ماسوني استادانو فکر یې اسلامي نړۍ ته وړاندي کاوه. 

او سره له دې چي دده په وخت کي عربي نړۍ دده څخه ښه تکړه او غوره اديبان لکه مصطفی صادق الرافعي او عباس محمود العقاد او داسي نور یې درلودل او ولي د مصطفی کمال اتاتورک شاګردان په نوره اسلامي نړۍ کي مشهور سول؟ سره له دې چي د دوی خیانتونه څرګند او داسي ښکاره وه چي د مصطفی کمال اتاتورک د خیانت څخه هم زیات وه؟!
         
------------------------------------
ایګل الون د ۱۹۶۹ کال د فروري د میاشتي ۲۲ نېټه د فرانسې د لوموند جریدې سره په یوه مرکه کي وویل که غواړئ چي د آزادۍ او کمونیزم  په لاره کي د عربي نړۍ او د مصر اتاتورک شئ نو باید د اسرائیلو د له منځه وړلو فکر پرېږدئ او د اسرائیلو د حکومت سره د سولي او روغي جوړي تړون لاسلیک کړئ. 

د قومیت د فکر خپرېدل: 

د قومیت په لور بلنه د اسلام په وړاندي ناروا ده رسول اکرم صلی الله علیه وسلم داسي منع ځني کړېده: دعوها فانها منتنه ( دا کار پرېږدئ بوی لري).

خو کله چي د اسلام پر ضد د توطئې پروګرام وو تر څو هغه اسلامي حکومت چي د عقیدې او فکر پر اساس ولاړ وه د منځه یوسي نو په ډیرو پټو ځایو کي او د مځکي څخه لاندي حزبونو (ډلو) هڅه وکړه چي د قومیت (۱) او وطن پرستي نوم بلنده او لوړ کړي.

 په اروپا کي په نولسمه پیړۍ کي داسي تنظیمونه جوړ سول چي د قومیت په لور یې بلنه ورکوله سره له دې چي پخپله اروپایانو د قومیت په اساس خبره زړه ګڼله خو د اسلام پر ضد یې د یوې وسلې په صفت کار ځني واخیستي کله چي غربي صلیبیانو وپتیله چي ترکیه د اسلام څخه لیري او اسلامي خلافت ختم کړي  نو دننه په ترکیه کي د (طوراني قومیت) په نوم او په عربي نړۍ کي د (عربي قومیت) په نوم یې هلي ځلي پیل او د قومیت تر بیرغ لاندي مسلمانانو عسکرو د انګرېز (لارنس) د مشرۍ لاندي د ترکیې د مسلمانانو سره جنګ وکړ.

د د وهمي نریوالي جګړې وروسته چي استعمار چیانو سره دا ویره پيدا سوه چي داسي نه چي اسلامي حکومتونه یو ځل بیا د اسلام په نوم سره راټول نسي نو د انګلستان د بیروني چارو وزیر د اسلامي ټولني پرځاي بلنه ورکړه چي (عربي ټولنه) جوړه سي.

د ۱۹۵۰ په لسیزه کي د (عرب) په نوم بلنه ډېره ګرمه سوه او دا کار ځینو جوړ سوو عربي مشرانو د دې لپاره وکړ چي په عربي نړئ کي په خاص ډول په مصر کي پر اسلام باندي د راټولېدو غورځنګ ډیر ګرم شو تر څو عربان  له اسلام څخه لیري او پر قومیت سره راټول سي.

د آزادئ او خپل سری فکر خپرېدل:

د شک خبره نه ده چي د یهودو (سارتر) او د انډوالي (۱) (سیمون دی بوفورا) فکر ډېر ژر د ارادې د مخي د خپل هیواد څخه ختیځي اسلامي نړئ ته صادر سو. 

په دې خبره رسېدل کوم ژور فکر نه غواړي چي د آزدئ خیال او بې بندو بارئ فکر د دې لپاره منځ ته راغلی چي هغو د اسلامي هیوادونو ته چي مشران یې د صلیبیانو په زړونو کي د اسلام روح مړ او د جنسي غریزو او نورو فسادونو په دریاب کي یې ډوب کړي دي چي په نتیجه کي یې د اسلام او د اسلام د شان او د بدبي د را لوړلو د جهاد څخه مخونه واړوي ځکه هغه زړه چي په جنسي غریزو مشغول او د لهو او لعب اور پکي لمبې وهي هیڅکله ممکن نه دی چي د جهاد ستړیا وو ته تیار سي.

دا اور یوازي ځوان هلکان نه سوزي بلکي ښځو او جنکونه ته یې هم لمبې ریسیدونکي دي. 
 
ان شاءالله نور بیا..................
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
په غرب کي د ښځي پر ځاي د انډوالئ نیول ورځ تر بلي زیاتيږي او غربي قوانین ورته په قانوني ډول اجازه ورکوي (ژباړن)

ماخذ: اسلامي نړۍ نن سبا
مؤلف: دوکتور محمد علي جریشه
ژباړه: مولوي جانباز سرفراز
دا کتاب د ۱۹۷۰-۱۹۸۰ کلنو ترمنځ لیکل سوی دی.
 
د مشر جوړولو لوبه
د انقلابونو لوبه

 

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته