تازه سرليکونه
د (ستاسو ليکني) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
عرب يې باید وګټي (۲ برخه)
 
  May 14, 2013
  0

 ليکوال: علامه ابو الحسن علي الندوي (رحمة الله علیه)


ژباړه: عبد الواحد (ريحان)

٢ برخه

الهي اراده
اوس، ايا موږ دا فکر کوو چي د کائناتو خالق دا دنيا د ساده ، يوې مرموزي، بې شعوره ، ويجاړه ونکې، خرابوونکي، ښيطاني ، ناکراره ، د تشدده ډکه اود خطرناکه تکتيکونو د پاره پيدا کړېده؟  دا د طبيعت ستره هر اړخيزه منظره، د کائناتو دا شانداره جوړړښت، د نندارې وړ ترتيب اوډيزاين، ښکلا اونزاکت، اتحاد اوهدف داسي پيدا سويدي چه فقط يو نسل پر نورو واکمني وکړي هغه هم هغه نسل چه د ادعا په توګه ځانونه د تاريخ په ها خوا د يقيني پيغمبرانو زامن بولي؟

ايا الهي لارښووني پر بشريت مهرباني و کړل، الهي وحي او حقه لار د الله جل جلاله پيغمبرانو علیهم السلام راوړل اوپر هيزګاري د ادم علیه السلام اولاد ددې د پاره پر مخ يو وړل تر څو د خپل قوت نښه پر هغه اصلي خلګو څوک چه ځان يو غوره نسل، د خداي زامن ګڼي او په رګو کي يي د قديمه پيغمبرانو وينه په حرکت کي ده وتپي؟ زه په دې ښه خبر او پوه يم چه دغه ادعا به نه د نړۍ پر مخ تللي مايکريسکوپ باوري کړي نه به علمي تعريف لار ور ته پيدا کړي.

ناوړه انګېرني
اوس، که چيري موږ د يهودو د ادعا سره چه وايي دوی يوازني خلګ دي چه د مرکزي حاکميت بې شانه صلاحيت لري دغه ځيرکي او پوهه د دوي ځانګړې فکري ساحه ده او نور ملتونه د بي ارزښته بوس څخه غوره کيداي نه سي، د هغوي دماغونه تش، د درک قوه خالي، استعداد او سنجش يي صفر دي، بيا نو څوک بايد ددې ادعا په درک کولو کي مشکل  ونه لري (چه دا مقدس خداي ته نږدې خلګ) د مځکي پر نورو قومونو او ملتونو قانون و چلوي. يهود هغه ادعا په ثبوت رسوي چه غيري يهودان د پسو رمه ده همدا رمه بايد د ليوانو په څارنه باور و لري. په اخير کي به دا د يهودو ارثي حق سي چي د سياسي قدرت ګيم پر غيري يهودانو پياده کړي.

همداسي موږ بايد دا و ګڼو چه بشري طبيعت په بنسټيزه توګه ناوړه او د ستايني وړ نه دي اود انسان بد شعور د هغه تر ښېګڼي بالا دي، نو د انسان تحفه بايد د ابادۍ او نظم پر ځاي ويجاړتوب او بي نظمي و نيسي. انساني طبيعت په ګمان او شکونو کي ايسار دي دهغه ارمان پر هر څه د شکوکو داغ ايږدي او د خپل ماضي او راتلونکي سره د ناخوښي اړيکي لري، د ابد د پاره د بې فکري، کرکي، ياغي توب او غچ په اور کي سوځي. د انسان زړه د هر هغه څه په وړاندي چه تر لمرلاندي موجود دي د بدګمان، بې شعورۍ او د ښمنۍ ډګر دي. انسان چمتو دي چه پر هر څه د نيمګړتيا شک پيدا کړي او د خپل نسل ښادي په رڼا او تارکۍ کي واخلي، خپله د کمزورۍ يو پيچلي بار سو اماده نه دي چي نورو برابريو ته تسليم سي.

 د شرافت، ښېګڼي او ايثار ټولو ارزښتونو ته بې مسئوليته دي، بله وظيفه نه لري بېله دې چه خپله غيري روحي هيله ترسره نه کړي، د ژوند بل مسير نه لري بېله بي تهذيبه ماده پرستې څخه. انسان يو بيرحمه ځناور دي چه کله ملامت سي د يو ډارن په حيث د کرکي وړ دي. دخپل هدف په لاس ته راوړلو کي هيڅ شي بد نه ګڼي: چم، بې عدالتي، ظلم، دوه مخي يا يو بل تر اخلاقي کمزورۍ ټيټ حرکت تر څو دى د خپل هدف اخير ته ځان رسوي.

 دا بايد په پام کي و نيول سي چه د انسان د اعمالو اصلي تکيه اود بشري تاريخ دحرکت قوه، تمدن او کلتور په لنډو کي د انسان عمومي غوښتنه بل هيڅ نه سي کيداي بيله جاسوسۍ، ټګۍ، چل او دوکه بازۍ څخه همداسي د سياسي برياليتوب اصلي حقيقت پر وعده و فا نه کول دي. اجتماعي کلتور او د بشر د اقتصاد پر مختګ په دې اړه لري چه د کورني ماحول سرحدونه مات کړل سي، د اخلاقي سرحد د حدودو څخه پښه واړول سي، فساد او ياغي کيدنه راو پارول سي او د شهرت په لاس ته راوړلو کي د بې عدالتۍ او شهرت پرستې څخه کار واخيستل سي.

ددې انګېزو اصلي هدف دادي چه د عامل پټ لاس يو پياوړې اله ده چه په موجوده تر تيب کي تغيرات راوستلاي سي ځکه نو انسان پر دې جرآت تکيه کړې چه چم، ټګي، بې ايماني او بې لوزي و کړي. سره له دې کرکه هغه څه ده چه بايد په انسان کي راوستل سي، غرور  او تکبر هغه کيفيت دي چه خداي جل جلاله انسان ته ورکړي او د بر ياليتوب د سر تاج دي.

( قران کريم په غيري مستقيم ډول يهودو ته اشاره کوي: ( هغه ستا غوسه په لاس راوړي) که رشتيا هم ددوي اخلاق او کړه وړه د عمر په اوږدو کي مطالعه سي او هغه اوصول چه د دوی له خوا د نړۍ په تاريخ کي پر مخ وړل سوي ملاحظه کړل سي نو د يهودو ملي تاريخ به پر دې حقيقي نزول شاهدي ووايي ).

تر دې راوروسته راځۍ دا فکر هم وکړو چه د بشر د کرکي وړ څپره ددې پر ځاي چه صلحه، دوستي، ورورګلوي او خواخوږي و لري هر وخت د يوې جګړې څخه بلي ته ور دانګلي دي، د يوې تکان ورکونکي پيښي څخه بلي ته خو ځيدلې او د يوې خوارۍ څخه بلي ته متوجه سوېده. په نتيجه کي د هغې تقدير د يو ګودړي په څير د نفرت او غوسې، غضب اوکينې، خود خواهۍ او بخيلۍ په طوفان کي لاهو سويدى. داسي هم بايد و گڼو چي نبوت او الهي وحي يو خيالي افسانې دي، ايمان او د حقيقت پلټنه بې معنى ده، ضمير او اخلاقي فکر وجود نه لري، الهي قانون نه شتون لري او نه د انسان د پاره ضروري ګڼل کیږي سي. دلته يو حقيقت وجود لري هغه د يهودود نسل  غوره والۍ، د ويني سپېڅلتوب، شرافت، لرغوني عنعنات، د نورو څخه نفرت ، په جدي او کبر جنه توګه د تير برم د لاس ته راوړلو هيله او د خپلو نيکه ګانو شتمنۍ ته په شخړه او کوږ والي ځان رسول دي.

 اوس نو که چيري موږ اماده يو چي دا ټوله بې منطقه او بې د ليله انګېرني و منو بيا خو بيله شکه يهود ددې حق لري (چي انسانيت هغه ترتيب ته رهبري کړي چي په طبيعت ياخوي تعريف کېداي سي يعني تسليم کېدنه) موږ ددې هر څه څخه دا سي نتيجه هم رااخيستلاي سو چي د اوسنيو چارو حالت چي د نړيوال صيهونيزم په دوسيه منځ ته راغلى به دوام مومي. د دوی د تګلاري په سر کي د همسايه ممالکو خاوره نيول دي. سره د هر ممانعته به دوی دا تګلاره پر مخ وړي او دا  ڼاوړه توطئه چي د يهود په شيطاني فکر پر مخ ځي د خپل پلان مطابق به پرمخ عملي کيږي. داد يهودو هغه څيره ده کم چي د يهودو د زاړه وصيت څخه سرچينه اخلي، تلمود ، پروتوکولونه، د يهودي مشرانو خبري، د دوی د ناستو جريانات او پر دې هرڅه سر بيره هغه اعمال چي د صيهون د مشرانو څخه د ١٩٦٧ کال د جون د جنګ وروسته معلوم سويدي.
 
تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته