تازه سرليکونه
د (ستاسو ليکني) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
اې مسلماني خوري!
  تعليم الاسلام ويب پاڼه
  July 13, 2020
  0

ژباړه: ډاکتره راضیه (مفیضه)

 

 

اې مسلماني خورې!

اې درنې خورې!

اې قیمتي خورې!

اې قدردانې خورې!

اې پښتنې خورې!

اې محترمې خورې!

 

دا چې ته یوه درنه، پښتنه، محترمه،  قیمتي، قدرمنه، او هوښياره مؤمنه يې، په ورځ د قيامت کي به الله تعالی درسره حساب او کتاب کوي. نو مخکي له دې څخه چي په ورځ د قيامت کي حساب او کتاب درسره کيږي ته خپله د خپل ځان سره حساب وکړه او د خپل ځان څخه دا پوښتني وکړه:

            ولي د خپل ځان، خپل دين او خپل عزت په اړه بې احتیاطي کوې؟

            ولې رسنیو ته زنګونه وهې؟

            ولې په رسنیو کې کار کوې؟

            ولې په بازارونو کې ګرځې؟

            ولې بې حجابي کوې؟

            ولې خپل انځورونه نشروې؟

            ولې په موبایلونو کې د نامحرمو سره خبري کوې؟

            ولي ناروا اړيکي ساتي؟

 

اې خورې!

دا په یاد ولره چې ته هم راتلوونکى لرې ځان وساته ځانته پاملرنه وکړه په دې کارونو سره تاته ډیر لوی زیان رسیږي په دې سره ستا حیثیت کمیږي، قدر دې کمیږي، عزت دې له منځه ځي.

 

اې خورې!

یو ځل چې بې عزته سوې بیا به په سرو سترکو ژاړې خو وخت به تیر وي تیر وخت بيا په لاس نه راځي د وخت نه مخکې احتیاط وکړه ځان وساته همدا ته یې چې سمه لار به ټاکې او نوري خويندي به هم دې سمي لاري ته را بولې.

 

اې خورې!

رسنیو ته زنګ مه وهه ځکه ستا ږغ په رسنیو کې خپریږي او د فحاشۍ او د فتنو لامل کیږي او بل دا چي ستا ږغ عورت دی.

پوره په احتیاط سره ژوند وکړه ستا لږ بې احتیاطي ستا ژوند له ګواښ سره مخ کولاى سي .

بازار ته هيڅ مه ځه او د بازار د تلو څخه ډډه وکړه ځکه ستا دپاره ستا مهربانه رب همداسي امر کړی چي ته په خپل کور پاته سه، خپل عزت په کور کې خوندي وساته، بازار د فتنو ځاي دي بازار پريږده په کور کي پاته سه چي جنت وګټې، جنت د نعمتونو ډک دی.

 

اې خورې!

حجاب د الله تعالی له طرفه امر دي، په حجاب سره ښځه ښایسته ښکاري نو تل په حجاب کې ګرځه حجاب د ځان لپاره څادر وګرځوه بې ححابه مه ګرځه حجاب د ځان لپاره ژوند وګرځوه خپل تصویران مه خپروه، یوه وړه تیروتنه ستا ژوند د رسوایۍ سره مخ کولى سي ښه پوهیږې چې د فتنو زمانه ده فحاشي مخ په وړاندې راونه ده نو ولې خپل انځورونه نشروې باید د دې کار نه پرهیز وکړې.

په موبایلونو او د ټولنیزو رسنیو له لارې د نامحرمو سره خبرې کول، ناروا اړيکي پالل دا ټول چټي او بې ځایه کارونه دي هسې د وخت ضایع کوونکي دي.

 

خورې!

دا کارونه ستا د دين او اسلام مخالف دي په دې ډول واده کول دا ستا د دښمن شيطان دامونه دي چي نتيجه يې بيله ذلته او بې عزتي څخه بل څه نسته. دې سره ستا ژوند هم په خطر کې لويږي، او په اخرت کي هم د سختو عذابو مستحقه ګرځې؛ نو له دې کارونو ډډه وکړه.

 

خورې ته باید دا کلمه تل په ذهن کې په یاد ولرې چې ځان وساته ځان! ځان محفوظ کړه! په ټوله مانا ګام په ګام فکر وکړه د راتلوونکي فکر وکړه. د هغه الله په اړه فکر وکړه چې ته یې پیدا کړې یې تاته یې ژوند درکړی دى باید ژوند د الله تعالی او د رسول صلی الله علیه وسلم د طریقو مطابق تیر کړې د اسلامي شرائطو خلاف کار مه کوه .

دا زما عاجزې خور ټولو خویندو ته یو پیغام دى!

په رېښتيا چې زه نن سبا حالت ګورم ډیره خفه او خواشینې سم! الله تعالی دي زموږ خویندو څخه د اسلام د خدمت کار واخلي

ټولو څخه مې په ډیر درنښت هیله ده چې هميشه خير ته بلونکي وأوسي، د الله تعالی بنده ګي وکړي تر څو الله تعالی هم په دنيا کي نعمتونه درکړي او په اخرت کي جنتونه درکړي.

 

په درنښت

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته