تازه سرليکونه
د (چاڼ سوي مضامين) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
د پلار مهرباني
  تعلیم الاسلام ویب پانه
  February 13, 2024
  0

لیکنه: حبیب الله قلم مل/ تعلیم الاسلام ویب پانه


د پلار مهرباني


پرون چیري زه او مولوي عبدالغفار جبیر د یو سپین ږیري حاجي صاحب میلمانه وو، ډیر مهربانه مدبر او مینه ناک انسان وو د خبرو په جریان کي د ژوند او مرګ خبره راغله نو دې حاجي صاحب وویل چي زما همېشه و الله جل جلاله ته دا خواست وي چي ماته مرګ په روژه کي د جمعې په ورځ راکړي؛ خو بیا چي فکر وکړم چي اه دا د هلکانو یعني زامنو  اختر به څنګه سي د هغوی اختر به د غم اختر وي. زه  فکر یوړم چي د پلار مهرباني او د اولاد بې پروایي شاید د هغوي به اختر ته دده مرګ هیر وي؛ خو دی د هغوي د خفګان په خاطر دا خواست لا په خلاصه خوله نه سي کولای؛ نو ځکه الله جل جلاله په قران کریم کي فرمایي چي تاسو ددوي په مخ کي د اف کلیمه هم مه وایاست. اې اولاد پلار ستا د خفګان له وجي د ښې ورځ مرګ لا د ځان لپاره نه خوښوي؛ نو ته هم همداسي وکړه چي دده د ښه خوشحاله ساتلو لپاره یو څه پر ځان زحمت تېر کړه او د پلار مثبت سوال ته مثبت ځواب وایه.

 

www.taleemulislam.net

 

 

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته