تازه سرليکونه
د عربي ژبي دخیل کلمات تحریفول
  تعلیم الاسلام
  May 18, 2015
  0

 

 
 
لیکنه: عبدالله نعمان " ابدالي"
 
دا منو، چي په نړۍ کي يوه ژبه هم د کلماتو او اصطلاحاتو له لحاظه پر ځان بسيا نه ده. هره ژبه له بلي ژبي، که ورته په ريښه يي لحاظ ليري يا نږدې هم وي کلمات او اصطلاحات په عاريت اخلي. د انساني ژوند په بېلابېلو پوړيو کي د ژبو تر منځ اړيکي د دوی د بېلابېلو کلماتو د راکړي ورکړي په سبب غښتلي سوي دي. موږ ډېري داسي ژبي پېژنو، چي اوس هيڅ ويونکي او ليکونکي نه لري؛ خو له کلتوري، جغرافيايي او نورو اړخونو څخه ورته په نږدې ژبو کي يې د کلماتو او اصطلاحاتو پاتي شوني په مستعمل ډول په مخه راځي. 
 
په يوه ژبه کي د بلي ژبي د کلماتو او اصطلاحاتو استعمال کېدای سي بېلابېل علتونه ولري. د يوې ژبي تسلط پر بلي ژبي باندي د مسلطي ژبي د ويونکو د سياسي، اجتماعي، مذهبي، فرهنګي، اقتصادي او نورو لوړتياوو له سببه دئ. يوه ژبه هغه وخت خپل اصطلاحات او کلمات په بله ژبه کي دننه کوي، چي د لوړي ژبي ويونکي په ذکر سوو ډګرونو کي د هغي ژبي تر ويونکو وړاندي وي، چي کلمات او اصطلاحات ئې په عاريت اخيستي وي. 
 
په يوه ژبه کي د نورو ژبو د کلماتو او اصطلاحاتو د دخول  او يا د نوموړي ژبي په خپلو لغاتونو کي تغيير د وخت د حالاتو او حوادثو د طوفانونو له سببه ګڼلای سو. ډېري ژبي چي پخوا خورا سوچه او رواني وې، د بېلابېلو ګړنګونو او پېچومو تر وهلو وروسته ئې بڼه اوښتې ده؛ يا ئې خپل سوچه کلمات له لاسه ورکړي دي او يا ئې هم د پرديو ژبو څخه کلمات او اصطلاحات په ډېره تېزۍ سره په خپله غېږه را ګډ کړي دي.
 
په يوه ژبه کي د لغاتونو او اصطلاحاتو جذب بېلابېل عوامل لري. دا عوامل داستعمار، مذهبي، سياسي او فرهنګي تفوق او همداراز په نننۍ نړۍ کي اقتصادي او ټولنيز پرمختګونه ګڼل کيږي.
 
پښتو چي د تاريخ په غېږه کي يې خورا  اوږده لاره وهلې او له اوله څخه يې خپل اصلي عظمت او برم ساتلی دی، د خپلو اصيلو بچيانو زيار او زحمت يې ګڼلای سو. د دې ژبي ويونکو په پراخ ډول هڅه کړې، چي د خپل ملي هويت د ساتني په موخه، خپله ژبه او فرهنګ ژوندي وساتي. که موږ  د دې ژبي لرغونو آثارو او متونو ته مراجعه وکړو، په دې به پوه سو، چي پښتو ژبه د لغاتونو او اصطلاحاتو خورا بډايه پانګه لري. په هغه لومړي سر کي لا دې ژبي پر خپل ځان اتکاء لرله او د خپلو ويونکو لپاره يې په هره برخه کي له مفاهیمو څخه ډک کلمات او اصطلاحات خوندي کړي وو.  
 
د وخت په تېرېدا سره پښتو ژبي ډېرو پرديو لغاتونو او اصطلاحاتو ته په خپله غېږه کي ځای ورکړی دی. د پرديو کلماتو قبلونه تر داسي بريده پوري پراخه سوه، چي په اوس عصر کي پښتو يوه داسي ژبه بلل کېږي، چي د ورځنيو استعمالېدونکو کلماتو او اصطلاحاتو خورا لويه برخه يې د عربي، فارسي، دري، انګليسي او نورو ژبو لغاتونه تشکيلوي؛ چي شايد د ذکر سوو علتونو څخه يو علت موجود سوی وي. د فارسي ژبي لغاتونه او اصطلاحات خو د فارسيانو د واکمنۍ څخه په کښي رائج سوي دي؛ چي له منځه وړل يا يې بديل موندل خورا ډېر کار او زيار ته اړتيا لري. د عربي ژبي د لغاتونو او اصطلاحاتو د دخول سبب يې دې سيمي ته د اسلام راتګ ګڼلای سو. 
 
انګليسي هم له هغو نړيوالو ژبو څخه ده، چي نه يوازي پر پښتو بلکي، د نړۍ پر ډېرو ژبو يې ژور اغېز کړی دئ؛ دا اغېز په ډېرو ژبو کي څرګند دی او ويونکي يې په استعمال کي د پرديوالي هيڅ احساس هم نه کوي. د دې اغېز سبب په انګليسي ژبه کي په پراخه کچه د نويو پديدو په اړه علمي، ټيکنالوژيکي، ادبي، سياسي، اقتصادي او ټولنيزي موندني، تخليقات او څېړني دي؛ چي دا ژبه يې خورا بډايه کړې ده او د نړيوالتوب تر بريده يې رسولې ده. د انګليسي ژبي نړيوالتوب د هري ژبي ويونکي اړ کړي دي، چي د خپلي مورنۍ ژبي پرته په انګليسي ژبه اړين مفاهيم د ډېرو نورو ژبو له ويونکو سره تبادله کړي. په پښتو ژبه کي د انګليسي ژبي ځيني هغه لغاتونه چي دې ژبي ته ورننوتلي، په عام ډول په وينا او ليکنه کي بېله کومي ستونزي په هغه خپل اصلي ډول استعماليږي، چي دلته د يادو لغاتونو څو بېلګي راوړو: 
 
کمپيوټر، موټر، موټرسايکل، بايسکل، پينسيل، جيک، ګلاس، پلازا، ورکشاپ، سينټر، هوټل، رسټورانټ، روډ، ډاکټر، اينجينېر، موبايل، بېټرۍ، پارک، شاور  او نور.
 
د دې ډول لغاتونو بېلګي په پښتو ژبه کي زيات دي. په پښتو ژبه کي د پرديو لغاتونو د استعمال اصلي لامل د دې ژبي لپاره د يوې ځانګړي، مسلکي او اکاډيميکي ټولني نشتوالی دی؛ چي د نورو ژبو د ويونکو له خوا د نويو توليدېدونکو او رامنځته کېدونکو وسايلو او آلاتو لپاره په پښتو ژبه مناسب نومونه وټاکي.
 
په ځينو ژبو کي د لغاتونو او اصطلاحاتو دا راکړه ورکړه تر دې اندازې پوري عامه او مروجه سوې ده، چي په ورځني استعمال کي يې پر پرديو لغاتونو هيڅ د پرديوالي حکم نه کيږي او ويونکو يې د اوږدې زمانې څخه په استعمال سره بيخي خپل ګڼلي دي. لکه په پښتو ژبه کي د لغاتونو او اصطلاحاتو ډېري داسي نمونې سته، چي اصلاً له بلي ژبي څخه دي، خو اوس يې استعمال دومره مروج سوی دی، چي بېله ژبپوهو او علمي کسانو څخه يې څوک د پرديوالي احساس هم نه کوي؛ لکه: کارخانه، آب ګرمی، سيب، درخته، سايه، ګلاس، ساعت، جيک، کامياب...
 
که د سوچه کلماتو دا ورکېدنه او له پرديو ژبو څخه عاريت همداسي ادامه پيدا کړي، د وخت په تېرېدو سره د يوې ژبي ډېر لغاتونه له استعماله لوېږي او ډېر نور يې له پرديو څخه جذبيږي. پخواني يا متروک لغاتونه يوازي تر پخوانيو متونو او آثارو پوري محدود دي او د نوي عصر ډېر آثار ئې د پرديو ژبو له کلماتو او اصطلاحاتو ډک دي. دا په داسي حال کي ده، چي دې ژبي يو وخت د اوسنيو مستعارو کلماتو پر ځای خپل  اصلي لغاتونه لرل. 
 
د دې موضوع د ليکني اصلي موخه په پښتو ژبه کي د نورو ژبو د لغاتو بېځايه استعمال او همداراز د عربي ژبي د کلماتو او تورو د بېځايه اوړون او له دې اوړون څخه د ځان ژغورني په اړه لنډه اشاره ده.
 موږ په پښتو ژبه کي د نورو ژبو په ځانګړي ډول د عربي ژبي خورا ډېر لغاتونه او اصطلاحات لرو، چي متاسفانه اوس يې د پښتو مينان اصلي بڼه بدلوي او داسي يې ليکي، څرنګه چي يې تلفظ کوي. عجيبه دا ده، چي دوی يوازي له عربي ژبي سره ستونزه لري او پښتو ته د نورو ژبو د راغلو کلماتو د وينګ او ليکني سره هيڅ راز حساسيت نه لري. په لاندي ډول د عربي ژبي څو هغه لغاتونه راوړو، چي اوس يې خلګ په ليکنه کي بڼه اړوي:
 
 
اصلي بڼه              اوښتې بڼه
صحيح                 سهي
معلوم مالوم
معنی مانا

معنوي مانيز
مسافر مساپر
نعمت نيامت
قافيه کافيه
ارواح اروا
توجه توجو
طمع تمه
 
د دې لغاتونو بېلګي ښه ډېري دي؛ چي  دلته يې يو څو د ښه وضاحت په موخه وړاندي سوې.
 
همداراز ويلای سو، چي د عربي، فارسي او نورو ژبو هغه لغاتونه او اصطلاحات، چي په سوچه پښتو کي يې له پخوا څخه بدیل ولرو بايد هغه په خپلو لیکنو او ویناوو کي وکاروو. که يې بديل و نه لرو نو بيا خو په کار ده، چي د عاريت د اصولو په نظر کي نیولو سره د هغه څخه استفاده وکړو او شکل يې بدل نه کړو؛ لکه د عربي ژبي د معلوم لفظ، چي موږ په پښتو کي ورته د څرګند بديل لرو؛ خو دا، چي په پښتو ژبه کي د عين حرف نسته او په معلوم کي د عين حرف دی نو ځيني يې د مالوم په بڼه کاروي.
 
 دلته دوې خلاوي موجوديږي: يوه دا چي موږ  ورته خپله بديله کلمه څرګند لرو؛ هغه بايد وکاروو. بله دا چي که يې کاروو نو ښه خو داده، چي په خپل اصلي شکل يې وکاروو. همداسي معنی په مانا و نه ليکو.
 
ماخذ: تعلیم الاسلام مجله، ۱۴ ګڼه
 

 

سرته