تازه سرليکونه
د (چاڼ سوي مضامين) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
وجدان څنګه وژل کېږي؟
  تعلیم الاسلام
  September 30, 2017
  0
رالېږونکی: داد محمد ناوک 2015-08-18
 
په ګوګل کې مې د خپلواکۍ د ورځې په پلمه څه شی پلټل، بس لکه عبرت چې راکول کېده د خپلواکۍ په پرتله د غلامۍ څو تصویرونه مې مخې ته راغلل، سپین ږېری افغان امریکایانو پړمخې کړی په ملا يې ورناست دي او لاسونه يې تر شا ورتړي، د ښځې چادرې يې ورپورته کړې وړه نجلۍ ورسره وازې سترګې امریکایانو ته ګوري خو دوی دا مېرمن پلټي، د خونې په منځ کې زړې مېرمنې امريکايي ته لاسونه د زاريو په څېر نیولي او هغوی په خونه کې له بوټو سره نشه ولاړ دي، وړې نجلۍ ته د ټوپک شپېلۍ نيول شوې هغې له ډاره په وړو لاسونو سترګې پټې کړې دي، په ماوس مې ټک وکړ لاندې لاړم، بربنډ انسانان دي نجونې پرې راټولې دي ورته خاندي، نیم بربنډ انسان دی سپي پرې ور پېښودل شوي دي.....
 
دا تصویرونه مې څو کاله وړاندې هم لیدلي و، په هر ځل ليدلو به مې يې ژړل، سږ نه ژړا راغله او نه ډېر ورته تم شوم، یو سوړ اسويلی مې ویوست، خپل دې بدلون وډار کړم، ځانته په سوچ کې شوم، ولې مې دې تصویرونو ته ونه ژړل؟ ولې مې څوکاله وړاندې وړرته ژړل؟ ولې مې اوس خواخوږي ورسره کمه شوه؟...
 
دې ته ورته لسګونه پوښتنې رامخې ته شوې، دې پوښتنو او پورته ګوګل پلټنې دا لیکنه راباندې ولیکله.
 
استاد یاسر رحمه الله په يوه تقریر کې فرمايي وايي د خپلواکۍ او غلامۍ تر منځ همدومره توپیر دی، چې وجدان مړ کړه بېغمه يې خوره! زه پر همدې وډار شوم، چې که مې وجدان مړ شوی نه دی، نو د پخوا په څېر ژوندی هم نه دی، ولې؟ زما په نظر وجدان د انسان په فطرت کې د قضاوت هغه قوت دی چې د ښو او بدو معیار يې پر الهی تله برابر دي، مقصد دادی چې د یو کافر وجدان هم پر دې باوری دی چې به غلطه روان دی، خو  د وجدان غږ پکې خپ کړل شوی دی، وجدان د هماغې بالقوه مومنتوب نوم دی، چې انسان يې له ځانه سره دې نړۍ ته راوړي، دا زموږ باور دی چې هر انسان په فطري ایمان مؤمن پیدا کېږي، خو په کسبي ایمان کې بیا څوک پر همدې فطرت باقي پاتې کېږي ځینې يې ان پر ضد درېږي.
 
همدا فطري ایمان چې مکمل پاک ایمان دی او د انسان له پیدایښت سره جوخت پکې په بالقوه توګه رانغاړل شوی وي هغه وجدان دی چې په غلطو کارونو سړي ته پښېمانتیا او خپګان ورمخکې کوي خو په نېکو کارونو بیا یو ډول افرينی احساسوي، که يې پر بل ډول ووایو د انسان په وجود کې د نېکۍ په وخت کې د خوښۍ احساس د همدې قوې «وجدان» عمل دی، او د بدۍ په وخت یا وروسته کې يې پښېمانتیا یا حداقل یو ډول ګنګستیا او خپګان هم د دې خپه کړل شوې قوې وروستۍ کرېږې دي.
 
خو وجدان څنګه وژل کېږي؟
 
وجدان په مکمل ډول په هیڅ انسان کې هم له منځه نه ځي، د دې مانا داده چې هغه کافران چې په کفر کې څلوېښت کاله ژوند کړی دی، د دې وړتیا لري چې بېرته اسلام ته رجوع کړي او د دې رجوع او په ده کې د اسلام د مینې د پيدايښت، د اسلامي احکامو پر وړاندې د سرټيټۍ اصلي جرړه به همدا د ده په زړه کې هماغه د فطري ایمان پاتې څه ټوټې وي، پر دې سربېره په مطلق ډول هر ګنهکار  د ګناه په جریان یا هم وروسته کې دا انګېري چې ښه کار يې نه دی کړی او همدا د ښه او بد د قضاوت یا حد اقل په دې اړه د فکر انګېزه له همدې وجدانه جرړه اخیستې ده.
 
همدا وجدان یا هم د انسان په د ننه کې د ښه او بد د قضاوت قوه، د خپل ښه او بد لپاره ټاکلي معیارونه لري، مثلاً زما د وجدان پر وړاندې هغه تصویرونه چې یو امریکايی د یوې مسلمانې محجوبې مېرمنې په تخرګو کې لاسونه ور وهي یو ډېر بد کار و، چې زه يې پر وړاندې د مخنیوي، کرکې څرګندولو، مقابلې کولو یا هم حد اقل په ژړا کولو مامور کېدلم، د خپل وجدان پر وړاندې دا ګستاخي همداسې بې عکس العمله پاتې کېدل زما وجدان نه منله، خو چې دا پېښې ډېرې شوې، تکرارې شوې، ورو - ورو زما غبرګون هم بدلون وموند، زما په وجود کې د قضاوت تله هم راسره بدله شوه، دا باید یاده کړم چې دا تله په ټول ژوند کې له منځه نه ځی، خو کېدای شي کمزورې شي، ګردجنه شي زنګنه شي، او زما د قضاوت دغه قوه ځکه نور د داسې پېښو پر وړاندې چوپه پاتې شوه، چې د یو قاضي په توګه يې  انګېرله چې زما تر امر لاندې « زما وجود» هیڅکله زما له امره سر نه غړوي خو دا چې اوس يې پر وړاندې دا ډول کړنې ترسره کېږي او د یو وجدان امر دادی چې د دې پېښو مخه ونیسي کنه نو حد اقل خو باید پرې خپګان ښکاره کړي، خودا چې زما د حاکمیت ساحه « زما وجود» د دې پېښو پر وړاندې زما پر موجودیت سربېره غلی دی، ښايي د باندينۍ نړۍ د ښه او بد معیار توپیر کړی وي، کنه په فطري ډول یو انسان د بدو پر وړاندې چوپ نه پاتې کېږي.
 
بل مې دا زده کړل چې د انسان پر وړاندې د ارزښتونو یو ځانګړی فهرست موجود وي، مثلاً وړاندې قران کریم ته تر دې اندازې پر عظمت قایل و، چې د هیڅ ډول بې عزتۍ فکر مو يې لا نه شوای کولی، که به مو د تاریخ په کوم کتاب کې ولوستل چې چېرته د دین دښمنانو په یو وخت کې دغه الهی کتاب صرف په لغته وهلی و، نو لسګونه کاله وروسته به مو د یو لوستونکي په توګه هم وينه په جوش کې راغله، مګر اوس پخپل هېواد کې په ګڼو زندانونو کې د قرآنکریم له ګڼو سپکاویو خبر شوو، ويډیوګانې مو يې ولیدي او موږ صرف پر زنده باد مرده باد بسنه وکړه، د دې علت دا وو چې د ارزښتونو په فهرست کې د دې ستر ارزښت پر وړاندې د وجدان چوپتیا د دې عمل له تکراره را پیدا شوه په دې توګه ان ننني انسان پخپل منل شويو نقلي ارزښتونو کې هم د بدلون یا نوي نظر هڅه وکړه.
 
د وجدان غږ که واورېدل شي، ښايي نړۍ داسې ګډوډه ونه وینو، زه ډېر وایم چې د ځمکې په کره کې جنجالونه ځکه ډېر دي چې نه سره پېژنو، که سره وپېژنو او د پېژندنې معیار مو هم کره او له کره سرچينې وي، نو پخپله به معلومه شي چې په ځمکه کې الهي خلیفه څوک دی او څوک يې باید پر وړاندې سرونه ځوړند کړي.
 
تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته