تازه سرليکونه
د (چاڼ سوي مضامين) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
د بریا درې رازونه
  تعلیم الاسلام مجله(۲۷ګڼه)
  April 10, 2021
  0

د بریا درې رازونه 

 لیکنه : نعمت الله سلیمي /تعلیم الاسلام ویب پاڼه 

 

په حقیقت کي داسي کوم راز نسته چي په یوه شپه/ ورځ کي مو بریالي کړي، بلکي داسي لاري خامخا شتون لري، چي په مټ یې کولای سو د بریا سفر ساده یا هم ډېر لنډ کړو. نو په لاندني دریو رازونو په عملي کولو سره کولای سو په ډېر کم وخت کي بریالي سو.
 
1. ځان درک کول او پرځان باور: 
 
په ځان مهمه پانګونه کول ځان پیږندل دي، باوري یم که ځان درک کړی نو همدا تاسو سره په ځان اعتماد کولو کي مرسته کوي، که په خپل استعداد او ځان باور ولرو نو دا خپله د ستر هدف په ټاکولو او خپلولو کي راسره مرسته کوي.
 
2. د بریا کیلي مو خپل لاس کي ده: 
 
دا خبره بیخي اړینه ده، چي په پوه سی، چي د بریا کیلی خپله تاسو یاست. که بهترین استعداد ولری او له زړه له اخلاصه پدې باور ولری چي حتماً خپل استعداد تعقیبوم نو سر له  اوسه مو په استعداد کار شروع کړی. که چیري هدف لری نو همدا اوس لاس په کار سی. بل چاته په طمع کولو سره به هیڅکله هدف خپل نه کړی.
 
3. د  مسلک بریالي خلګ مو تعقیب کړی:
 
که مو داسي څوک ونه موندل چي حمایت مو وکړي، نو د خپل مسلک بریالي شخصیتونو په تعقیبولو سره ځان ته بهترین څه ورکوئ. کله چي مو د هم مسلکو بریالي خلګو څخه زدکړه وکړه، همدا خپله دا فهم درکوي راتلونکي کي باید څه ډول شخصیتونه جوړ سئ.
 
ماخذ : تعلیم الاسلام مجله (۲۷:ګڼه)
 
www.taleemulislam.net
تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته