تازه سرليکونه
د (فتوا حلال او حرام) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
فتوا: خپل بدشکله زوی په روغتون کي پرېښول
 
  November 6, 2013
  0

 تعليم الاسلام دارالافتاء


د صادرې شميره : (۱۰۴۹)

نوم: عبدالهادي

د اوسېدو ځاى: (هیمس کیرک، هالند)

سوال : ښځي ماشوم وزیږوی چي ډير معیوب وو د عملیاتو په زریعه پیدا سو د وخت ډاکټر راته وویل چي دا ماشوم د جوړیدلو امکان نسته ځکه سر ئې ډېر غټ او شونډي ئې پرې وي، زما ښځه ډیره مریضه و، نوموړي روحي تکلیف درلود، چي هر کله به د میرګي حملې ورباندي راتلې، بیا هم د وخت ډاکټرانو او د کورنۍ غړو مشوره رانه کړه چي دا ماشوم چي ډېر بدرنګه و، و خپلي مور ته وښیم، پس له دوو ورځو مي ماشوم بل روغتون د ډاکټر په مشوره یوړ چي د هغه ځای ډاکټر که کوم کومک راسره وکړي یا دا ماشوم راڅخه واخلي، ځکه زه ډېر واخطا وم مالي وضیعت مي ډير بد و د ماښام  د ډوډۍ قدرت مي نه درلود، په دې حالت کي ما پوښتنه وکړل چي څه وکړم د بل روغتون ډاکټرانو هم جواب راکړ نو ما دا ماشوم پر یو کټ پریښود او زه ورڅخه ولاړم او سترګي مي ور پټي کړې، چي تر نن پوري د دې عمل چي کړی مي دی ذهني ناکراره یم، اوس زما د دې عمل د جبران له پاره څه کول په کار دی؟

 جواب : 

حامداً و مصلياً

تاسو لویه ګناه کړیده،  په رښتني ډول الله جل جلاله ته رجوع وکړئ توبه وکاږئ د الله جل جلاله څخه د بخښني غوښتنه کوئ، مسلمان باید د ګناه څخه ځان وژغوري بیا هم که هر څومره لویه ګناه ځني وسي د الله جل جلاله د رحمت څخه به نه نا امیده کیږي.

ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
(١): وَيَغْفِرُ مَا دُونَ ذَلِكَ لِمَنْ يَشَاءُ. الایة. سورة النساء ایت۴۸.
(۲): لَا تَقْنَطُوا مِنْ رَحْمَةِ اللَّهِ إِنَّ اللَّهَ يَغْفِرُ الذُّنُوبَ جَمِيعًا. سورة الزمر، ایت۵۳.
 
جواب: مولوي عبدالغفار حسیني
الجواب صحيح: مولوي عبدالهادي اغا و مولوي سید عبدالباري
تعليم الاسلام دارالافتاء
کندهار افغانستان
 
تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته