تازه سرليکونه
د (ستاسو ليکني) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
عربي کلمات کارول؛ ګټه، که تاوان؟!
  تعلیم الاسلام ویب پاڼه
  June 6, 2023
  0

سعيد غلجی/ تعلیم الاسلام ویب پاڼه 


عربي کلمات کارول؛ ګټه، که تاوان؟!


ځينې پښتانه ليکوالان هڅه کوي، چي مشهور عربي کلمات له پښتو ژبې وباسي او پر ځای يې داسي سخت او سوچه پښتو کلمات وکاروي، چي له ليکوال پرته يې هيڅوک په معنی نه پوهيږي، بيا نو مجبور وي چي بيرته خپل پښتو اصطلاحات په قوسونو کي تشريح کړي. دغه راز؛ ځيني ليکوالان مشهورو عربي کلماتو کي ګوتي وهي او پښتو ته يې تبديلوي. لکه: د معنی پر ځای مانا ليکي، د يعني پر ځای يانې، د احتياط پر ځای اتيات، د معلوم پر ځای مالوم، د صلح پر ځای سوله، د اسلحې پر ځای وسله، د ساعت پر ځای سات، د معلومات پر ځای مالومات او داسي نور...


دا هسي يوه بې ګټي هڅه ده، بلکي ډېر زيان هم لري. بې ګټې کار ځکه دئ، چي دغه کلمات له پېړيو، پېړيو راهيسي په پښتو ژبه کي رائج دي او ټول خلک پرې پوهيږي، نو بدلولو ته يې هيڅ حاجت نشته. او زيان يې دا دی، چي د دغو مروجو عربي کلماتو په ختمېدلو سره موږ يو قدم نور هم له عربي ژبې ليري کيږو او له عربي ژبي چي څومره ليري کيږو، هغومره له اسلام څخه هم ليري کيږو. 


يعني څومره چي له عربي ژبي سره زموږ رابطه زياته وي او څومره چي د عربي ژبې کلمات زموږ په ژبه کي زيات وي، هغومره به موږ له خپل دين (اسلام) څخه باخبره يو. مګر څومره چي موږ له عربي ژبي ليرې کيږو، هغومره به د اسلام له فهم څخه هم ليرې کيږو. 


کمال اتا ترک ولې په ترکيه کي په عربي الفبا بنديز ولګاؤه او ترکي ژبه يې په انګليسي الفبا ليکله؟ ځکه چي هغه يو سيکولر ؤ، غوښتل يې چي د ترکيې ملت له اسلام څخه ليري وساتي، نو ترکي ژبه يې د عربي الفبا پر ځای، انګليسي الفبا ته واړوله. تر څو له عربي ژبي او بالآخره د اسلام له مبارک دين سره د ترکانو رابطه ختمه شي. کله چي ترکي ژبه په عربي الفبا ليکل کيده، نو حتماً به هر لوستی ترکی په قران کريم هم پوهېده او عربي ژبه يې هم اسانه زده کولای شوه. مګر اوس چي د ترکي ژبې الفبا انګليسي الفبا ته واوښته، نو له قران کريم او عربي ژبې سره د ترکانو رابطه ختمه شوه، اوس د هغوی لوی، لوی تعليم يافته کدرونه هم په قران کريم نه پوهيږي، ځکه چي عربي الفبا سره نه دي بلد، ټول تعليم يې په انګليسي الفبا تر سره کړی. 


دغه راز؛ همدا اوس کفارو د عربي ژبې د ختمولو او تقسيمولو لپاره داسې خطرناک پلانونه جوړ کړي، چي اغېزې يې اوس هم څرګندي دي، خو په اوږد مهال کي به فصيحه عربي ژبه بيخي کمزوري او ډېر لږ ويونکي به ور پاتي شي. داسې وخت به راشي، چي عربان به يو د بل پر ژبه هيڅ نه پوهيږي، ټول په په خپلو سيمه ييزو لهجو خبري کوي، فصيحه عربي به له منځه ولاړه شي، يوازي په قران کريم، احاديثو او نورو ديني کتابونو کي به پاتي وي. 


هسې خو طبعاً په هره ژبه کي سيمه ييزي لهجې شته، مګر ليکوالان او استادان يې هڅه کوي، چي خپله اصلي او رسمي ژبه متحده وساتي، خلک پرې وپوهوي، په کتابونو، تدريس او رسنيو کي له رسمي ژبې استفاده وکړي او پرې نږدي چي ژبه يې تقسيم او هر ليکوال خپله سيمه ييزه لهجه وکاروي. 


مګر کفارو عملاً عربي ژبه تقسيم کړې او هڅه کوي، چي سيمه ييزو عربي لهجو ته نوره هم پراختيا ورکړي او په اوږدمهاله توګه د دوی دغه خطرناک پلان تطبيق شي. اوس چي په کمپيوټر او موبايل کي عربي ژبه انتخابوې، نو درته وايي چي کومه عربي غواړې؟ د مصر، سعودي، لبنان، عمان، فلسطين، اردن، متحده اماراتو، قطر، تونس، الجزائر، سودان، سوريې، يمن او که... نو دا هم يو لوی او خطرناک پلان دی، خو متأسفانه عرب ليکوالان، استادان او حکومتونه دې ټکي ته هيڅ توجه نه کوي. 


د فصيحي عربي ژبي له ختمولو او تقسيمولو څخه د کفارو هدف دا دی، چي يو خوا دغه لوی اسلامي امت تقسيم کړي، اتحاد يې ختم کړي او پر مختلفو هېوادونو او مختلفو ژبو ووېشل شي، بل هدف يې دا دی چي له اسلام سره يې رابطه ختمه کړي. ځکه بيا به هر عرب خپله سيمه ييزه لهجه باندې غږيږي او په فصيحه عربي به نه پوهيږي، حال دا چي قرآن کريم، احاديث او نور اسلامي کتابونه په سوچه او فصيحه عربي ژبه ليکل شوي. نو په دې توګه به يې له اسلام سره رابطه ختمه شي. 


اصلاً د عربي، ترکي، فارسي، پښتو، اردو او ځينو نورو ژبو ويونکي ډېر نېکبخته دي، چي ژبې يې په عربي الفبا ليکل کيږي، همدغه کار د دې لامل کيږي، چي د دغو ژبو ويونکي پر قران کريم وپوهيږي او په ډېره اسانۍ خپله ديني ژبه (عربي) هم زده کړي او د خپل مبارک دين په احکامو ځان وپوهوي. 


پر همدې اساس؛ ټول اسلامپاله پښتانه ليکوالان بايد دې ټکي ته پوره متوجه شي او هڅه وکړي، چي خپل ملت له فصيحي عربي ژبې سره نور هم نژدې کړي، نه دا چي دغه شته عربي کلمات هم له پښتو ژبي واېستل شي او خلک يو مخ له عربي سره نابلده شي. حتی که د ځينو نومونو او اصطلاحاتو لپاره پښتو او عربي دواړه کلمات موجود وي او زموږ خلک ورسره بلد وي، بايد حتی الامکان له عربي کلماتو استفاده وشي. 


لکه: د کينې پر ځای بايد حسد وليکل شي، د روږدي پر ځای معتاد، د زور پر ځای قوت، د څرګند پر ځای معلوم، د پوهي پر ځای علم، د ښاغلي پر ځای محترم، د زده کړيال پر ځای محصل، د ښوونکي پر ځای استاذ او معلم، د هټۍ پر ځای دکان، د کورنيو چارو او بهرنيو چارو وزارت پر ځای داخله او خارجه وزارت، د ګټي اخيستلو پر ځای استفاده، د روزني پر ځای تربيه، د جومات پر ځای مسجد، د مهربانۍ پر ځای رحم، د څښتن پر ځای مالک، د لمانځني پر ځای عبادت، د پرهېزګاره پر ځای متقي، د ناروغ پر ځای مريض، د روزي پر ځای رزق، د ډېر پر ځای اکثره، د ناپوه پر ځای جاهل، د ځانګړي پر ځای خاص، د بوخت پر ځای مصروف، د نغوتي پر ځای اشاره، د ژغورني پر ځای نجات، د اړوند پر ځای مربوط او...


پښتانه نشنلست او سيکولر ليکوالان خو شپه ورځ هڅه کوي، چي د پښتو ژبي د بشپړولو او غني کولو په پلمه ټول عربي کلمات له پښتو ژبې وباسي. خو که دوی رښتيا د پښتو ژبي د غني کولو غم اخيستي وي، نو هغو اصطلاحاتو او نومونو ته دي هم پښتو ژبه کي بديل الفاظ جوړ او عام کړي، چي انګليسي، دری، اردو او نورو ژبو پوري اړه لري. تکړه دي شي، موبايل، کمپيوټر، موټر، ماشين، بانک او نورو په سلګونو او زرګونو شيانو او اصطلاحاتو ته دې هم پښتو بدل الفاظ ايجاد او عملاً دې استعمال او عام کړي. 


خو دوی به هيڅکله داسي ونه کړي، دوی له نشنليزم او پښتو کاري څخه يوازي د اسلام او عربي ژبي پر خلاف استفاده کوي او بس. 


نو په دې برخه کي د استادانو او ليکوالانو تر څنګ؛ حکومت هم ډېر زيات مسؤليت لري، تر څو په مکاتبو او مدارسو کي عربي ژبه عامه کړي، داسي چي زموږ هر دولسم پاس بايد په عربي ژبه رواني خبرې اتري وکړای شي. يوه فايده به يې دا شي، چي زموږ ټولنه به د عربي ژبې زده کولو له لاري له اسلام سره نژدې شي او له خپلو شرعي نصوصو په ښه توګه استفاده وکولای شي، بله دنياوي فايده به يې دا شي، چي زموږ ټولنه به د عربي نړۍ له تعليمي سويې، تحقيقونو او علمي سويې برخمنه شي. دا خو معلومه ده چي عربي نړۍ، زموږ په نسبت ډېره پرمختللې او علمي برخه کي يې ډېر زيات کار کړی. بل دا چي د عربي ژبې په زده کولو به زموږ ټولنه له عربي نړۍ سره نژدې شي، چي دا کار په سياسي، اقتصادي، نظامي، تعليمي او هره برخه کي موږ پرمختګ ته رسوي.

 

www.taleemulislam.net

 

 

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته