تازه سرليکونه
د (چاڼ سوي مضامين) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
د ګناهونو د بخښني څلوېښت اسباب(۱)
  تعلیم الاسلام ویب پاڼه
  February 5, 2022
  0

لیکنه : عبدالرحیم راشد/ تعلیم الاسلام ویب پاڼه 
لومړي برخه
په اسلام مړ کېدل
عَنْ مُعَاذِ بْنِ جَبَلٍ قَالَ، قَالَ: رَسُوْلُ اللهِ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ: « مَا مِنْ نَفْسٍ تَمُوْتُ تَشْهَدُ أَنْ لَّا إِلَهَ إِلَّا اللهُ , وَأَنِّي رَسُوْلُ اللهِ , يَرْجِعُ ذَلِكَ إِلَى قَلْبِ مُوقِنٍ , إِلاَّ غَفَرَ اللهُ لَهَا»(سنن ابن ماجه ج۴،ص۷۱۰رقم۳۷۹۶)
ژباړه: د معاذ بن جبل (رضي الله عنه) څخه روایت دی، چي نبي کریم (صلی الله عليه وسلم) وفرمایل: هر انسان چي په داسي حالت کي مړ سي چي هغه په دې ګواهي ورکوي چي د الله (جل جلاله) پرته بل معبود برحق نسته او زه د الله (جل جلاله) پيغمبر یم او دا ګواهي یې هم د زړه له یقین څخه وي، نو الله (جل جلاله) به  هغه ته بخښنه وکړي.
۲ 
رښتینې توبه کښل
الله (جل جلاله) فرمايي :وَمَنْ يَعْمَلْ سُوءًا أَوْ يَظْلِمْ نَفْسَهُ ثُمَّ يَسْتَغْفِرِ اللهَ يَجِدِ اللهَ غَفُورًا رَحِيمًا (النساء:۱۱۰)
ژباړه: اوچاچي بدي وکړه او يا پرخپل ځان ظلم وکړي، بيا له الله پاک څخه بخښنه وغواړي، نوالله به بخښونکی، مهربان ومومي.
عَنْ أَبِي عُبَيْدَةَ بْنِ عَبْدِ اللَّهِ، عَنْ أَبِيهِ، قَالَ: قَالَ رَسُولُ اللَّهِ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ: «التَّائِبُ مِنَ الذَّنْبِ، كَمَنْ لَا ذَنْبَ لَهُ»"(رواه ابن ماجه  برقم/۴۲۵۰)
ژباړه: د ابو عبیده بن عبدالله (رضي الله عنه) څخه روایت دی، چي پيغمبر (صلی الله عليه وسلم) وفرمايل: د ګناه څخه  توبه کښونکی د ګناه څخه داسي پاک دی لکه هغه څوک چي هیڅ ګناه نه لري. 
۳
اودس تازه کول
عَنْ اَبِيْ هَرَیْرَةَ  قَالَ: رَسُوْلُ اللهِ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ:« إِذَا تَوَضَّأَ الْعَبْدُ الْمُسْلِمُ - أَوِ الْمُؤْمِنُ - فَغَسَلَ وَجْهَهُ خَرَجَ مِنْ وَجْهِهِ كُلُّ خَطِيئَةٍ نَظَرَ إِلَيْهَا بِعَيْنَيْهِ مَعَ الْمَاءِ - أَوْ مَعَ آخِرِ قَطْرِ الْمَاءِ - فَإِذَا غَسَلَ يَدَيْهِ خَرَجَ مِنْ يَدَيْهِ كُلُّ خَطِيئَةٍ كَانَ بَطَشَتْهَا يَدَاهُ مَعَ الْمَاءِ - أَوْ مَعَ آخِرِ قَطْرِ الْمَاءِ - فَإِذَا غَسَلَ رِجْلَيْهِ خَرَجَتْ كُلُّ خَطِيئَةٍ مَشَتْهَا رِجْلاَهُ مَعَ الْمَاءِ - أَوْ مَعَ آخِرِ قَطْرِ الْمَاءِ - حَتَّى يَخْرُجَ نَقِيًّا مِنَ الذُّنُوبِ» (صحیح مسلم ج۱،ص۱۴۸،رقم۶۰۰) 
 ژباړه:  دابوهریره (رضي الله عنه) څخه روایت دی، چي نبي کریم (صلی الله عليه وسلم) وفرمایل: کوم مسلمان یا مؤمن بنده چي کله اودس تازه کړي، نوچي  مخ پرېمنځي،کوم ګناهونو ته چي یې په سترګو کتلي وي د اوبو (د څاڅکو)سره  هغه  ګناهونه  توی سي او کله چي لاسونه پرېمنځي،  کوم ګناهونه ته چي یې لاس اچولی وي، د اوبو(د څاڅکو) سره  هغه ګناهونه توی سي او کله چي پښې پرېمنځي نو کوم ګناهونو ته چي یې  په پښو تګ کړی وي د اوبو(د څاڅکو) سره هغه ګناهونه توی سي، تر څو چي د ګناهونه څخه پاک وګرځي. 
۴
څوک چي د اوداسه وروسته دوه رکعته لمونځ وکړي او ددې په منځ کي د هیڅ چا سره خبري ونه کړي.
روى البخاري عَنْ حُمْرَانَ مَوْلَى عُثْمَانَ بْنِ عَفَّانَ أَنَّهُ رَأَى عُثْمَانَ دَعَا بِوَضُوءٍ فَأَفْرَغَ عَلَى يَدَيْهِ مِنْ إِنَائِهِ فَغَسَلَهُمَا ثَلاَثَ مَرَّاتٍ ثُمَّ أَدْخَلَ يَمِينَهُ فِي الْوَضُوءِ ثُمَّ تَمَضْمَضَ وَاسْتَنْشَقَ وَاسْتَنْثَرَ ثُمَّ غَسَلَ وَجْهَهُ ثَلاَثًا وَيَدَيْهِ إِلَى الْمِرْفَقَيْنِ ثَلاَثًا ثُمَّ مَسَحَ بِرَأْسِهِ ثُمَّ غَسَلَ كُلَّ رِجْلٍ ثَلاَثًا ثُمَّ قَالَ رَأَيْتُ النَّبِيَّ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ يَتَوَضَّأُ نَحْوَ وُضُوئِي هَذَا وَقَالَ مَنْ تَوَضَّأَ نَحْوَ وُضُوئِي هَذَا ثُمَّ صَلَّى رَكْعَتَيْنِ لاَ يُحَدِّثُ فِيهِمَا نَفْسَهُ غَفَرَ اللَّهُ لَهُ مَا تَقَدَّمَ مِنْ ذَنْبِهِ "(بخاري،ج۱،ص۵۲،رقم۱۶۴).


ژباړه: امام بخاري  (رضي الله عنه) د عثمان (رضي الله عنه) د ازاد سوي مريي حمران څخه روایت کوي چي عثمان (رضي الله عنه) د اوداسه اوبه وغوښتې، د لوښي څخه یې اوبه په لاسو توی کړلې او لاسونه یې درې ځلي پرېمنځل، بیا یې راسته لاس په اوبو غوټه کړ، خوله او پزه یې پرېیمنځل او پزه یې سوڼ کړل او بیا یې درې ځلي مخ پرېمنځی او لاسونه یې هم درې ځلي د څنګلو سره پرېمنځل او بیا یې په سر مسح وکړه، بیا یې هره پښه درې ځله پرېمنځل، او بیا (عثمان (رضي الله عنه)) وویل: چي ما نبي کریم (صلی الله عليه وسلم) لیدلی دی چي زما د همدغه اوداسه په شان یې اودس کوی او ویې فرمایل: څوک چي زما د اوداسه په شان اودس وکړي او بیا دوه رکعته لمونځ ادا کړي، چي د  اوداسه او لمانځه په منځ کي یې د هیچا سره خبري نه وي کړي، الله (جل جلاله) به دده مخکني ګناهونه ور وبخښي.   


ماخذ : د ګناهونو د بخښني څلوېښت اسباب 


www.taleemulislam.net

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته