تازه سرليکونه
د (چاڼ سوي مضامين) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
په اسلام کي د فردي ازادۍ مفهوم۱
  تعلیم الاسلام راډيو
  July 1, 2017
  0

 ژباړه: غلام عمرعبدالله/ تعليم الاسلام ویب پاڼه

 
په اسلام کي د فردي ازادۍ مفهوم
 
لمړۍ برخه:
 
یقیناً الله تعالی انسان ازاد پيدا کړی دی او د آدم علیه السلام اولاده ازاده پیدا سوې ده، بنده ګان د بنده ګانو بندګي نه سي کولای چي همدا د انساني ازادۍ اصلي مفهوم دی او الله تعالی انسان ته اراده، خوښه او اختیار ورکړی دی یعني انسان د یو عمل په کولو سره نه سي مجبورېدلای ځکه دا د انسان ازادي ده چي انسان ته د خپل اختیار او خوښۍ مطابق ژوند کولو حق ورکوي،
 
خو الله تعالی له انسان سره د همدې اختیار او خوښۍ پر بنسټ محاسبه کوي که چېري انسان د عمل په کولو سره مکره او مجبور کړل سي پدې صورت کي بیا انسان په خپله خوښه او اراده کي ازاد نه دی او الله تعالی د دغه عمل محاسبه هم نه ورسره کوي.
 
رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي دي : ( إن الله تجاوز لي عن أمتي الخطأ والنسيان وما استكرهوا عليه). [رواه ابن ماجه ۲۰۴۳]
 
 ژباړه :یقیناً الله تعالی زما د امت له (هغو اعمالو څخه تېرېږي چي په ) خطاء ، هېره او د اکراه په حالت کي يې ترسره کوي. 
 
که چېري له انسان څخه د عمل، ارادې او خوښۍ اختیار واخیستل سي پدې حالت کي بیا د انسان ازادي سلب ده، داسي شخص په شریعت کي مکره بلل کېږي چي د اکراه په عمل سره انسان ګناهکار نه بلل کېږي، الله تعالی سزا هم نه ورکوي او د اکراه حالت د انسان لپاره عذر دی.
 
خو ! که چېري انسان په عمل، ارداه او خوښۍ کي ازاد او مختار وو نو پدې صورت کي بیا الله تعالی د هر هغه څه حساب ورسره کوي چي په خپله خوښه او اراده يې ترسره کړي وي، همدارنګه په اسلامي شریعت کي د ازاد انسان خرڅول او پیسې يې خوړل لویه ګناه ګڼل سوې ده،
 
په شریعت کي د غلامۍ  ګرځولو لپاره ځانګړي اسباب او لاري چاري ټاکل سويدي که څوک د شریعت له  لارښوونو څخه سرغړونه وکړي او ازاد سړی رانیسي په حقیقت کي يې خپل نس ته د جهنم اور داخل کړ.
       
د تاریخ په اوږدو کي ځینو انسانانو نور انسانان په غلامۍ نیولي وه، لکه څرنګه چي فرعون بني اسرائیل غلامان ګرځولي وه، خو الله تعالی پر بني اسرائیلو احسان وکړ او د غلامۍ له ژوند څخه يې ازاد کړل کوم چي دوی د فرعون او د هغه د قوم د غلامۍ د جُغ خوند څکلی وو.
 
الله تعالی فرمايلي دي :
{وَإِذْ نَجَّيْنَاكُم مِّنْ آلِ فِرْعَوْنَ يَسُومُونَكُمْ سُوَءَ الْعَذَابِ يُذَبِّحُونَ أَبْنَاءكُمْ وَيَسْتَحْيُونَ نِسَاءكُمْ وَفِي ذَلِكُم بَلاء مِّن رَّبِّكُمْ عَظِيمٌ} (سورة البقرة ۴۹).
 
ژباړه : او هغه وخت (یاد کړئ) چي موږ تاسي ته د فرعون له غلامۍ څخه نجات درکړ. هغو تاسي په سخت عذاب کښي اخته کړي واست، ستاسي زامن يې حلالول او ستاسي لوڼي يې ژوندۍ ساتلې. او په دې حالت کښي ستاسي د رب له لوري پرتاسي لوی ازمایښت ؤ.
 
او فرعون به پر موسی علیه السلام خپل احسان اچوی ویل به يې : ته مي په غلامۍ نه يې ګرځولی لکه څنګه چي مي ستا قوم غلام ګرځولی دی، موسی علیه السلام به د فرعون خبره رد کړل (الله تعالی د موسی علیه السلام د قول یادونه کړې ده)، فرمايي :
 
{وَتِلْكَ نِعْمَةٌ تَمُنُّهَا عَلَيَّ أَنْ عَبَّدتَّ بَنِي إِسْرَائِيلَ} (سورة الشعراء ۲۲).
 
ژباړه : پاته سوه ستا ښېګڼه چي زما سره دي کړېده، نو د هغې حقیقت دا دی چي تا بني اسرائیل خپل غلامان ګرځولي وه.
 
ځینو خلکو داسي بنده ګي غوره کړې ده چي په ښکاره د کوم بشر بندګي نه ده خو په حقیقت کي د الله جل جلاله پرته (د مخلوق) د بل چا بندګي ده. 
 
د الله جل جلاله دښمنانو چي کله هغه چل زده کړ کوم چي دوی به انسانان ورباندي له الهي بندګۍ څخه لېري کول نو (د مخلوق) د عبادت یو شمېر تګ لاري يې رامنځ ته کړلې، داسي تګ لاري نه دي چي په ښکاره توګه د انسان غاړي ته (د غلامۍ) ځنځیر اچوي، یا یې په کومو رسیو باندي تړي او د یو چا ځای ته يې بیايي او یا یې د چا کارخانې ته بیايي...
 
بلکي په خپله رضا به یوه باطله تګ لاره انتخابوی، که څه هم وړاندي د عبادت ځیني مشهوري طریقې موجودي  وې خو دغو خلکو د باطلي بنده ګۍ په لاره پرانیستلو کي نوښتونه وکړل، داسي چي خلک د دوی د فکرونو بندګان سي، د ژوند په اسبابو کي د لذت په وجه ډوب سي،
 
د هغو شهواني غریزو د راپارېدو په وجه دوی د خپلو شهواني قواوو بندګان جوړ سی، درهم او دینار د خلکو په جلبولو سره خلک د درهم او دینار بندګان جوړ سي، هر څوک د خپل مال بندګي غوره کړي، د تشو ازادیو په نامه بندګي عامه کړي، لکه د خپلو غریزو بندګي اوداسي نور...
 
یا په بل عبارت ځیني کسان د شهوتونو بندګان دي، ان تر دې چي بیا به یې شهوت په حرکت کي راولي، شهوت به یې کښېنوي، شهوت به يې ولاړوی او په شهوت پوره کېدو کي به یې ارام او سکون نغښتی وي.
 
الهي دښمنانو یو شمېر خلکو ته همدا د شهوت رسۍ په غاړه کي ورواچول، د محرماتو او شهواتو غلامان یې جوړ کړل بلآخره دا ډول انسانان د ښځو بنده ګان سول.
 
له ځیني یې بیا د شرابو او مخدره توکو بندګان جوړ کړي دي، ان تردې چي د شرابو او مخدره موادو لپاره خپله ځواني، همت، سخا، د لاسه ورکوي، غلا کوي او نور داسي کارونه کوي چي د ده د همت د شان سره مناسب نه وي.
 
اخر دا چي ځیني د ښځو غلامان سي، ځیني د مخدره توکو غلامان سي، ځیني د مال غلامان سی. 
 
رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمايي:
عن أبي هُرَيْرَة رَضِي الله عَنهُ قَالَ قَالَ رَسُول الله صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّم َ تعس عبد الدِّينَار وَالدِّرْهَم والخيمصة[رواه البخاري ۲۸۸۷] 
 
ژباړه: د دینار، درهم او جامو بنده تاواني دی.
 
که اوسنۍ نړۍ ته وکتل سي زیات شمېر خلک د ازادۍ په نامه همداسي غلامان جوړ سوي دي، هیڅوک د دین پروا نه کوي بلکي ځیني د ښځو او شهواني قواوو په مینه کي لیوني دي په هر قیمت چي کېږي دوی یې لاسته راوړي، ځیني بیا د مال، ځیني یې بیا د جامو او ابادیو د لاسته راوړلو په غم نیولي دي چي په حقیقت کي دا د کافرانو یوه نوې لومه ده.
 
او له بله اړخه که وګورو د الهي بنده ګۍ ګټي دا دي چي د دغو ټولو بندګیو څخه انسان ژغوري، ځکه که څوک د الله جل جلاله بنده سي نو د شهواني قوې د بندګۍ څخه خلاص دی، او کله چي د الله جل جلاله بنده سي نو د درهم او دینار له بندګۍ څخه خلاص دی.
 
بلکي درهم او دینار به ستا بندګي کوي نه دا چي ته یې خدمت وکړې بلکي دوی به دي خادمان وي.
 
 
د یوه عالم څخه پوښتنه وسوه چي انسان کله د مال بنده جوړیږي او کله نه جوړیږي؟ 
 
عالم ورته وویل: که یوه انسان مال د خره په څېر وباله او یا یې هم د بیت الخلاء په څېر وباله نو د مال بنده نه دی.
 
سره د دې چي خره یا مرکب ته د سورلۍ لپاره هر څوک اړتیا لري، بیت الخلاء ته د حاجت پوره کېدو لپاره هر څوک اړ دی،
 
نو ایا انسان له خره سره محبت کوی؟ 
 
ایا  له بیت الخلاء مینه لري؟
 
ایا شپه او ورځ له خره سره اوسي؟ 
 
ایا شپه او ورځ په کور، بیابان کي په بیت الخلاء کي وخت تېروي ؟ 
 
ایا شپه او ورځ یې زړه په بیت الخلاء کي وي؟ 
 
نه هيڅکله هم داسي نه ده بلکه مال ته هر انسان اړتیا لري خو داسی نه چي بنده یې جوړ سي.    
    
نوربیا ان شاءالله...
-----------------------
 

 

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته