تازه سرليکونه
د (چاڼ سوي مضامين) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
د مجلس اداب
 
  July 29, 2014
  0

د مجلس اداب

ليکوال : مولوي اختر محمد جهيد

(١) د مجلس د ملگري خوښول:

د ابي  موسى رضى الله عنه څخه روايت دئ چي نبي صلی الله علیه وسلم  فرمايلي دي: ښه ملگرى د عطرو د خرڅوونکى په شان دئ ، د عطرو خرڅونکى به وتاته يو څه عطر او خوشبويي در وبخښي ، يا به ته ورڅخه يوڅه رانيسې، او يا به ښه بوى ځني تر لاسه کړې او بد ملگرى د پښ (اهنگر) د کرې په شان دئ ، يا به دې کالې در وسوځي او يا به يي بڅرکي او بد بوى در ورسيږي. ( رواه البخاري)

(٢) ناست سړى د خپل ځاى څخه ولاړول:

ابن عمر رضى الله عنهما د نبي عليه السلام څخه حديث روايت کړئ دئ: يو سړى دي بل سړي د خپل ځايه نه ولاړوي چي وروسته بيا دى پر کښيني. ( رواه البخاري)

(٣) په مجلس  کي ذکر کول:

د ابو هريره رضى الله عنه څخه روايت دي : چي الله جل جلاله وفرمايل. زه د خپل بنده د ګومان په وړاندي يم ، کله چي  دى ما يا دوي زه ورسره يم ، که يې د ځان سره يوازي ياد کړم ، زه به يې په  يو داسي ټولۍ کي ياد کړم چي د ده تر ټولی به غوره وي.  (رواه مسلم) 

(٤) د ناستي د ځاى حقدار:

دا بوهريرة رضى الله عنه څخه روايت دئ : چي نبي صلی الله علیه وسلم فرمايلي دي: څوک چي د خپل ځاى څخه ولاړ سي او بيا ورته راستنيږي ،  نو دا سړى ددې ځاى ډير حقدار دئ. ( رواه مسلم ) 

(٥)  په مجلس کي پټي خبري کول:

د عبدالله رضى الله تعالى عنه څخه روايت دى: چي نبي صلی الله علیه وسلم فرمايلي دي : کله چي تاسي دري نفره ياست نو دوه نفره دي له ځانونو سره پټي خبري نکوي چي دريم نفر يوازي پاته سي تر څو هغه ته فکر پيدا نسي او خفه نه سي. او که ډېر خلگ وي او لوى مجلس وي بيا پروانکوي.                     ( رواه مسلم ) 

(٦)  مجلسونه په امانت سره دي:

د جابر رضى الله تعالى عنه څخه روايت دى: چي نبي صلی الله علیه وسلم فرمايلي دي : کله چي يو سړى خبره وکړي او بيا شاوخوا وگوري نو دا خبره امانت ده چي بيانول او ښکاره کول يې منع دي. (رواه ابوداؤد )  

(٧)  د مجلس څخه د تللو ادب:

د ابوهريرة رضى الله تعالى عنه  څخه روايت دئ ، چي نبي صلی الله علیه وسلم فرمايلي دي: څوک چي په يو مجلس کي کښيني او ډېري بې فايدې  خبري وکړي نو د مجلس څڅه تر ولاړيدو مخکي دي دا دعا ووايي. سبحانک اللهم وبحمدک اشهد ان لا اله الا انت استغفرک واتوب اليک . نو که چيري يې په دې  مجلس کي  خطاوي کړي وي هغه به ټولي وروبخښل سي. ( روالترمذي ) 


 

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته