تازه سرليکونه
د (حکايات) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
وږي يتيمان
  تعلیم الاسلام ویب پاڼه
  August 26, 2021
  0

وږي يتيمان


ایډیټ : بصیریړسفزی /تعلیم الاسلام ویب پاڼه


د کندو سر ته چې راورسيدو نو ملګري ته مې وویل: وروره بس دا لاندې کلې دې نور نو راورسیدو په خیر؟


زویه ستړي مه سئ!


د زړې ادې په دې مینه ناک غږ مو سترګې د هغې په لور کږې سوې. ورته ومو ويل: جنت دې په نصيب سه ادې، څنګه په دې قضا ماذيګرکندو کې ناسته يي؟


ادې د امسا په زور راولاړه سوه: زویه سهار ملا اذان مې دوه لمسي او زموږ د ګاوندی کونډې دوه زامن سودا پسې تللې، داده ماښام سو خو درک يي  ونه لګیده، کور کې کرد وړه نه سته، یتیمان راته ژاړي، نورڅه خو هسې هم نه راوړل کيږي مال چې دا اوړه يي رارسولې وې نو هم یو څه چاره به مو پرې سوې وه.


ملګري مې ماته په پوښتونکي نظر راوکتل او زما ذهن ته هم د نن ماسپښین پرلپسې د ډرون څو ګذارونه ودریدل چې له لاندې ساحوڅخه يي دوړې پورته کړې.


موږ لا أدې ته د تسلې لپاره الفاظ لټول چې يو دولس کلن ماشوم د غره په اړخي کې په راختلي نري سړک مخ بره د راختلو په حال کې و،سترګې مو په ماشوم کې ولګیدلې، ادې هم زموږ له څاره پوهه سوه چې څوک مو ولیدل، نو په خوښئ يي وپوښتل: لکه راغلل؟ 


چې ماشوم په ماتو قدمونو رانیږدې سو، ټول په وینو سور و، خړسر کې يې پنډ خاوره پرته وه، جامې يي ځاې ځاې سورې وې.


موږ څو قدمه ورمخکې سولو:


وهلکه دا ولې؟ خير خو به وي؟


ماشوم د ځواب راکولو په ځاې زما په غیږه کې راړنګ سو.


ادې راورسیده: دا څوک دې؟


زموږ د ځواب انتظار يي ونکړ: وی ړنده دې سم دا خو شمس الله دې .


واه زویه!


زما لمسي څه سول؟


ماشوم ادې ته د ځواب په ځاې د زګیروي په ملتيا اوبه وغوښتې.


ملګرې مې په منډه کلي ته ښکته سو، شیبه پس لوټه په لاس سره د نورو کلیوالو کندو ته راوخوت.


ماشوم چې اوبه وڅښلې نو په خبرو راغې:


سودا مو واخیسته چې راتلو نو هغه رانه لاره کې اربکیانو واخیسته،سخت يي ووهلو، همداسې تش يي راوشړلو، فرید او زبیر په پټه په بله لار لږ اوړه راوویستل هغه مو په يوه خره راواچول چې څنګه دغه لاندې ځاې ته راورسيدو نو ډرونونه راپیدا سول، له رارسیدو سره سم يي په موږ څلور واړو ګوزار وکړ، په اول ګوزار کې مې وليده چې فرید او خريي ولګید او د وړو په سپین ګرد کې ترپکې وهلې، زبیر او زما ورورقاسم زخمیان و هغوې منډې کړې، زه د جګیدو نه وم، چې بل ګذاريي وکړ نو هغه يي هم وویشتل، زه هم وارخطا سوم، منډه مې واخیسته، يوه سره لمبه سوه چې وغورځیدم، ډیر وخت پس چې رابيداره سوم نو روغ  وم، په ملا او پښو مې معمولي چرې لګیدلې وې، ډرونونه تللې و ، همداسې په دمه دمه مې ځان راورساوه!


دې سره ماشوم په ژړا سو: زما به د خپل ورور او ملګرو چغې او زګیروي هير نه سي.


ښه بیګا ته به زما واړه وروڼه څه خوري؟


ژاولې مې ورته اخستې وې هغه هم اربکیانو راته له جیب نه راوويستې.


دې سره يي غږ په سلګو کې ورک سو.


نوټ : داسي کیسي دهغو ټولو افغانانو پر زړه دي چي په لیري پرتو سیموکي یي ژوند تیر کړي دي  دا ټول دتیر شل کلن نظام لاسته راوړني دي .


ماخذ: شکېدلي کمیس 

www.taleemulislam.net

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته