تازه سرليکونه
د (ستاسو ليکني) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
دوېډیو او تلوېزون تاوانون
  تعلیم الاسلام ویب پاڼه
  April 10, 2021
  0

دوېډیو او تلوېزون تاوانون

 

تعلیم الاسلام ویب پاڼه


زيات خلګ نه پوهیږي چي ټولي بې حیایۍ او بې عفتی دتلوېزون او فيلمونو دبدو پایلوڅخه دي بلکي زیات خلګ داسي وايي چي تلوېزون کتل ، فیلم کتل نو څه تاوان لري؟ حال داچي ټوله مصیبتونه ، بلاوي چي کورونو ته راغلي دي ددغه فليمونو او بې حیا فیلمونو په وجه راغلي دي همدغه فاحش فيلمونه دي چي دپلار او لور له منځ څخه يې حیا وړې ده کله چې حيا له منځه ولاړه سي نو بې حیا عفته او بې پردې ژوند نو څه معنا لري؟ 


دا خو حيواني ژوند سو د انساني عزتمن ژوند څخه بې برخي سو .رسول الله(صلی الله عليه وسلم) فرمايي:


ان فاتک الحياء فافعل ما شئت


ژباړه : که ستاڅخه شرم اوحيا ولاړه نو هغه څه کوه چي زړه دي غواړي او خوښه دي وي.


كله چي دانسان په وجود کي حيا وي د هر هغه عمل څخه ځان دعفت او حیا سره منافي وي نو دغه کس لور ، خور ، مور او مېرمن سره پېژني او کله چي څوک حیا او شرم نه لري دهغه په وړاندي ټولي ښځي يو ډول دي هر څه چي په مخه ورځي هغه کوي، پر داسي انسان چي څومره وخت تیریږي په ده کي دحیوانیت صفات وده او ترقي کوي ځکه حیوانان له دې امله عقل او فکر نه لري په خپلو منځو کي حیا نه سره لري نو انسان چي حیا نه لري ددغه حیوانانو په څېر دي ، الله (جل جلاله) په خپل فضل او رحمت سره وانسانانو ته عقل او فکر ورکړی دي څو دوی ددغه فکر په مټ حیا لري او ځانونه دحیوانانو څخه بېل کړي دحيواني ژوند پر ځای باندي باعزته انساني ژوند ورکړي .


 وېډیو او تلوېزون دحياله منځه وړلو لپاره تیغ دي .


په هرحال ویدیو أو تلوېزون داسي تېز تیغ دي چي حيا او نېک اخلاق په پرې کیږي، همدا ډول ایمان داسي له منځه وړي لکه تېزه چاړه چي دسر وېښتان له منځه وړي ، بې حیایي أيمان أو نېک اخلاق دغه ډول په چابکۍ سره درسول الله (صلی الله عليه وسلم) په رښتينې وينا کي مو واورېدل چي هغه ښځي چي نامشروع اړیکي په نامشروع طريقه سره دخلګو سره لري په دوزخ کي به په سینو سره ځړیږي او دا ډېر سخت عذاب دي دانسان نازک بشر ددې ستر عذاب توان نه لري، موږ اوتاسو به ټول پوره کوشش کوو چي دداسي ګناهونو څخه به دلوى الله(جل جلاله)  په فضل سره ځانونه او خپلي کورنۍ وساتو. 


ماخذ : ۶ :ګناه ګاري ښځي


www.taleemulislam.net 
   

 

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته