نعمت الله شاکر/ تعلیم اسلام ویب پاڼه
عجب د اطمئنان کلام دئ
((وَإِنَّمَا لِكُلِّ امْرِئٍ مَا نَوَى)).صحيح البخاري.
د هر چا لپاره هغه څه دي، چي هغه نيت ورته کړی وي.
که فکر وکړو، يو مسلمان د الله تعالی د رضا لپاره د دوست، ملګري، ګاونډي، بيوزله يا بل چا سره احسان کوي، دغه کس د چا د ستايني پروا نلري، د چا څخه د عوض هيله نلري، د احسان منلو توقع نلري او نه هم پر چا احسان اچوي او نه ئې يادونه کوي؛ ځکه د الله تعالی د رضا لپاره ئي احسان کړی دی او خپله موخه ئي لاس ته راوړې ده. بل څوک بيا دغه کړني د مخلوق د ستايني لپاره کوي، هغه هم دخپل نيت مطابق لاس ته راوړنه لري. يو مسلمان د الله تعالی د رضا لپاره د اسلام د نشر او دفاع هڅي او مبارزې کړي دي، هغه د چا د ستايني، يادونې، پيسو، قدرت او واک ته اړتيا نلري او نه هم د خپل جهاد او مبارزې يادونه کوي؛ ځکه هغه د الله تعالی د رضا لپاره هر څه کړي دي او د الله رضا ئې حاصله کړې ده. بل څوک بيا دغه مبارزه د نوم، واک، قومپالنې او نورو اهدافو لپاره کوي، هغه هم خپلو موخو ته رسيږي. يو کس د پيسو لپاره هجرت کوي، يا د ښځي لپاره هجرت کوي، هغه ته هغه څه رسيږي، چي نيت ئې ورته کړی وي. بل کس بيا د ديني ارشاداتو مطابق هجرت کوي، هغه ته د الله تعالی رضا په لاس ورغله.