تازه سرليکونه
د (ستاسو ليکني) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
جنت ته د لومړیو بختورو داخلېدونکو شمېر
  تعليم الاسلام ويب پاڼه
  October 19, 2020
  0

جنت ته د لومړیو بختورو داخلېدونکو شمېر


لیکنه: عبدالرحیم راشد 


د صحیح احادیثو څخه دا خبره ثابته ده، چي د امت محمدیه اویا زره یا اوه لکه بختور خلک به په یو وخت په اوله مرحله کي و جنت ته په داخلېدو مشرف سي. ( مسلم شریف ۱/۱۱۶)
او د ترمذي د یو روایت څخه معلومیږي، چي په دغه اویا زرو کي به د هرو زرو سره اویا زره نور وي، او ورسره به د الله تعالی د طرف څخه د هغه د شان مطابق د موټ برابر افراد هم بې له حسابه او کتابه داخلېدونکي وي.
(التذکرة ص۴۳۳، فتح الباري ج۱۴،ص۵۰۱)
او یو روایت کي دا تفصیل دی، چي اول نبي کریم صلي الله علیه وسلم ته د اویا زرو کسانو زېری واورول سو، په دې باندي نبي کریم صلي الله علیه وسلم د نورو زیاتولو درخواست وکړي، نو هغه ته زېری ورکړل سو، چي په اویا زرو کي به هر فرد سره اویا زره افراد په دې ټولۍ کي شاملیږي. (نوادرالاصول،التذکرة ص۴۳۳)
په دې اعتبار سره ددغه بختورو تعداد نهه څلوېښت( ۴۹ ) کروړو ته رسیږي.


الله تعالی دې موږ ټولو ته ددغي ډلي ملګریتوب را نصیب کړي. آمین.


د حضرت سهل بن سعد رضي الله عنه بیان دی، چي رسول الله صلي الله علیه وسلم وفرمایل: خامخا به داسي کیږي چي زما د امت اویا زره (۷۰۰۰۰) کسان به یو او بل به یې نیولي وي جنت ته به داخل سي د هغو (د صف ) اولنی سړی به نه داخلیږي تر څو چي د هغو آخیري سړی داخل نه سي. 


بیا یې وفرمایل: چي د هغوی مخونه به داسي برېښي لکه د څوارلسم سپوږمۍ .( الترغیب والترهیب ج۴،ص۴۹۹ از بخاري و مسلم)
په سورت زمر کي الله تعالی داسي فرمايي: «وَسِيقَ الَّذِينَ اتَّقَوْا رَبَّهُمْ إِلَى الْجَنَّةِ زُمَرًا حَتَّى إِذَا جَاءُوهَا وَفُتِحَتْ أَبْوَابُهَا وَقَالَ لَهُمْ خَزَنَتُهَا سَلَامٌ عَلَيْكُمْ طِبْتُمْ فَادْخُلُوهَا خَالِدِينَ »(سورة الزمر /۷۳)
ژباړه:  او كومو كسانو چي د خپل رب له نافرمانۍ څخه ډډه كوله هغوى به ډلي، ډلي د جنت خواته بوتلل سي. تر دې پوري كله چي هغوى هلته ورسېږي ، او د هغه دروازې  به لا دمخه پرانستل سوي وي . نو دهغه منتظمين به هغو ته ووايي، چي سلام دي وي پرتاسي ، ډېر ښه راغلئ ، ننوځئ په ده (جنت) كښې د تل لپاره.


یعني جنتیان به جنت ته په اعزاز او اکرام سره داخل کړل سي، د هغوی د ښه راغلاست لپاره به د وړاندي څخه دروازې پرانستل سوي وي او د جنت ساتونکی ( چوکیدار) به ورته سلام ادا کړي ، د نېکمرغه او خوشحاله ژوند مبارکي به ورکوي او دا به ورته ووایي چي تاسو به په داسي ځای کي اوسېږئ، چي هلته امن او امان  او خالص سلامتی ده، هلته به همېشه په سلامتۍ سره اوسېږئ، هیڅ وېره به نه وي، هیڅ ډول غم، تکلیف،سختۍ او مشکلات به نه وي او نه به ستړیا وي.

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته