تازه سرليکونه
د (حکايات) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
د امام واقدي د عبرت څخه ډکه کیسه
  تعلیم الاسلام ویب پاڼه
  November 12, 2020
  0

د امام واقدي د عبرت څخه ډکه کیسه

 

ژباړه ، عبدالسلام حنفي ، / تعلیم الاسلام ویب پاڼه

 


امام واقدي وايي ، چي زما دوه ملګري وو ، چي یو له هغوي څخه هاشمي وو، او موږ په خپله ملګري  کي دومره ټینک ؤ ، لکه یو تن  ، نو یو ځل زه د سختي مالي  پریشاني سره مخامخ شوم ، یعني خبره تر سخت مسکنت پوري ورسیده، 


او اختر هم را روان ؤ، او زموږ په کور کي هم هیڅ نه وه، نو ښځي مي راته  وویل، چي موږ خو به صبر وکړو مګر کوچنیان به  څنګه اختر تیر کړي، په داسي حال کي چي هغه د ګاونډیانو کوچنیان په ښایسته لباسونو  او راحتونو کي ویني؟ 

 

نو هغه هاشمي ملګري ته مي خط ولیږی چي  د یو څه پور (قرض) غوښتنه مي په کښي لیکلي وه، نو هغه ما ته یوه داسي کڅوړه کي درهمونه راولیږل، چي مهر ورباندي وهل سوي وو، او پرې لیکلي وو چي په دې کڅوړه کي زر درهمه دي، خو ما هغه خلاصه کړي لانه وه  چي زما د هغه بل ملګري خط راورسیدی چي  په کي هم دا خبره لیکل سوي وه لکه څنګه چي ما هغه بل هاشمي ملګري ته په خط کي لیکلي وه، او دا غوښتنه يي کړي وه چي یو څه پيسي په قرض یعني پور باندي راکړه او اختر را روان دی هيڅ هم په کور کي نه لرم،
 نو ما دا کڅوړه بغیر له خلاصولو څخه همداسي بسته هغه بل ملګري ته ورکړه، او زه ولاړم مسجد ته یوه شپه مي تیره کړه، او د خپلي ښځې څخه هم ډیر شرمیدم، خو کله چي زه کور ته داخل شوم، نو خپله ښځه مي د خوشحالۍ په حالت کی ولیدله ، 


او په ما باندي يې کومه ملامتیا هم ونه ویله، نو زه  د همدي  پریشاني په  فکر کوم ، چي  هغه هاشمي ملګري مې هغه کڅوړه بیرته همداسي مکمله راوړه،  او دا يي راته وویل ، چي زیری درکوم په هغه کار باندي کوم چي تا  له ما سره کړي دي،  نو کیسه يي په تفصیل سره راته داسي وکړه چي تر څو زه د حقیقت څخه خبر شم ، او وې ویل کله چي تا له ما څخه د قرض غوښتنه وکړه ، نو  زما سره  یواځي هغه درهمونه وه ، کوم چي ما تاسو ته لیږلي وه ، 


  او ما بیا له هغه بل ملګري څخه د قرض غوښتنه وکړه ،  نو هغه ما ته دغه کڅوړه راولیږله چي ما تاسو ته درکړی وه ، او لکه څنګه چي ما هغه مهر پري لګولي وو ، په هم هغه حالت بیرته تر ما پوري راورسیده ،  نو بیا دې هاشمي کس وویل ، چي سل درهمه به هغه ښځي ته ورکړو، او دا نور باقي به په خپل مابین کي تقسیم کړو ،  او دا خبره د وخت خلیفه مامون الرشید ته ورسیده ،  نو خلیفه دوي راوغوښتل ، او پوښتنه يي ورڅخه وکړه ،  نو دوي دا ټوله کیسه لکه څنګه چي د دوي په مابین کي پيښه شوي وه په تفصیل سره ورته وکړه ، نو مأمون الرشید امر وکړي چي موږ ته اوه زره دیناره راکړل شي ،  په هغوي کي یواځي زر د هغه ښځې لپاره ، او دوه دوه زره زموږ دريو کسانو لپاره ، 


شذرات الذهب ، ج  ۲ ص ۱۸
او په سیرة اعلام النبلاء کي په دې ته ورته الفاظو سره هم همدا کیسه راغلي ده   ، ج ۹ ص ۴۹۹

 

www.taleemulislam.net

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته