تازه سرليکونه
د (قران کريم) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
د قرآن کریم نزول او د مسلمانانو حالات
  تعلیم الاسلام راډیو
  February 6, 2016
  0

 استاذ نورالله خان احمدزی

 

 

سورت علق لومړنی سورت دی په اعتبار د نزول:

په دغه سورت کې هغه څلور مسئلې بیانوي په کومو چې ټول انبیاء کرام الله تعالی ورباندې رالیږل شوي وو. هغه دادي.

 

(۱) د الله حکم منل. (۲) ایمان په قیامت. (۳) الله تعالی ته منقاد او تابعدار ګرځېدل. (۴) د الله تعالی پیغمبر منل.

نو له ټولو مخکې د لوست خبره ده چې کتاب ولوله، کتاب چې ولولې نو بیا د خدای په خدایي به پوه شې، په لمونځ او اودس په پوه شې، د دین په ټولو احکامو، عقایدو او مسایلو به پوه شې.

انګریزان چې زموږ سیمې ته راغلل نو هغوی خپلو ټولو مسئولینو او واکمنو ته ولیکل: هغه وخت به پټواریان ول هغوی به کلي په کلي او کور په کور ګرځېدل او خلکو ته یې داسې بیان کاوه: خلک په درې ډوله دي.

لومړی او چت او شریف خلک: هغه خلک چې نوابان او شتمن دي هغوی تر نورو ټولو لوړ خلک دي بیا په ملکانو او سردارانو او چوهدریانو مشهور شول.

دوهمه برخه کې منځني خلک: د کار او کسب خلک پکې راغلل لکه ویلډنګ کار، ترکاڼ، خټګر، عامه کسب کوونکي، لوهار او داسې نور.

په درېمه برخه یا طبقه کې لاندې یا رذیل خلک: د هغوی په اند رذیل او پاتې خلک لکه علماء حق یې په دغې دریمې برخه کې ګڼلي ول همداسې چواړۍ او وروسته پاتې خلک....

انګریزانو ځکه دا کار کولو چې هغوی پوهېدل که مسلمانان قرآن زده کړي نو بیا دا یو ستر انقلاب ته لاره هواروي او د قرآن په لوستو او عمل کولو سره بیا هیڅوک غلام پاتې کېدی نشي. نو ځکه یې د قرآن په تعلیم، ژباړه او تفسیر بندیز ولګاوه او منطق او علم الفلسفه یې رائج کړل، خلکو ته به ویل چې دا ډېر ستر علوم دي او باید له ټولو مخکې ولوستل شي. کوم راپور به چې پټواریانو لیکلو او معلومات به یې په کې لیکلي ول، نو بیا به دا راپور شپږ میاشتې وروسته د هغې علاقې مشر ته ورښوول کېده او هغه به یو انګریز وو، هغه به لومړی دا کار کولو چې کوم ځای به کوم عالم د قرآن ژباړه او تفسیر کاوه هغه ته به یې مادیات له دنده وغیره وړاندیز وکړ یا به یې څه تنخا ورته وټاکله تر څو د قرآن له درس ځنې یې منعه کړي او که هغه عالم به دغه کار ته چمتو نشو نو بیا به یې له هغه ځای یا ملک څخه شړلو....

هغه وخت (۱۹۱۴ م) حاجي فضل واحد (حاجي ترنګزۍ) صاحب له شیخ الهند سره کتنه وکړه بیا ورسره حج ته یو ځای ولاړ، نو هغوی دا پرېکړه وکړه چې د خلکو اصلاح اوسمون وشي، ملک له انګریزانو آزاد شي نو بیا اړینه ده چې په ملک کې د قرآن درس پيل شي – هغه درې سوه مرکزونه وټاکل په لومړي سر کې ځینې خلکو چې د قرآن محبت یې په زړه کې محکم وو او د آزادۍ د هڅو ملاتړي وو، نو هغوی ورسره ودرېدل او هغه خلکو چې قرآن یې زده وو نو هغوی به د مسلمانانو بچیانو ته قرآن ښیي لا لږ وخت تېر شوی نه وو چې انګریزان خبر شول او پر حاجي صاحب یې د اعدام پرېکړه وکړه بیا حاجي صاحب له هغه ځایه ولاړ او مهمندو ته کډه یا مهاجر شو.

انګریزانو ځکه دا کار وکړ چې دا خلک په قرآن پوه شي بیا نو دلته د هغوی شتون ناممکن دی نو ځکه یې خلک د قرآن او سنت تعلیم ته نه پرېښودل. همداسې هغه وخت به انګریزانو داسې جعلي پيرانو او باطل پرستو ملایانو ته واک ورکولو چې د دغو مسایلو خلاف به ول او هر ډول بدعت او د دین خلاف کار باندې به یې هیڅ نه ویل، ځکه دا خلک هم پوهېدل که د خلکو عقاید سم شول او هغوی په رښتیني دین باندې پوه شول نو بیا خو به هرڅوک د اصلي او جعلي پير ترمنځ پیر وپیژني او د راسخ العقیده او باطل امام ترمنځ په توپیر به قایل شي همدا وجه وه چې باطل پرستو ملایانو او جعلي پيرانو له انګریزانو سره لاس یو کړی وو او نه یې پرېښودل چې خلک په اصلي دین او د قرآن او سنت په زده کړو باندې پوه شي.

نو خائن خانانو او نوابانو به هڅه کوله چې له انګریزانو سره لاس یو کړي ځکه دوی هم پوهېدل که خلک په قرآن او سنت پوه شي او شریعت نافذ شي بیا نو خلک د هغوی بېځایه خاني او نوابي چیرته مني؟ نو خانان او نوابان خائنین وو، جعلي ملا او جعلي پير هم ورته کارونه کول لکه چې مخکې ذکر شول. دغه څلور ډلې لکه:

·       انګریزان

·       باطل پرسته ملایان

·       جعلي پيران

·       خائن خان او نواب

دوی ټول په ګډه لاس یو کړی وو او د حق د لارې مخالفت به یې کولو.

 نو د دغو حقایقو او رښتینو حالاتو ته په کتو سره موږ او تاسو باید قرآن ته مخه کړو، قرآن په سمه معنا او سمه توګه زده کړو ژباړه یې زده کړو تفسیر یې زده کړو او د قرآن اړوند اړین علومو ته مخه کړو، انګریزانو چې د قرآن ښوونې او روزنې مخالفت کولو نو وجه یې څرګنده وه او ټول مسلمانان باید په دې سر خلاص کړي چې زموږ او ستاسو کامیابي د قرآن یعنې د الله تعالی په حکمونو منلو کې او د نبي کریم صلی الله علیه وسلم په طریقو باندې په تګ کولو کې ده – بېله دغو دوو اصلو موږ او تاسو نشو کولای چې پوره او مکمل شرعي او اسلامي نظام راولو. 

-----------------------------

سرچينه تعليم الاسلام ويب پاڼه

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته