تازه سرليکونه
د (معاصر علماء) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
مناظر امت مولانا رحمت الله کیرانوي رحمه الله
  تعلیم الاسلام ویب پاڼه
  July 20, 2019
  0

د اظهار الحق ليکوال مناظر امت مولانا رحمت الله کیراني الهندي رحمة الله علیه پېژندنه

لیکنه: استاذ عبدالغفار جبیر / تعلیم الاسلام ویب پاڼه


مولانا محمد رحمت الله کیرانوي الهندي رحمة الله علیه د خلیل الله زوی چي په دربار کلا، کیرانه ولسوالۍ مضفر نګر هندوستان کي په ۱۲۳۳ هج قمري، ۹ مارچ ۱۸۱۸ میلادي کال کي و دې فاني نړۍ ته راغلی دئ، په ۱۲۵۲ هق کال کي يې د خاله د لور سره واده وکړ، له واده وروسته دده والد صاحب خپل ټول جایداد ده ته حواله کړ، څه وخت وروسته یې والد صاحب وفات سو، د والد صاحب د وفات وروسته مولانا صاحب خپل جایداد و خپل ورور مولوی محمد جلیل صاحب ته پرېښود او خپله د تدریس لپاره و کیرانه ته ولاړی، هلته یې دوه کارونه پیل کړه، تدریس او پر عیسائیت باندي تصنیفونه، چي په لاندي ډول سره دي:


لومړی تصنیف: ازالة الاوهام
ازالة الاوهام د حضرت محمد رحمة الله کیرانوي رحمة الله علیه لومړی تصنیف دئ، حضرت شاه عبدالله دهلوي چي په شاه غلام علی دهلوي سره مشهوره وو، چي د نقشبندیې طریقې یو ممتاز بزرګ او ولي وو، د هغه په غوښتنه سره مولانا صاحب دغه کتاب (ازالة الاوهام) شروع کړ، دا چي په دغه وخت کي په هندوستان کي رسمي او عامه ژبه فارسي وه له همدې کبله مولانا صاحب دغه کتاب په فارسي ژبه سره ولیکی، په دې کتاب کي د عیسایانو له لورې چي کوم اعتراضات پر اسلام سویدي او یا کوم شبهات لري، د هغو ټولو مدلل ځوابونه ورکول سویدي،  ددې کتاب د لیکلو پر مهال سخت ناروغه سو، لمونځ یې په اشاره سره کوی، دده ټول شاګردان، دوستان او ملګري سخت پریشان وه، یوه ورځ ده د سهار د لمانځه څخ وروسته و ژړل او وې ویل چي ان شاء الله صحت به پیدا کړم، او د ژړا وجه مي داده چي ماښام په خوب کي رسول الله صلی الله علیه وسلم راغلی ، حضرت ابوبکر صدیق رضی الله عنه هم ورسره وو، حضرت ابوبکر صدیق رضی الله عنه وفرمایل: ای ځوانه! رسول الله صلی الله علیه وسلم و تاسو ته دا زېری درکوي:


((که چیري ستا ناروغي د ازالة الاوهام  له کبله وي، نو دا دي ستا د شفاء سبب وګرځي.))
مولانا صاحب وايي: له دې وروسته مي هیڅ تکلیف او ناروغي ونه لیدل، بلکې تل به خوښ او خوشحاله وم.


همدا ښکلی کتاب په ۱۸۴۸ میلادي  کال کي سید المطابع چاپ کړ.


 (ازالة الاوهام) له څه شي څخه بحث کوي؟
د عهدنامه جدید او عهدنامه قدیم پېژندنه، په بایبل کي تحریفات، د عیسایانو د ۱۰ اعتراضو ځوابونه، چي پر نسخ، معراج، شق القمر، د ښځو حجاب، د پیریانانو شتون، د جهاد فلسفه او رسول الله صلی الله علیه وسلم مبارکه نسب پاڼه پکښې شامل وه. علاوه په دې کتاب کي لس اعتراضونه پر قرآنکریم، لس اعتراضونه پر حضرت محمد صلی الله علیه وسلم او لس اعتراضونه پر احادیثو باندي هم ځواب سویدي، د تثلیث بطلان، د حضرت عیسی علیه السلام د الوهیت بطلان، او د خاتم الانبیاء حضرت محمد مطفی صلی الله علیه وسلم په هکله ۱۸ د بایبل وړاندوینې او د رسول الله صلی الله علیه پر رسالت باندي ۲۳ نور قطعي دلائل هم بیان سویدي.


یادونه: دغه کتاب اوس په دوه ټوک کي په اردو ژبه کي چاپ سویدی، چي زما سره شتون لري. 


(ازالة الاوهام ټوک:۱ ، پاڼه: ۴۶- ۵۱، تالیف: مناظر امت حضرت مولانا کیرانوي رحمة الله علیه، اردو ژباړه او څېړنه: مولانا ډاکتر محمد اسماعیل عارفي، تقریظ: شیخ الاسلام محمد تقي عثماني صاحب/ خپرونکی: مکتبه دارالعلوم کراچی ۱۴)


د مولانا رحمت الله کیرانوي رحمه الله او عیسايي راهب فنډر ترمنځ مناظره:
دا هغه وخت وو چي په هندوستان کي عیسائیت د راهب فنډر تر سیوري لاندي د اوبو په شان روان وو، او فنډر(Revd. C.C .P Fonder) هر ځای و اسلام ته توهین کونکې ویناوې، لیکنې او تقریرونه کول په دغه وخت کي فنډر خپل کتاب ( میزان الحق) چاپ کړی او په ښه رونق کي وو، عوام مسلمانان یې په تشویش کي اچولي وه، چي مناظرِ امت ورته د مناظرې داسي اعلان وکړ:


( زه د هندوستان د عیسائي ټولنې تر ټولو ستر مقام درلودونکی شخصیت او د میزان الحق لیکوال ته دا بلنه ورکوم چي په عام منظر کي زما سره مناظره وکړي، تر څو حق واضح او روښانه سي. )


د مناظرې لومړۍ غونډه په ۱۸۵۴ میلادي کال کي په عبدالمسیح اکبر آباد آګره کي تر سره سوه، په دې مناظره کي فنډر وویل:


په دې مناظره کي به پر نسخ او تحریف، الوهیت حیات مسیح، تثلیث او رسالت محمد صلی الله علیه وسلم باندي بحث کیږي.


له ده وروسته مناظرِ امت مولانا کیرانوي رحمه الله ولاړ سو او د انجیل پر نسخ او تحریف باندي یې یوه علمي او د عیسايي کتابونو په حواله سره دلائل وړاندی کړه، په اخر کي فنډر وویل چي موږ دا منو چي په اوسني انجیل کي ۸ ځایه تحریف سویدئ، مولوي قمر الاسلام صاحب و فنډر ته وویل چي ته دغه راته ولیکه چي په اوسني انجیل کي ۸ ځایه تحریف او تبدیل سویدئ!


مناظره دوهمه ورځ د اپریل ۱۱ ، ۱۸۵۴ میلادي د سه شنبې په ورځ سهار پیل سوه، چي دې ورځ ماستر سمیت چي د عیسایانو عمومي صدر، ماسټر ریډ د عیسایانو عمومي منشي، ویلیم د علاقي د فوځ مشر، پادري ولیم ګلبن، پادري هارلي او په نور ډېر شمېر کي د اسلامي امت علماء کرام او تر ۱۰۰۰ اضافه نور خلک حاضر وه. په دې دوهمه ورځ مناظره کي د بایبل پر تحریف باندي بحث وسو، چي فنډر او دده نور ملګري ټول بې ځوابه سول.


په دریمه ورځ فنډر مناظرې ته حاضر نسو، فنډر مولانا رحمت الله کیرانوي صاحب ته لیک ولیږی، او ورته لیکلي یې وه:


زه نور د عامو خلکو په حضور کي بحث نه درسره کوم، زه (حل الاشکال) درلیږم د هغه ځواب راکه.


(حل الاشکال) د فنډر بل کتاب دئ، چي پر اسلام باندي اعتراضونه دي، چي مناظر امت د هغه کتاب ټول ځوابونه په معقول ډول سره درکړه، همدا د کتابت مناظره تر ۲۳ اپریل ۱۸۵۴ پورې دوام درلودئ.


مولانا رحمت الله کیرانوي رحمه الله د رسول ا لله صلی الله علیه وسلم رسالت په اوسني انجیل ورته ثبوت کړ، تثلیث یې ورته باطل کړ، د انجیل تحریف یې ورته ثابت کړ، او دا یې هم ورته په دلائلو ثابت کړه چي اوسنی بایبل الهی کلام نه دئ؛ همدغه د مناظرې او مباحثې خبر په ټوله هندوستان او اسلامي امت کي خپور سو، د مولانا رحمت الله کیرانوي رحمه الله دغه د فنډر سره لیکونه په قاهره، هندوستان او نورو سیمو کي هم چاپ سول. (ایک مجاهد معمار ۱۸- ۲۵/ مرکزی دفتر دارالعلوم حرم صولتیه مکه معظمه ۱۹۵۲)


د انګریزانو کوښښ او د مناظر امت مولانا رحمت الله صاحب نیول:
کله چي په ۱۸۵۷ میلادي کال کي د مغلو سلطنت کمزوری سو، نو هندوستان د برطانیې د ښکیلاک تر استعمار لاندي راغلی، مسلمانانو لومړی د مسلح جهاد محاذونه جوړ کړه، چي تر ټولو مخکي د کیرانه او تهانه بهون محاذونه جوړ سوه، د کیرانه د مجاهدینو مشر مولوی رحمت الله کیرانوي رحمة الله علیه وو، کله چي انګریزان خبر سول چي د دوی په مقابل کي مسلح جهاد کیږي، نو لومړی یې د مولانا صاحب د نیولو حکم جاري کړ، له هغه وروسته پر هغې سیمې راغلل چي مولانا صاحب هلته اوسېدی، ټوله سیمه یې محاصره کړه، توپونه یې و علاقې ته سم کړل، تلاښي یې پیل کړه، مولانا صاحب له هغه ځایه د مجاهدینو په مشوره سره و پنچټهـ سیمې ته ولاړئ. د استعمار فوځ خبر سو، چي مولانا صاحب و پنچټهـ ته تللی دئ، پر اسانو باندي ورغلل هغه ټوله سیمه یې محاصره کړه، د هغه ځای ملګرو ورته وویل چي کښت ته ولاړ سه او خپل واښه رېبه، مولانا صاحب چي لنګوټه یې تړلې او کُرتا کالي یې اغوستي وه، په لاس یې لور او کښت ته ولاړئ، انګریزي فوځ راغلی ټوله سیمه یې تلاښي کړه، خو هیڅ په لاس ورنه غلل، خپله مولانا کیراني صاحب وايي:


((ما واښه رېبل،چي کله د انګریزانو فوځ راغی، زه دوی ته دومرې نژدې وم چي د دوی د اسانو د پښو ډبرې پر ما نښتلې او ما ورته کتل. ))


د مناظر امت مولانا رحمت الله صاحب هجرت مکې معظمې ته:
انګریز ښکیلاک پوره کوښښ کاوه چي مناظرِ امت ونیسي، اخر یې خپل نوم بدل کړ، او مصلح الدین یې پر ځان باندي کښېښود، او په پښو باندي و دهلي ته روان سو، د جودهـ او پور د خطرناکو ځنګلو څخه تېر سو، و سورت ته ورسېدئ، د سورت د بندرګاه څخه په کال کي یوه کښتۍ و جدې ته تلل، الله رب العزت د مناظر امت غیبي مرسته وکړه او دغه لوی ستر مجاهد او عالم په خیر سره و جدې ته ورسېدئ، دده د هجرت څخه وروسته دده ټول جایداد انګریزانو په ۳۰ جنورې ۱۸۶۲ میلادي کي نیلام کړ.


مناظرِ اسلام په مکه معظمه کي:
کله چي و مکې معظمې ته ورسېدئ، سهار و مطاف ته داخل سو، هلته یې د حضرت حاجي امداد الله مهاجر مکي رحمة الله علیه سره وکتل، دده ځای د باب عمرې سره متصل وو، هلته ولاړل، په دغه وخت کي د سلطان عزیز خان د خلافت دوره وه، او شریف عبدالله بن عون د مکې معظمې امیر وو، سید احمد دحلان د علماء شیخ وو، او په مسجد حرم کي یې درس ورکاوه، یوه ورځ یې درس ورکاوه، چي شیخ دحلان د حضرت امام اعظم رضی الله عنه پر مذهب باندي د حضرت امام شافعي رضی الله عنه و قول ته ترجیح ورکړه، کله چي درس خلاص سو، مولانا رحمت الله کیرانوي رحمة الله علیه د یوه طالب العلم په شان ورسره بحث شروع کړ، شیخ ډېر ژر پوه سو چي دا طالب نه بلکې یو ممتاز جید عالم دئ، و خپل کورته یې بلنه ورکړه، کله چي یې له مولانا صاحب څخه د تعارف غوښته وکړه، ټوله قصه یې ورته وکړه، او د عیسائیت په هکله یې معلومات ورکړه، او د خپلو تصنیفونو په هکله یې هم هر څه ورته وویل، چي په دې ترڅ کي یې مولانا صاحب ته په حرم مکي کي د درس یوه حلقه ورکړه.


د مولانا کیرانوي صاحب سفر و قسطنطینیې (استنانبول) ته:
کله چي عیسايي راهب فنډر په هندوستان کي سخته ماتې وخوړه او شرمنده سو، نو د لندن د کلیسا ټولنې (Church Missionary Society) دی و قسطینطیې (استانبول) ته ولېږی، تر څو هلته یو څه کار وکي، هلته چي کله فنډر ورسېدئ، سلطان عزیز خان مرحوم ته یې زیاتې باټې کولې چي ما په هندوستان کي ستاسو علماء مات کړل، عیسائیت بری و ګاټه او اسلام مات سو (العیاذ بالله)، سلطان عبدالعزیز خان یو خاص فرمان صادر کړ، چي د مکې معظمې و امیر ته یې ولېږه، چي پکښې لیکل سوي وه، چي کله د حج پر مهال د هندوستان حجاج راغلل تاسي ددې مناظرې او د ۱۸۵۷ میلادي کال د انقلاب پوره حال معلوم کړئ؛ د مکې معظمې امیر سید احمد دحلان فوراً د مناظرې په هکله معلومات ورکړه، او ورته یې وویل چي هغه عالم چي له فنډر سره مناظره کړېده هغه دلته مکې معظمې کي دئ، سلطان سمدستي د مولانا رحمت الله کیرانوي رحمة الله علیه څخه غوښتنه وکړه، او په ۱۸۶۴ میلادي کال کي د یوه ستر شاهي مېلمه په حیث و قسطنطیې ته ولاړی، کله چي فنډر خبر سو چي مناظرِ اسلام و قسطنطنیې ته راغی، سمدستي و تښتېدئ، سلطان یو ستر مجلس دائر کړی، چي علماء کرام، پوهان او د سلطان ستر اشخاص هم پکښې وه، مناظر اسلام د مناظرې په هکله پوره تفصیلات ورکړل او هم یې د انقلاب په هکله پوره رڼا واچول، سلطان زښت خوشحاله سو او مناظر اسلام ته یې (مجیدیه میډال) ورکړ.


اظهار الحق:
سلطان المسلمین عبدالعزیز خان له مناظر اسلام څخه غوښتنه وکړه چي د رد عیسائیت په هکله خپلي ټولې مناظرې ولیکي، د عیسائیت د شبهاتو رد ولیکي، له فنډر سره چي ده کومې مناظرې کړیدي، د هغه په هکله ټول معلومات ولیکي، تر څو زموږ علماء له عیسايي راهبانو سره د بحث او مناظرې جوګه سي، د صدراعظم خیرالدین د مشورې مطابق کتاب په عربي ژبه کي په رجب ۱۲۸۰ هـ ق کي شروع سو او په شپږو میاشتو کي بشپړ سو، او د سلطان و مخ ته یې وړاندي کړ، صدر اعظم خیر الدین ورته وویل:


دغه کتاب دي د سلطان په غوښتنه سره لیکلی دئ او حال دا چي په مقدمه کي دي د مکې معظمې د امیر سید دحلان نوم لیکلی دئ .


مناظر امت ورته وویل: د سلطان نوم مي په دې نه دئ ذکر کړی چي په مذهبي خدمت کي دنیاوي غرض رانه سي، دوهم ددې کتاب د لیکلو اصلی بنسټ ایښودونکی شیخ العلماء دحلان دئ، ځکه که چیري دئ نه وای، و ماته به ددې خدمت موقع نه وای پیدا سوې.


د اظهار الحق موضوعګانې:
د عهدنامه عتیق او عهدنامه جدید بشپړ بیان ، په بایبل کي ټکرونه، تحریفات، غلطیانې، بایبل الهامي او الهي کتاب نه دئ، د نسخ حقیقت، ابطال تثلیث، د قرآنکریم حقانیت ، اصلیت او اعجاز، د عیسائي نړۍ پر اسلام باندي د اعتراضاتو ځوابونه، د رسول الله صلی الله علیه وسلم د نبوت اثبات او دلائل او داسي نور...


مناظر اسلام سلطان عبدالحمید درې ځلي و قسطنطینیې (استانبول) ته د خصوصي مېلمه په حیث دعوت کړ، او سلطان عبدالحمید یو ځل ورته وویل چي زما سره سه، خو مولانا صاحب چي په مکه مکرمه کي په دارالعلوم حرم صولتیه کي مدرس استاذ او هلته اوسېدئ داسي یې ورته وویل:


(داچي ما خپل عزیزان ، دوستان او وطن پرې ایښی دئ او دلته مي د خدای په کور (مکه مکرمه) کي پناه اخیستې ده، ددې لپاره چي تدریس وکړم، او که چیري زه د امیر المؤمنین په دروازه کي مرم، نو د قیامت په ورځ به الله ته کوم مخ ښکاره کوم.)


مناظر اسلام مولانا رحمت الله کیرانوي رحمه الله د مکې معظمې سره ډیره مینه درلوده، تل به د حرم په داخل کي وو، تل یې د حج او عمرې پر مهال د نړیوالو علماء سره لیدل، له هغو سره به یې د عیسائي او کفري نړۍ په هکله خبرې کولې، نړیوالو علماء به له مناظر امت څخه الهام اخیستی او بیا به خپلو سیمو ته تلل.


د اسلامي امت دا ستره هستي او مجاهد فی سبیل الله د ۷۵ کلونو په عمر د جمعې په ورځ د رمضان المبارک د میاشتې پر ۲۲ په ۱۳۰۸ هق کي د اجل داعي ته لبیک ووایه او له دې فاني نړۍ څخه یې سترګې پټې کړې، چي په جنة المعلاة کي د ام المؤمنین حضرت خدیجة الکبری رضی الله عنها په بغل کي و خاورو ته وسپارل سو.


تاسي کولای سی چي د مناظر امت په هکله نور معلومات په (ایک مجاهد معمار، بائبل سے قرآن تک) کي ولولئ.


ــــــــــــــــــــــ
مقارنة الادیان
مشهور نړیوال مناظر شیخ احمد دیدات رحمه الله

اظهار الحق په عربي ژبه

اظهار الحق په انګلیسي ژبه

سرته