تازه سرليکونه
د (معاصر علماء) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
د احادیثو څو معاصر حفاظ
  تعلیم الاسلام
  October 14, 2017
  0

 

ژباړه او راټولونه: عزت الله کوټوال / تعلیم الاسلام ویب پاڼه

 

په نېژدې وخت کې د احادیثو مبارکو ډیر زیات حفاظ تیر شوي چې يو څو مشهور ېئ دا دي:


۱_ حضرت مولانا شيخ فتح محمد تهانوي رحمه الله د ۴۰۰۰ څلورو زرو احاديثو حافظ وو.


او د مغلو د حکومت د وروستي خليفه اورنګزیب عالمګیر (م ۱۱۱۸هـ) رحمه الله په هکله ویل کیږي چې دده ۱۲۰۰۰ دولس زره احادیث یاد وو. ( رساله، معارف صــ۳۵۱، کال ۱۹۴۴ د مائي میاشت) په حواله.


او مفتي محمد زرولي خان دامت برکاتهم العالیه فرمایي چې اورنګزیب عالمګیر باچا ته ۲۲۰۰۰ دوه ویشت زره احادیث مبارک د سند او متن سره زباني یاد وو، یعني حافظ ئې وو.


۲_  د حضرت مجدد الف ثانی رحمة الله علیه لمسی شیخ محمد فرح رحمه الله د ۷۰۰۰۰ اویا زره احادیثو حافظ وو. (نظام تعلیم و تربیت ۱۲۳)


۳_  شیخ حسین بن محسن القاري رحمه الله د بخاری شریف مشهوره شرحه، فتح الباری ( د حافظ ابن حجر رحمه الله تالیف) څوارلس ۱۴ جلده په حفظ سره یاده وه. ( رساله، الرحیم _ د ۱۹۶۵عیسوی د جولائي میاشت) په حواله.


۴_ حضرت مولانا داود کشمیري (م ۱۰۹۷هـ) رحمه الله ته مشکات شریف مکمل په حفظ یاد وو. له همدې امله ورته مشکاتي ویل کیده.( نزهة الخواطر )


۵_ د ګجرات د علاقي مشهور محدث شیخ تاج الدین رحمه الله د بخاري، مسلم، ترمذي، نسائي او ابن ماجه د ( شپږو صحیح کتابو څخه) د پورته پنځو کتابو حافظ وو. (نزهة الخواطر، ۴_ ۲۱۸ )


۶_ د حضرت حسین احمد مدني رحمة الله علیه په هکله شیخ عبدالحق حقاني رحمة الله علیه فرمايلې دي چې دی د صحیح بخاري شریف حافظ وو.(حقایق السنن)


۷_ علامه عبدالله درخواستي رحمه الله کوم چې په نولس ۱۹ کلنۍ کې يې صحیح بخاري شریف حفظ کړی. او ویل کيږي چې نوموړی د پنځوس زرو ۵۰۰۰۰ احادیثو مبارکو حافظ وو.


او د حضرت شمس الحق افغاني رحمة الله علیه په هکله مفتي محمد زرولي خان صاحب فرمايي چې ده رحمه الله تفسیر کبیر ( د امام فخرالدین الرازي رحمه الله ) مکمل څلور جلده حفظ کړی وو. ( دوره تفسیرالقرآن ، ۲۰۱۶_ رمضان المبارک ، مقدمه د تفسیر)


یادونه: محترمو! داحادیثو ډیرشمیر کره معاصر حفاظ تیر شوي، چې لیکنه پرې ډیرې ورقي غواړي. ما يواځي د ختیځ د څو مشهورو حفاظو نومونه درسره شریک کړل، الله جل جلاله دې وکړي چې خوښ مو شي.

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته