تازه سرليکونه
د (حکايات) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
د رسول الله (صلی الله عليه وسلم)د ناړو حکمت
  تعلیم الاسلام ویب پاڼه
  March 8, 2021
  0

د رسول الله (صلی الله عليه وسلم)د ناړو حکمت 


رالیږونکي : محمد شفیق /تعلیم الاسلام ویب پاڼه


حضرت ابو امامه رضي الله تعالی عنه فرمايي چي یوې ښځي به د رسول الله (صلی الله عليه وسلم)سره د بې حیايۍ خبري کولې او ډیره بې باکه او بد کلامه وه . یو ځل هغه ښځه له رسول الله سره تیره شوه رسول الله (صلی الله عليه وسلم)پر یو لوړ ځای ناست و د غوښو ښوروا – يې خوړله نو هغي ښځي وويل :

 

ده ته و ګوره داسي ناست لکه څنګه چي مریي کښیني ، داسي ډوډۍ خوري لکه څنګه چي مريي خوري ، ددي له اوریدو سره رسول الله (صلی الله عليه وسلم)وفرمایل کوم بنده به تر ما زیاته بندګي اختیار کړي ؟ بیا هغي ښځي وویل دی پخپله خوري او په ما یې نه خوري . رسول الله (صلی الله عليه وسلم)و فرمایل ته يط هم و خوره ، هغي وویل ما ته يې په خپل لاس راکړئ .

 

رسول الله (صلی الله عليه وسلم)هغي ته ورکړه نو هغې وویل کومه چي ستاسي په خوله کې ده هغه راکړئ ، رسول الله (صلی الله عليه وسلم)هغه ګوله ورکړه چي د هغې ګولې د خوړلو له برکته پر هغې شرم او حیاء غالبه شوه او تر دې وروسته هغې تر خپل و فاته پوري د چا سره د بې  حیایۍ هیڅ خبره ونکړي د.

[ حیاة الصحابه ج۲ ص۷۰۴ ]  


ماخذ: پاشلي ملغلري 

www.taleemulislam.net

 

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته