تازه سرليکونه
د (ستاسو ليکني) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
له شپږو حالاتو سره بد بختي نه يو ځای کيږي
  تعليم الاسلام ويب پاڼه
  July 4, 2020
  0

له شپږو حالاتو سره بد بختي نه يو ځای کيږي:

 

راليږونکی: محمد نبي الدین

 
 

1- بد بختي او د مور سره نېکي نه سره يو ځای کيږي.
وَبَرًّا بِوَالِدَتِي وَلَمْ يَجْعَلْنِي جَبَّارًا شَقِيًّا
او زه يې له خپلې مور سره ښېګڼه کوونکی وګرځولم او زه يې سرکښ، سخت زړی نه يم ګرځولی.

 

2- بد بختي او دعاء نه سره يو ځای کيږي.
وَلَمْ أَكُن بِدُعَائِكَ رَبِّ شَقِيًّا
(اې پروردګاره!) زه هیڅكله ستا څخه په دعاء غوښتنه کي نامراده نه يم پاته سوی.

 

3- بد بختي او قرآن نه سره يو ځای کيږي.
مَا أَنزَلْنَا عَلَيْكَ الْقُرْآنَ لِتَشْقَىٰ
تا ته مو د دې لپاره قرآن نه دی استولی چې ته په کړاو اخته سې.

 

4- بد بختي او د (قرآني) هداياتو متابعت نه سره يو ځای کيږي
فَمَنِ اتَّبَعَ هُدَايَ فَلَا يَضِلُّ وَلَا يَشْقَىٰ ﴿طه: ١٢٣﴾
نو څوک چې زما د لارښووني پيروي وکړي، نه به ګمراه سي او نه به بې برخې سي.

 

5- بد بختي او له الله تعالی څخه وېره نه سره يو ځای کيږي
سَيَذَّكَّرُ مَن يَخْشَىٰ * وَيَتَجَنَّبُهَا الْأَشْقَى
هغه څوک پند اخلي چې (له الله) ويريږي.
او تر ټولو بدمرغه ترې ليري کيږي.

 

6- ولا يجتمع الشقاء مع التقوى .
بد بختي او تقوی نه سره يو ځای کيږي
فَأَنذَرْتُكُمْ نَارًا تَلَظَّىٰ ﴿الليل: ١٤﴾ لَا يَصْلَاهَا إِلَّا الْأَشْقَى ﴿الليل: ١٥﴾ الَّذِي كَذَّبَ وَتَوَلَّىٰ ﴿الليل: ١٦﴾ وَسَيُجَنَّبُهَا الْأَتْقَی ﴿الليل: ١۷﴾
نو تاسې مې له لمبه وهونکي اور څخه وېرولي ياست.
هغه ته به يوازې بدمرغه ننوځي.

 

دعاء وکړئ چي الله تعالی مو په دواړو دارينو کي نېکبخته کړي او هيڅکله مو بد بخته نه کړي.

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته