تازه سرليکونه
د (ستاسو ليکني) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
د ذوالحجې په لسو ورځو کي ۱۷۳ صالح اعمال (۳برخه)
  تعليم الاسلام ويب پاڼه
  January 27, 2020
  0

د ذوالحجې په لسو ورځو کي ۱۷۳ صالح اعمال (۳برخه)

 

ژباړه: محمد نبي الدین/تعلیم الاسلام ویب پاڼه

 
۱۰۷ : د ښېګڼو مننه کول
۱۰۸ : کوونکي ته يې مکافات ورکول او دعاء ورته کول
۱۰۹ : د الله تعالی له ويري ژړا کول
۱۱۰ : له الله تعالی څخه د شهادت غوښتنه کول
۱۱۱ : په جمعواري ډول خوراک کول
۱۱۲ : سپيني جامې اغوستل
۱۱۳ : د سپينو ورېښتانو رنګول
۱۱۴ : د ثواب په نيت نيالګي ايښودل
۱۱۵ : د مسلمانانو اړتياوي پوره کول
۱۱۶ : د مؤمنو نارينه‌وو او ښځينه‌وو لپاره د بخښني دعاء غوښتل
۱۱۷ : د خپلي ښځي عفت ساتل
۱۱۸ : په دم او تعويذ كولو كي د ثواب نيت كول
۱۱۹ : د ثواب په نيت مړو ته غسل او کفن ورکول
۱۲۰ : په روژه مات کولو کي تلوار کول
۱۲۱ : پېشلمی ځنډول
۱۲۲ : و مسلمان ته د هغه د يوه نعمت مبارکي ورکول
۱۲۳ : حقه او روا وصيت نامه ليکل
۱۲۴ : مسلمان ته جامه ورکول
۱۲۵ : د څپلو په پښو کولو کي راسته مخکي کول
۱۲۶ : او چپه وروسته کول
۱۲۷ : په ناستي اوبه څيښل
۱۲۸ : د ځکندن مريض ته تلقين ورکول
۱۲۹ : هر کار په (بسم الله) پيلول
۱۳۰ : په مسواک استعمالولو کي حرص کول
۱۳۱ : قرض يا پور په ښه ډول اداء کول
۱۳۲ : د استخارې لمونځ کول
۱۳۳ : د شکر سجده کول
۱۳۴ : د شرعي مصلحت په خاطر تر قسم تېرېدل او کفاره يې اداء کول
۱۳۵ : د کور د غړو سره د کور په کارونو کي مرسته کول
۱۳۶ : مسجدونو ته پر پښو تګ کول
۱۳۷ : د لمانځه په وخت کي سُتره استعمالول
۱۳۸ : قرآن کريم په ښکلي ږغ سره تلاوت کول
۱۳۹ : يو ځای ته تر ننوتلو مخکي اجازه غوښتل
۱۴۰ : ارږمۍ بندول
۱۴۱ : د اختري د حيوان چاغول
۱۴۲ : د سهار تر لمانځه وروسته تر لمر ختو پوري کښېنستل
۱۴۳ : ومکې مکرمې ته د هديې لېږل د غير حاجي لپاره
۱۴۴ : کورنۍ او اولادونه په لمانځه امر کول
۱۴۵ : کور ته تر ننوتلو وروسته او له کور څخه تر وتلو مخکي دوه رکعته لمونځ کول
۱۴۶ : د تهجد لپاره له خوب څخه د پورته کېدو په وخت کي مخ په لاسونو مسح کول او د (آل عمران) وروستي آياتونه لوستل.
۱۴۷ : اودس کول
۱۴۸ : نوږونکي ته جواب ورکول
۱۴۹ : و پوښتونکي ته د هغه د حاجت په اړه ښوونه کول
۱۵۰ : د وترو تر لمانځه وروسته درې ځلي (سُبْحَانَ الْمَلِكِ الْقُدُّوْسِ) كلمه لوستل
۱۵۱ : په اوداسه ويدېدل
۱۵۲ : د بې کسو سره مينه کول
۱۵۳ : و نا بلدو کسانو ته ځای ورکول
۱۵۴ : مسجدونه په عطرونو خوشبويه کول
۱۵۵ : د حاجيانو د کورنيو ښه پالنه کول.
۱۵۶ : د بنديانو او ورته کسانو د کورنيو پالنه
۱۵۷ : په مسجدونو او نورو ځايونو کي د قرآنونو وېشل
۱۵۸ : په اپلکېشنونو، ويب سايټونو، چينلونو او راډيوګانو کي د علم نشرول
۱۵۹ : درسي حلقې، محاضرې او علمي دورې جوړول
۱۶۰ : د اختر لمونځ اداء کول
۱۶۱ : جامې، ګاڼې، لوښي او نور د نفع شيان له نورو نه سپمول
۱۶۲ : د حاجيانو نفقه پر غاړه اخيستل
۱۶۳ : د علم دين طالبانو ته د هغوی نفقه برابرول او د علم لپاره فارغه کول
۱۶۴ : د مسلمانو ماشومانو لپاره کتابونه او پروګرامونه برابرول
۱۶۵ : ديني علم په امانت دارۍ سره رسول (نَضَّرَ اللهُ اِمْرَأً سَمِعَ مَقَالَتِيْ، فَوَعَاهَا وَحَفِظَهَا وَبَلَّغَهَا). الحديث. ژباړه: د هغه کس مخ دي روښانه وي، چا چي زما قول واورېدی، سر يې په خلاص کړ، زده يې کړ او نورو ته يې ورسوی
۱۶۶ : د مسلمانانو له ناموس څخه دفاع کول
۱۶۷ : د قرآن کريم اورېدل
۱۶۸ : د علم او خير په لاره کي د جائزو او تشويق تګلاره غوره کول
۱۶۹ : له ماشومانو سره نرم چلند کول
۱۷۰ : د خير اړوند وختونو په اړه نور کسان خبرول
۱۷۱ : د امانتونو ښه ساتنه او ورسپارل
۱۷۲ : د ثواب په نيت د مريضانو علاج کول
۱۷۳ : له حيوانانو او الوتونکو سره ښه چال چلند کول
 
------
پاي

سرته