تازه سرليکونه
د (روغتيا پالنه) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
د ځیرکو موبایلونو منفي اغیزې
  تعلیم الاسلام ویب پاڼه
  December 8, 2021
  0

 

ژباړه: جمعه ګل همدرد / تعلیم الاسلام ویب پاڼه

 

ځیرک ټلیفونونه مکروبونه لري:
تاسو چي هر چيري ځی نو د ځان سره مو ځیرک ټلیفون وړی هغه که په مکتب کي یاست، کار کي یاست، سودا اخیستولو کي یاست او حتي د کور په کوچنیو کارونو کي د مصروفیت په وخت کي، ځيني خلک خو یې تشناب ته هم ور سره وړي چي بېخي بده ده. ځیرک ټلیفونونه وایرسونو او بېکټریاو ته پخپل ځان کي پنا ورکوي چي ستاسو د ناروغیو سبب ګرځي. هڅه وکړئ چي خپل ټلیفونونه مو په وایرس ضد صاف او د خاورو، خیرو او مکروبونه څخه هره ورځ پاک کړئ.


خپلي غاړي (مغزي) ته مو پام وکړئ:
په خواله رسنیو لکه فېسبوک، ټویټر، ګوګل کي د ګرځېدولو او پیغام لیکلو په وخت کي په کښته کتلو سره ستاسو پر غاړه د فشار راتلو په سبب ښايي یو ناروغي په وجود راوړي. کیدلای سي د عصابو درد وزېږوي چي ملا، وږو یا تر وږو لاندي برخو ته دردونه پيښ سي. د ځیرک ټلیفون د کارولو پر وخت لږ تر لږه هر ۲۰ دقيقې وروسته مهلت (وقفه) واخلئ. ځانونه مو ښه هوسا کړئ او پر مخ ډېر مه را کږېږئ. د ټلیفون د کارولو پر وخت مو ټلیفون لوړ ونیسئ. خپلي روغتیا ته مو په پام سره ټلیفون وکاروئ.


ټلیفون مو په سمه توګه ونیسئ:
هر هغه حالت چي غاړه د اوږده وخت د پاره د مخ پر خوا کږه ساتي د غاړي د درد سبب ګرځي. د اوږد وخت د پاره ټلیفون پر غوږ نیول هم د غاړي د درد سبب کیږي. که تاسو په داسي حالت کي یاست چي ټلیفون ډېر پر غوږ نیسئ پرلپسې مهلتونه واخلئ او غاړي ته مو ورزش ورکړئ. که ستاسو غاړه چړیکي پېل کړي نو ارام ورکړئ او د درد د ارامولو د پاره یوه ګرمه پټۍ پر غاړه وتړئ که درد ادامه پیدا کړي نو ډاکټر ته ولاړ سئ.


د موټر چلولو پر وخت د ټلیفون کارول:
د موټر چلولو پر وخت ټلیفون کارول ډېري خطرناکي پایلي لرلای سي. د موټر چلولو پر وخت ټلیفون کارول ستاسو پام پر سړک د روانو حالاتو څخه اړوي چي دا کار په ثانیو کي د ټکر سبب ګرځي. په ۲۰۱۵م زېږدیز کال کي د دغه ډول ټکرونو له امله ۳۵۰۰ کسان ووژل سوه او شاه او خوا ۳،۹۱۰۰۰ کسان زخمیان سوه. ځینو هیوادونو د موټر چلولو پر وخت کي د ټلیفون کارونه د قانون له مخي منع کړې ده او ځینو هیوادونو بیا اجازه ورکړې چي د موټر چلولو پر وخت ټلیفون د ګوشکیو پر مټ وکاروي تر څو د چلونکي لاسونه و شترینګ ته خلاص وي.


د ټلیفون د شنې رڼا څخه خبر واوسئ:
کومه شنه رڼا چي ستاسو د ځیرکو ټلیفونونو، کمپیوټرونو او تلوېزونونو څخه راوزي "د اوږدو څپو لنډ واټن" بلل کیږي. دغه رڼا ستاسو و روغتیا ته د ضرر لامل کیږي. دغه شنې رڼا ته نیژدېوالی ستاسو د وجود منظم ډوله بدلونونه (چي په وجود کي په ۲۴ ساعته کي جریان مومي) اخلالوي او کله چي لمر لويږي بیا په ويده کېدولو کي هم ستونزي پیدا کوي. ستاسو د ځیرک ټلیفونونه څخه خاریجېدونکې شنه رڼا ښايي د زړه، بې حده چاغوالي، شکري او نورو ناروغیو لامل وګرځي. څومره چي شونې ده له تیارې وروسته مو د ځیرک ټلیفون، تلوېزون او کمپیوټر له هنداري سره غیري اړیني اړیکي کمي کړئ. که تاسو د ورځي په جریان کي لمرینه رڼا واخلی نو د شپې به ښه خوب وکړی.

 


 

د قدم وهلو په وخت متوجه واوسئ:
د قدم وهلو پر وخت پېغامونه لیکل یا انټرنیټ کارول یو خطر دئ. تاسو شاید فکر وکړئ چي یو لنډ پېغام لیکل به لږ وخت ونیسي خو په همدغه وخت کي ښايي تاسو یو د ګڼي ګوڼي ډک چوک ته ورسېږی یا غوځارسی، وښویږی، او یاهم ښايي د یو شي سره ټکر سی. په حیرانتیا سره ۵۲٪ ټکرونه د سړکونو پر سر کله چي خلک په خپلو ځیرکو ټلیفونونو بوخت وي رامنځته کیږي. په ټکر کي کیدلای سي هډونه مو مات سي، سر مو زخمي سي او د نورو بدني اعضاوو د ټپي کېدو سبب سي. د ټلیفون کولو، پېغام استولو او یا انټرنيټ کارولو پر وخت کښېنئ او یا ارام ودرېږئ تر څو د یوي غمجني پیښي سره مخامخ نه سئ.


ایا ځیرک ټلیفونونه د سرطان لامل کیږي؟
ځینې خلک اندېښمن دي چې د ګرځنده تلیفون کارول د دماغ د پړسوب، دماغي سرطان، د اضافه پړسوب او د سرطان د نورو ډولونو سره تړاو لري. اړونده څېړونو داسي کوم شواهد ندي پیدا کړي. که بیا هم تاسو اندېښنه لری نو د خپلو ځیرکو ټلیفونونو سره مو اړیکي کمي کړئ، پر ټلیفون د خبرو کولو پروخت ګوشکۍ وکاروئ او یا لاوډ سپيکر لوړ کړي تر څو د غوږ څخه مو لیري وي.


خپله بټه ګوته مو وساتئ:
په ځیرک ټلیفون کي ډېر لیکل کول ښايي ستاسو بټي ګوتي یا نورو ګوتو ته زیان ورسیږي. کیدلای سي ستاسو ګوتي هم هغسي کږې پاته سي او د سيده کولو  پر وخت کیدلای سي چي درد وکړي. که تاسو د داسي حالاتو سره مخامخ سی نو ګوتو ته مو ارام ورکړئ او پر ټلیفونونو لیکل کم کړئ.


کارپل ټونل سینډرام:
دا یو ډول د څنګلو اړوند ناروغي ده. د کومي له وجي چي د څنګلي پله پېچل کیږي. دا د لاس د وچېدو (بې حسه کېدو) یا میږي میږي کېدلو سبب ګرځي او ښايي لاس یا څنګلی مو درد هم پیدا کړي. کله چي تاسو ځیرک ټلیفون کاروی کیدلای سي د دغه ډول دردونو سره مخامخ سی. د ټلیفون د کارولو پر وخت مو ږرۍ یا څنګلی پر کلک شي مه ږدئ. خپل څنګلی مو د اوږد وخت د پاره کت مه پرېږدئ او که ډېر اړ یاست نو پر لپسې مهلتونه واخلئ.


د برېښنایي مداخلې څخه خبر اوسئ:
ځیرک ټلیفونونه ښايي طبي ماشین الات لکه د زړه د ګراف معلومولو ماشین او یا نور ماشینونه اخلال کړي او یا يې بیخي خراب کړي. ځیرک ټلیفونونه ښايي د اورېدلو الات (هغه ګوشکۍ چي ځیني خلک یې د ښه اورېدلو په وجه په غوږو کي ایږدي)  هم ګډوډ کړي. د ایکسرې (عکس اخیستولو ماشین الات لکه د ایم ار ای، سټي سکېن ماشین چي په روغتونونو کي اجرا کیږي) یا امنیتي سکېنرونه چي په هوايي میدانونو کي کارول کیږي هم کیدلای سي اخلال کړي.


خپلي سترګي مو خوندي کړئ:
شنې رڼا ګاني چي د لنډ واټن اوږدې څپې ورته ویل کیږي ستاسو له ځیرکو ټلیفونونو څخه خارجیږي ښايي ستاسو د سترګو د درد او یا وچېدو لامل وګرځي. دغه رڼا ګاني ستاسو د سترګو سپینو برخو او دید ته هم زیان اړولای سي. که تاسو خداي مه کړه د داسي ستونزو سره مخامخ سی نو د ټلیفون کارول مو کم کړئ. دا یوازي ځیرک ټلیفون نه بلکي تلوېزون، کمپیوټر او اي پاډ هم ورته ستونزي را ولاړوي. که تاسو بیا هم اړ یاست چي دا توکي وکاروی نو پر لپسې وقفه وکړئ.


ځیرک ټلیفون ستاسو طبي پاملرنه اخلالوي:
ډاکټران او نور روغتیايي کار کوونکي هم د ځیرکو ټلیفونونو څخه خوندي نه دي. یوه څیړنه شواهد وړاندي کوي چي کوم ډاکټران او روغتیايي کار کوونکي چي ځیرک ټلیفونونه کاروي ښايي منفي تاثیرات یې پر ناروغانو پریوزي. څېړنه ښيي کله چي د معاینې په جریان کي ډاکټر یوازي یو ځلي د ځیرک ټلیفون وکاروي نو په تشخیص او علاج کي یې د غلطیو او ناسم تشخیص ګراف ۱۲٪ پورته کیږي.  تاسو چي کله ډاکټر ته مراجعه کوئ هڅه وکړئ چي ډاکټر ستاسو د معاینې په جریان کي ټلیفون ونه کاروي.


ځیرک ټلیفونونه او ټولنیزي اړیکي:
کوم خلک چي د ځیرکو ټلیفونونو معتاد سوي دي هغوی له ډیرو نیژدې او مهمو خلکو څخه لیري دي. تاسو باور وکړئ چي د ځیرک ټلیفون شتون ستاسو د دوستانو سره ستاسو نیژدېوالی او باور کموي. ځیرکو ټلیفونونو د خلکو له منځه مینه او یو د بل  درک کول او یا یو د بل سره همدردي ښودل له منځه یوړل. د ځیرکو ټلیفونونو شتون د خلکو در منځ خپلوي او ګرانښت اخلال او زیانمن کړی دی. د مهربانۍ له مخي مو د دوستانو او خپلوانو سره د لیدلو پر وخت خپل ځیرک ټلیفونونه په جیبونو کي واچوئ.

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته