تازه سرليکونه
د (روغتيا پالنه) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
د معتدل اوسېدلو لپاره (۶) ساعته خوب اړین دی
  تعلیم الاسلام ویب پاڼه
  July 6, 2019
  0

ژباړه: جمعه ګل همدرد / تعلیم الاسلام ویب پاڼه

 

شپږ ساعته خوب د صحتمند انسان د پاره کافي دئ. او د مدرسینو استاذانو او زده کوونکو د پاره د ورځي او شپې اته ساعته خوب کول غوره دئ خو شپږ ساعته هم کفایت کوي. لیکن که تر شپږ ساعته هم خوب لږ سو نو سمدستي باید د ډاکټر سره په مشوره درمل وخوړل سي ځکه که تر شپږ ساعته خوب لږ سي نو روغتیا ته مو زیان رسوي، دماغ مو خشک کیږي، اخلاق مو غیر متوازن ګرځي، د مېرمني سره جګړه، د ماشومانو ټکول او د دوستانو سره د جنجال سبب ګرځي. کله چي مزاج خوشک سي نو قهر او غوصه ډېریږي او په اخلاقو کي اعتدال نه ساتل کیږي. کله چي په اخلاقو کي توازن او اعتدال نه وي نو څوک الله تعالي ته نیژدېوالی نه سي تر لاسه کولای. 


د چا چي اخلاق غیر متوازن وي نو هغه د نسبت خاوند (ولي) نسي ګرځېدلای. ځکه چي د بنده ګانو د حقوقو په مورد کي نوموړی ظالم ګرځي، د هغه څخه خلک په بېره کي لویږي او د رحمت للعالمین صلي الله علیه واّله وسلم د ترحم صفت په نوموړي شخص کي نه راځي. په نوموړي شخص کي د (أرحَمُ أمَّتي بأمَّتي) صفت هم نه راځي (پر امت مهربانه نه وي). په لږ وخت کي ځان وژولو ته هم تیاریږي او په لږ وخت کي کمیس هم کاږي. او په زوره درته (چپ سه) هم وايي او په غصه کي یې رنګ هم یو عجب شکل غوره کوي یعني په لږ وخت کي یو ناڅیزه شی ځیني جوړیږي. 


 په دې سبب خواست درته کوم چي زموږ بزرګانو ویلي دي چي د روغتیا د ساتني د پاره خپل سر هم مالشوئ، د بزې یا غوا شیدې  هم چښئ، د قوت نوري مناسبي غذايي هم باید وخورئ او خوب خو باید په هیڅ صورت کي لږ نسي. څومره لیونیان چي په مرستونونو کي پراته دي د هغوی اول خوب لږ سوی دئ نو په دې سبب خوب باید هیڅکله هم لږ نه سي ځکه چي په دې صورت کي خوشکیت ډېریږي چي پایله یې روحي ناروغۍ دي.  


ماخذ: مواعظ مولانا حکیم محمد اختر رحمه الله

ـــــــــــــــــــــــــ

د غرمې خوب او ډوډۍ (الحدیث)
ترخوب مخکي
د ماشومانو خوب ته ځانګړې پاملرنه
د ماشومانو د خوب اندازه
کورنی جوړښت: ډوډۍ او د خوب وخت تنظیمول

 

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته