تازه سرليکونه
د (روغتيا پالنه) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
په روژه کي د تندي مخنیوی
  تعلیم الاسلام راډیو
  May 16, 2018
  0

لیکنه: عبدالغفار جبیر/تعلیم الاسلام ویب پانه 2017-06-05

 

که غواړی چي په روژه کي تږي نسی دغه لارښونې عملي کړئ:

۱: هغه مشروبات باید چي کافین لري باید ونه څیښل سي، دا ځکه چي کافین (Caffeine) بولي زیاتوي، چي د بدن مالګې او اوبه خارجیږي.
 
۲: پر پیشلمي او روژه مات باندي میوې او سبزي خوړل د انسان د بدن اوبه پوره کوي، چي دا هم د روژې لپاره او هم د صحت لپاره ډیر ښه دي.
 
۳: نمکینه او مصاله داره خوراک انسان تږی کوي، چي بیا تنده صورت نیسي، باید په روژه کي مالګه او مصاله په اندازه استعمال سي.
 
۴: د روژه مات څخه څه ګړی بعده باید یو ځل اوبه ونه څیښل سي باید څو څو ځلي وڅیښل سي، په دې سره د انسان د بدن اوبه پوره کیږي او تنده له منځه ځي.
 
۵: په ډیره ګرمۍ کي باید تګ را تګ ونسي، همدارنګه باید ډیر کار ونسي چي تر څو د بدن اوبه ضایع نسي او تنده را منځته نسي.
 

سرته