تازه سرليکونه
د (چاڼ سوي مضامين) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
د حضرت عمر رضی الله عنه نصیحتونه
 
  April 16, 2016
  0

 رالېږونکې: ت. حمیدي/تعلیم الاسلام ویب پاڼه

 


د امیرالمومنین حضرت عمر بن خطاب (رضی الله عنه) نصیحتونه

۱: څوک چي ستا په باره کي د الله (جل جلا له) نافرماني وکړي ته هغه ته هغسي سزا نه سې ورکولای پرته له دې چي ته د هغه په اړه د الله (جل جلاله) اطاعت وکړې.
۲: د خپل ورور خبري یو ښه اړخ ته د بیولو پوره کوښښ کوہ...

۳: د مسلمان د ژبي څخه چي کومه خبره وتلې دہ د هغه څخه ښه  مطلب اخله د هغه سره د غلط مطلب گمان مه کوه.

۴: کوم سړی چي په خپله داسي کار کوي چي په هغه سرہ نورو ته د بدگمانۍ موقع لاس ته ورسي نو هغه دي پر ځان بدگماني کونکي نه ملامتوي.

۵: څوک چي خپل راز پټ ساتي اختیار به د هغه په لاس کي وي.

۶: له رښتنونو ورونو سرہ د اوسیدو پابندي کوي، د هغوی د نیکي په سیوري کي ژوند تیروی، ځکه چي په پراخۍ او ښو حالاتو کي به هغه ستاسي لپاره د ښایست ذریعه او په مصیبت کي به د حفاظت سامان وي.

۷: تل رښتیا وایه که څه هم په رشتیا وینا سره دي ساه وځي.

۸: په بې فایدې او بې کاره کارونو کي مه مشغولیږه.

۹: کومه خبره چي لا نه ده پیښه  سوې د هغه په باره کي پوښتنه مه کوه، ځکه چي کوم څه پیښ سوي دي د هغو ضرورتونو فرصیت له لاڅه وځي.

۱۰: خپل حاجت هغه چاته مه وړاندي کوه چي هغه دا نه غواړي چي ته په دې کي کامیاب سې.

۱۱: د درواغو قسم سپک مه گڼئ که نه تاسي به هلاک سی.

۱۲: له بدکارو سره مه اوسئ که نه تاسو به د هغوی څخه بدکاري زده کړی.

۱۳: د خپل دښمن څخه جلا اوسئ.

۱۴:له خپل دوست سره هم په احتیات کي اوسئ، خو که هغه امانتدار وي نو بیا ددې ضرورت نسته او امانتدار هغه کيدای سي چي د الله (جل جلاله) څخه بیریږي.

۱۵: هدیرې ته چي ولاړ سی نو خشوع اختیار کړئ.

۱۶: کله چي د الله (جل جلاله) د فرمانبرداری کار وکړی نو عاجزي اختیار کړئ.

۱۷: کله چي د الله (جل جلاله) نافرماني وسي نو د الله (جل جلاله) څخه پناه غواړئ.

۱۸: په خپلو ټولو کارونو کي د هغه خلگو سره مشوره کوئ چي د الله (جل جلاله) څخه بیریږي، ځکه چي الله (عزوجل) فرمایي: (إِنَّمَا يَخْشَى اللَّهَ مِنْ عِبَادِهِ الْعُلَمَاءُ) (سورت، فاطر،ایت،۲۸)

ژباړہ: حقيقت دادى چې د الله له بندګانو نه يوازې عالمان له هغه نه وېرېږي.
(اخراجه الخطیب و ابن عساکر و ابن النجار کذا فی الکنز (ج۸، ص۲۳۵).

ماخذ: حیات الصحابه (رضی الله عنهم) ۳ جلد، ص۵۵۴ او ۵۵.
مولف: مولانا محمد یوسف بن الیاس الکاندهلوي رحمه الله
-------------------------------------
 
تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته