تازه سرليکونه
د (فتوا حلال او حرام) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
فتوا: په لاس سره ځان انزالول څنګه دي؟
  تعلیم الاسلام
  February 5, 2013
  0

 تعليم الاسلام  دارالافتاء 

 
مسلسله شمېره : (٤٩۹ )
 
نوم: ميرزا
 
سوال :په لاس سره د منيو خارجول څنګه دي ؟ اوريدلي مي دي چي ناروا عمل دى ، خو د ډېري مجبورئ په وجه چي ډېر سخت تکليف وي ورته په داسي حال کي دا عمل څنګه دى  ؟ او تکليف يې هم د خايو د درد له امله وي .
 
جواب : 
 
حامداً و مصلياً
د خوند او شهوت دپاره استمنا يعني په لاس د منيو خارجول  نا جائز او لويه ګناه ده ، البته که درد او تکليف ورته پيښ وي چي بېله دغه کار څخه يې بل علاج نه کېده  ، يا په زنا د اخته کېدلو سخته بېره وه او بیله دغه حرکت څخه د ځان ساتني بل ممکن صورت نه وو، نو بيا  اميد سته چي ددې کار په  کولو الله  جل جلاله سزا ور نه کړئ  .
 
 
الجواب : مولوي عبدالهادي اغا 
الجواب صحيح : مولوي سيد عبدالباري
تعليم الاسلام دارالافتاء
کندهار افغانستان
 
 
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
(١):فَمَنِ ابْتَغَى وَرَاءَ ذَلِكَ فَأُولَئِكَ هُمُ الْعَادُونَ. سورت المؤمنون: ايت ٧ 
 
(٢) : وَلَوْ خَافَ الزِّنَى يُرْجَى أَنْ لَا وَبَالَ عَلَيْهِ وَفِي السِّرَاجِ إنْ أَرَادَ بِذَلِكَ تَسْكِينَ الشَّهْوَةِ الْمُفْرِطَةِ الشَّاغِلَةِ لِلْقَلْبِ وَكَانَ عَزَبًا لَا زَوْجَةَ لَهُ وَلَا أَمَةَ أَوْ كَانَ إلَّا أَنَّهُ لَا يَقْدِرُ عَلَىالْوُصُولِ إلَيْهَا لِعُذْرٍ قَالَ أَبُو اللَّيْثِ أَرْجُو أَنْ لَا وَبَالَ عَلَيْهِ وَأَمَّا إذَا فَعَلَهُ لِاسْتِجْلَابِ الشَّهْوَةِ فَهُوَ آثِمٌ . شامی: ج٢ ، ص١٠٩ ، کتاب الصوم مطلب في حکم الاسمناءبالکف .
 
.(٣) : احسن الفتاوي: ج٨ ، ص٢٤٩ .
 

 

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته