تازه سرليکونه
د (روغتيا پالنه) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
ذهني نا آرامي او علاج يې
  تعلیم الاسلام ویب پاڼه
  November 24, 2021
  0

ليکنه: محمد الياس عثماني / تعلیم الاسلام ویب پاڼه


تر ټولو لمړی باید دا وپېژنو چي دا کومه ناروغي ده؟!


دې ناروغۍ ته په انګليسي ژبه "ډېپرېشن" وايي، دا یو داسي حالت دئ چي د انسان د ټولي نړۍ له کائناتو سره نفرت پیدا سي، او زيات وخت دا خوښه بولي چي دی بايد په يو داسي فضاء کي ژوند وکړي چي هلته د انسان بوی لا هم نه تر سږمو کیږي، انسان چي له ميني جوړ سمبول دئ لا یې د میني سره نفرت پیدا سي، تر ژوند مرګ خوښ بولي، فکر یې داسي جوړ سي چي خپل د ژوند ټولي ستونزي به مرګ ته په پناه وړلو جبران کړي، مګر نه!!!


دا ئې حل لاره نه ده! 


او ددې ناروغۍ اصل سرچينه سیکولریزم (بې ديني) ده! 


زیات وخت دا ناروغي له ډېره خفګانه پېښيږي يعني مسلسل غمجن اوسېدل، د تېر په اړه ارمان کول، په هغه پسي په نا آرامۍ ژړا کول، او داسي نور....


نو هدف دا چي که څوك له دې ناروغۍ  سره لاس او ګرېوان وي، د هغه د پاره دا څو ټکي مجربه نُسخه ده:


۱- معنوياتو ته مخ کول يعني د هغه رب(جل جلاله) سره تعلق ټينګول کوم رب چي ته پیدا کړی یې، د قرآنکريم زیات تلاوت کول، اورېدل، غور او تدبُر پکښي کول،  د الله تعالٰی ذکر د ځان مشغله ګرځول، لمانځه ته د محبت په تلوسه تلل، هلته خپله توجه صرف و صرف خپل رب ته کول، په مسجد کي د زيات وخت لپاره پاتېدل، د الله عز وجل څخه د سجدې په شکل کي دُعا غوښتل، رب ته ژړل، خپل پر ګناهونو اعتراف کول، توبه کښل، د الله رب العزت څه بخښه غوښتل؛ چي ددې قرآنکريم هم شاهد دئ، د سورة الحجر په آخیرني درې آیاتونه کي راځي: 


(وَلَقَدْ نَعْلَمُ أَنَّكَ يَضِيقُ صَدْرُكَ بِمَا يَقُولُونَ• فَسَبِّحْ بِحَمْدِ رَبِّكَ وَكُن مِّنَ السّٰجِدِينَ• وَاعْبُدْ رَبَّكَ حَتّٰى يَأْتِيَكَ الْيَقِينُ)
"او موږ ته معلومه ده، کومي خبري چي دوى په تا پوري كوي، په هغو سره ستا زړه ته خپګان رسيږي، ددې علاج دا دئ چي: د خپل رب ثنا و ستاینه په پاکۍ سره وکړې، د هغه په وړاندي سر په سجده ښكته کړه او تر هغه وروستي ساعت (مرګ) پوري چي د هغه راتګ يقيني دى، د خپل رب بندګي كوه."


۲- له بېکارۍ ځان ساتل او اسلامي کتابونه مطالعه کول.
۳- په اصلاحي او علمي مجالسو کي ګډون کول.
۴- د يوازي والي څخه ځان ساتل.
۵- خپل فکر خپله بدلول.
۶- د تېر په اړه فکر ته وخت نه ورکول.
۷- عبادت، خوب، خورك، سپورټ، او مجلس د يو عادي انسان په رقم تکلفًا کول.
۸- ځان په نه څه خوشاله کول، مُسکا کول، له خندرويه کسانو سره راشه درشه لرل، او خلګو ته ځان خوښ ښکاره کول.
۹- له هغه تفريحي او سرسبز ځایونو سره ليده کاته کول چي طبيعت ورسره مينه لري.
۱۰- لاندنۍ دُعاء په پوره ايمان او عقيده باندي ويل؛


د حضرت عبدالله بن مسعود رضي الله عنه څخه روايت دئ چي نبي کريم (صلی الله عليه وسلم) وفرمايل:
هيڅ يو مسلمان ته به پرېشاني او غم ونه رسيږي چي هغه بیا دغه دُعاء ووايي مګر دده غم او پرېشاني به په خوشحالۍ بدله کړي.


نو صحابوو مبارکانو عرض وکړ؛ چي آیا دغه دعاء او ذکر موږ زده نه کړو؟ 
نو عليه السلام مبارك وفرمايل: هو! هر هغه څوك چي ئې واوري، هغه یې باید زده کړي!
هغه دُعاء یا ذکر دا دئ:


"اَللَّهُمَّ اِنِّي عَبْدُكَ،  وَابْنُ عَبْدِكَ،  وَابْنُ اُمَّتِكَ،  نَاصِيَتِي بِيَدِكَ،  مَاضٍ فِيَّ حُکْمُكَ،  عَدْلٌ فِيَّ قَضَاءُكَ،  أَسْئَلُكَ بِکُلِّ اِسْمٍ هُوَ لَكَ،  سَمَّيْتُ بِهِ نَفْسَكَ،  أَوْ اَنْزَلْتَهُ فِي کِتَابِكَ،  أَوْ عَلَّمْتَهُ أَحَدًا مِنْ خَلْقِكَ،  أَوِ اسْتئْثَرتَ بِهِ فِيْ عِلْمِ الْغَيْبِ عِنْدَكَ،  اَنْ تَجْعَلَ الْقُرْآنَ رَبِيْعَ قَلْبِيْ،  وَنُوْرُ بَصَرِيْ،  وَ جِلَاءَ حُزْنِيْ،  وَذِهَابَ هَمِّيْ."


ددې دعاء ناقِل عالم لیکي: "يو وخت زه هم پدې ناروغۍ مبتلاء سوم بیا ډېرو ډاکټرانو ته ولاړم خو فايده یې ونه کړه، کله چي مي بيا دا حديث وليد او دا دُعاء مي څو ورځي تکرار کړه زه د الله تعالی په فضل او کرم له یادي ناروغۍ څخه په امان سوم."


مأخذ؛ (مسند البزار، مسند ابي یعلی، المستدرك، المعجم الكبير والدعاء لطبراني، کنز الاعمال، جمع الجوامع لسیوطي، مجمع الزوائد و منبع الفوائد)

 

ــــــــــــــــ

د کلک زړه زیانونه او علاج

 

 

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته