تازه سرليکونه
د (نبوي سیرت) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
نبوي سیرت: د کعبې د پوښ ورکولو واقعه (۱۲)
  تعلیم الاسلام راډیو
  March 4, 2018
  0

لیکنه: مولوي عنایت الله علمي / تعلیم الاسلام ویب پاڼه

 

د کعبې شریفي د نړولو او پوښ ورکولو واقعه

 

تُبّع (د یمن پاچا) رهي سو خو په لار کي و مکې مکرمې ته نژدې يوه قبيله وه چي د هُذَيل قبيله نومېدل د دغي قبيلې او د قريشو په منځ کي پخوانۍ دښمني پرته وه څو واره يې جنګونه سره کړي وه او دغه رنګه د دغي قبیلې د يمن خلک هم نه وه خوښ، دغه د هُذيل قبيلې فکر وکړى چي داسي يوه حيله او چم جوړ کړي چي دواړو هغو قومو ته چي د دوى نه ده ور سره جوړه ضرر او تاوان و رسوي او په جنګ يې سره اخته کړي، نو د هذيل د قبيلې مشران و تُبّع ته ورغلل او ورته ويې ويل: غواړې چي  د جواهِراتو، سرو او سپينو زرو او خزانو خاوند سې؟ تُبّع ويل: هو، څوک دى چي جواهرات او خزانې يې نه وي خوښ؟ دوى و ويل: په دغه کلي کي يوه خونه ده چي خلک يې احترام او عزت کوي او دغه خونه په جواهراتو او سرو زرو ډکه ده. 

 

حقيقتاً هم په کعبه شريفه کي هرڅه پراته وه خلکو د کعبې شريفي د احترام په سبب خزانې پکښي ښخولې، د تُبّع هم طمعه پيدا سوه او لښکر يې د جنګ دپاره تيار کړى غواړي چي پر مکه مکرمه حمله وکړي کعبه شريفه ونړوي او خزانې يې واخلي، هغه دوه نفره د يهودو عالمان خو هم په دې سفرکي د تُبّع ملګري وه ځکه ده ورته ويلي وه چي تاسي زما سره يمن ته ولاړ سى او  زما قوم ته يهوديت او د يهوديت احکام ور وښوى، دغو عالمانو چي د جنګ دپاره د لښکر تياري وليدل تُبّع ته ورغله او ويل: څه کوې؟ او د څه إراده دي ده؟ تُبّع ويل: غواړم چي پر دغه کلي حمله وکړم او  هغه شيان چي په دغه خونه کي پراته دي هغه واخلم دوى ورته و ويل: په والله د هذيل د قبيلې بل غرض او مقصد نسته بېله ستا د مرګ او هلاکت څخه!

 

 تُبّع و ويل: څنګه؟ عالمانو ورته و ويل: دا بيت الله دى د ټوله مځکي پر مخ د الله جل جلاله  بل کور او حرم نسته بيله دغه کوره څخه، دغه قبيلې چم درته جوړکړى دى او غواړي چي تا و وژني، تُبّع و ويل: څنګه وکړم؟ عالمانو و ويل: عزت يې وکړه او طواف پر وکړه، تُبّع ويل: تاسي يې ولي عزت نه کوى؟ او ولي طواف نه پرکوى؟ دوى و ويل: موږ يې عزت کوو او طواف به مو هم پر کړی وای خو دغه د مکې خلکو کعبه شريفه په بتانو ډکه کړې ده څرنګه چي موږ موحِّدين او عالمان يو موږ ته دا نه ښايي چي پربتانو طواف وکو، تُبّع د دوى خبره ومنل او مکې مکرمې ته ورغلى د کعبې شريفي يې عزت او احترام وکړى طواف يې پر وکړى بيا نو هلته بيده سو خوب يې وليدى چي په کعبه شريفه پوښ اغوندي، تر دغه وخته کعبه شريفه لڅه وه چا پوښ نه ؤ په اغوستى تُبّع چي را ويښ سو امر يې وکړى چي د کعبې شريفي دپاره د يوه ښه پشمي ټوکر څخه پوښ جوړکړى، پوښ جوړ کړه سو او په کعبه شريفه واغوستل سو خو تُبّع بيا بل خوب وليدى چي وکعبې شريفي ته تر هغه اول پوښ بل ښه او بهتر پوښ ورکوي نو يې امر وکړى چي د ملائل د ټُکره څخه پوښ ور جوړ کړى چي دغه (ملائل) د هغه وخت د ټکرانو هغه تر ټولو ښه او نازک ټکر ؤ، دا نو د کعبې شريفي هغه اول پوښ ؤ او تُبّع اول سړئ دى چي په کعبه شريفه يې پوښ اغوستى دى چي د دغه تُبّع نوم تَبّان بن اسعد دى او د يمن پاچا ؤ. 

 

 

بيا نو عربو هرکال وکعبې شريفي ته پوښ ورکاوه او نوى پوښ به يې پر هغه زاړه پوښ سر بېره په اغوستى او دغه طريقه چي پوښ سر بيره پر پوښ د عبدالمطلب تر زمانې پوري پاته وه، کوم وخت چي عربو ته دا فکر او احساس پيدا سو چي ښايي د کعبې شريفي بناء د دغو پوښو د دروند والي په سبب ونړيږي نو يې زاړه پوښونه ټول ځني ايسته کړل او هرکال زوړ پوښ ځني کاږي نوى پوښ په اغوندي. 

 

دا د کعبې شريفي د پوښ په باره کي معلومات وه چي څنګه او ولي شروع سو او چا د اول وار دپاره شروع کړى.

 

ماخذ: د سرورِ کائنات صلی الله علیه وسلم ژوند

-----------------------------

د کعبې د جوړښت تاریخ
د کعبې شریفي د غلاف تاریخ

 

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته