تازه سرليکونه
د (اسلامي تاريخ) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
د کعبې د جوړښت تاریخ
  تعلیم الاسلام
  July 27, 2016
  0

د اسماعیل علیه السلام او هاجرې علیها السلام قصه د کعبې جوړښت

 مولوي عنایت الله علمي حفظه الله / تعلیم الاسلام ویب پاڼه


اوس نو کېدلاى سي چي دغه پاک تاريخ د محمّد مصطفْی صلی الله علیه وسلم  د پيدايښت څخه را شروع کړو مګر ما دا ښه وبلل چي تر دغه پاک ميلاد د دمخه څخه را شروع سي، دپاره د دې چي دا را معلومه سي چي د دغه لار ښوونکي نور تر را تګ د مخه د عربو ژوند او تاريخ څنګه او څه ډول ؤ او  بيا د وحيو په راتګ سره څنګه سو؟ هغه تغير چي د رسول الله صلی الله علیه وسلم  د رسالت په واسطه يواځي په جزيرة العرب کي نه بلکه په ټول عالم کي راغلى دى لوى او مهم تغير دى، خو انسان ته دا فرق تر هغو نه سي معلومېدلاى ترڅو د دغه پاک سيرت معلومات ورته و نه سي.

 
 او شروع هم ډيره سخته ده، نه پوهېږم چي د کوم ځاى څخه يې را شروع کړم ځکه تر اسلام د مخه د عربو تاريخ ډير اوږد او لوى تاريخ دى، خو ما دا ښه وبلل چي د هغه ځاى څخه شروع وکړم، کوم چي الله عزوجل  خپل معزز پيغمبر ابراهيم علیه السلام  امر کړى چي خپله ښځه هاجَر رضی الله عنها  او د دې هغه کوچنئ د تي زوى اسماعيل علیه السلام  بوزه او په مکه مکرمه کي يې پريږده، چي دغه مکه بېله اوبو او بېله زراعته د تورو او لويو غرو په منځ کي يوه خالي ډبرينه شېله ده او هغه وخت کعبه شريفه هم نه وه جوړه سوې، ځکه کعبه شريفه بيا په وروسته کي ابراهيم علیه السلام  او د ده زوی اسماعیل علیه السلام  جوړه کړل. 
 
 
نو دغه شېله چي نوم يې مکه يا بکه دى يوه خالي شېله وه چي نه هلته انسانان وه او نه د انسانانو د ژوند کولو شرايط موجود وه، هلته نه اوبه وې نه زراعت، نه کلى ؤ نه کور، فقط غرونه او ډبري دي، نو د الله جل جلاله  په امر ابراهيم علیه السلام  د خپلي ښځي او کوچني زوى سره د فلسطين څخه و مکې مکرمې ته راغلى او  هلته يې د بيت الله الحرام د مځکي سره خپله زوجه هاجَر او خپل کوچنئ زوى اسماعيل علیه السلام  پر وچ دښت پرېښوول او دئ رهي سو، هاجر رضی الله عنها  په تعجب کي سوه چي موږ څنګه دلته پريږدي؟
 
دلته خو نه اوبه سته نه خورک، نه انسانان سته نه زراعت، نه کلى سته نه کور او  زما سره دغه کوچنئ د تي هلک هم را سره دى، نو يې پسي ور ږغ کړل: موږ څنګه دلته پريږدې؟ ابراهيم علیه السلام  هيڅ ږغ و نه کړى، دې بيا پوښتنه ځني وکړه او ده علیه السلام  ږغ نه کاوه، خو په  آخر کي دې پوښتنه ځني وکړه:
 
آيا الله جل جلاله  امرکړى يې چي موږ دلته پرېږده؟
 
ابراهيم علیه السلام  و ويل: هـو، دلته نو هاجر علیها السلام  د هغه واقعي مسلماني پر قِسم چي اعتماد او توکل يې يواځي پر الله جل جلاله  وي په پوره يقين سره و ويل: الله مو نه ضايع کوي، څرنګه چي دا د الله جل جلاله  امر دى او الله عزوجل  پر خپلو بندګانو  رؤف او رحيم دى نو بېله تشويشه او شکايته کښېنستل او ابراهيم علیه السلام  رهي سو. 
 
تاسي ته خو هغه مشهوره قصه در معلومه ده، کوم وخت چي د هاجر علیها السلام  سره هغه موجودي اوبه کومي چي ابراهيم علیه السلام  ور پرې ايښي وې خلاصي سوې نو دا د اوبو د پيدا کولو دپاره ولاړه سوه چي يا به دلته اوبه پيدا کړم يا به يو څوک و وينم او خپل زوى يې د دغه اوسني زَمزَم د څا د منطقې سره پرېښاوه چي البته هغه وخت نه څا ؤ نه اوبه، خو دا د صفا و غونډۍ ته وختل او بيا د مروا غونډۍ ته ولاړل، دغه د اوبو په طلب کي يې اووه واره د صفا او مروا په منځ کي تګ او را تګ وکړى.
 
دغه د دې تګ او را تګ زموږ په دين کي د حج کونکو او عمره کونکو دپاره ديني شعار وګرځېدى او دا د دغه مومني ښځي ياد دى، اسلام و مومني ښځي ته دغه اندازه شرف ورکړى دى چي د قيامت تر ورځي به نه هېريږي، بي بي هاجر علیها السلام  په دغه تګ او راتګ مشغوله وه چي هلته جبريل علیه السلام  د اسماعيل علیه السلام  د پښو سره د الله عزوجل  په امر دغه مځکه چي اوس هلته د زَمزَم څا دى په خپل وزر و وهل مځکه وچاودل او اوبه ځني را و وتې. 
 
دا د زَمزَم د ښکاره کېدلو شروع او ابتداء ده او دلته په دغو غرو کي د اول وار دپاره اوبه پيداسوې، خو دغه واقعه هغه وخت پيښه سوه چي په دغه وخت کي هلته په يمن کي د اوبو يو ډير لوى بند چي (سدِّ مآرب) ورته ويل کيده نړېدلى ؤ. 
 
تاسي ته معلومه ده چي انسانان هميشه په هغو ځايو کي اوسيږي کوم چي هلته اوبه وي او  دغه سدِمآرب، يا د اوبو بند، په يمن کي ډير لوى او عظيم بند ؤ او د دغه بند پر شا وخوا ډير انسانان اوسېدل چي دغه انسانان هم ټول عرب وه، ځکه د عربو اصلي وطن او ځاى يواځي او يواځي يمن دى بيله هغه کوچي عربو څخه چي يوه او بل طرف ته به تلل نور نو ټول عرب يواځي په يمن کي وه بل ځاى نه اوسېدل، نو ځکه د اصلي عربو اصلي وطن يواځي يمن دى.
 
 او بيا د هغه ځاى څخه د دغه بند د نړېدلو په سبب چي اوبه وركي او نېستي سوې عربو يوې او بلي خوا ته کوچ وکړى او سره و پاشل سوه. 
 
کوم وخت چي (سدِّ مآرب) ونړېدى عرب د رزق د پيدا کولو دپاره يوه او بل طرف ته ولاړل او هري قبيلې د ځان د اوسېدلو دپاره يوه منطقه اختيار کړل، د مثال پر ډول د ثقيف قبيله و طائف ته ولاړل او طائف يې د ځان وطن وګرځاوه، د غساسِنه قبيله د شام و شا وخوا ته ولاړل او د مناذره قبيله د عراق و شا وخوا ته ورسېدل، دغه رنګه ټول عرب د لوږي او د رزق د پيدا کولو په سبب د خپل اصلي وطن څخه چي يمن دى يوې او بلي خوا ته و وېشل سوه.
 
 اوس چي جبريل علیه السلام  مځکه په وزر و وهل او د زَمزَم اوبه پيدا سوې نو بي بي هاجَر علیها السلام  دلته د دغو اوبو سره اوسيږي، عادت داسي دى چيري چي اوبه وي هلته مرغان هم د دغه اوبو په سبب پيدا کيږي او را ټوليږي، نو د زَمزَم د اوبو په سبب په دغه منطقه کي مرغان هم په هوا ګرځېدل. 
 
 
په دغه وخت کي د عربو يوه قبيله چي د جُرهُم قبيله نومېدل د يمن څخه کوچ کړى دى او رهي دي چي چيري به اوبه پيدا کړي او هلته و اوسيږي، دغه قبيله نژدې و دغي شېلې ته چي مکه نومېده تېرېدل، وې ليدل چي په هوا مرغان ګرځي، ويل دا مرغان د کومه دلته راغلي دي؟ دلته خو هيڅ وخت اوبه نه وې، نو يې نفر ولېږل چي ولاړ سى شا وخوا وګورى ښايي دلته اوبه پيدا سوي وي، نفر چي ولاړل اوبه يې و ليدلې او د قبيلې و مشرانو ته يې خبر را وړى چي هو دلته اوبه سته، د قبيلې مشران اوبو ته ورغله هلته د اوبو سره يې بي بي هاجَر او اسماعيل علیهما السلام وليدل چي فقط يوه ښځه او يو کوچنئ هلک دي او نور هيڅوک نسته، څرنګه چي دغه خلک د همت او مړاني خاوندان وه نو يې د زَمزَم اوبه د هغې څخه په زور قبضه نه کړې بلکه اجازه يې ځني وغوښتل چي موږ به دلته واوسيږو، اوبه خو ستا دي او موږ به ستا سره د دغو اوبو په مقابل کي نوره مرسته کوو، د هاجَر رضی الله عنها  هم خوښه سوه او دوى ته يې د اوسېدلو اجازه ورکړل. 
 
د الله عزوجل  قدرت ته وګوره اوبه يې ورته پيدا کړې او د نور رزق سبب هم پيدا سو، ځکه د معيشت نور ضروريات يې هغو پر ذمه واخستل، اوس نو دغه عربي قبيله چي د جُرهم قبيله نومېدل په مکه مکرمه کي يې سکونت شروع کړى او  دغه ځاى يې د ځان وطن وګرځاوه او د زَمزَم د اوبو دپاره يې يو حوض جوړکړى، تر دغه وخته کعبه شريفه نه ده جوړه سوې او  اسماعيل علیه السلام  خو عرب نه دى او عربي ژبه يې هم نه ده زده.
 
 ځکه ابر اهيم علیه السلام  دوى د فلسطين څخه دلته مکې مکرمې ته را وستلي وه نو عربي ژبه يې دغه د جُرهُم د قبيلې څخه زده کړل، کوم وخت چي اسماعيل علیه السلام  لوى سو ښځه يې هم د دغي عربي قبيلې څخه وغوښـتل، نو ځکه د اسماعيل علیه السلام  اولادې ته عربِ مستعرَب ويل کيږي، یعني اصلاً عرب نه وه او بيا عرب سول، همدارنګه زموږ پاک پيغمبر محمّد مصطفْی صلی الله علیه وسلم  د اسماعيل علیه السلام  د اولادې څخه دى. 
 
ابراهيم علیه السلام  به کلـه نا کلـه څه مـوده تر منځ دلته را تلى د خـپل زوى او خـپلي ښځي بي بي هاجَر علیها السلام  خبر به يې اخستى او بيرته به ولاړى، تر څو چي د اسماعيل علیه السلام  عمر (١٦) کلو ته ورسېدى د الله عزوجل  د طرفه و ابراهيم علیه السلام  ته د کعبې شريفي د جوړولو امر وسو چي ته او ستا زوى اسماعيل علیه السلام  کعبه شريفه جوړه کړى او  دوى هم کعبه شريفه جوړه کړل، خو کوم وخت چي الله جل جلاله  و ابراهيم علیه السلام  ته د کعبې شريفي د جوړولو امر کاوه ورته و ويل سوه چي د آدم علیه السلام  پربناء يې جوړه کړه، الله عزوجل  د سورة آل عمران په (۹۶) نمبرآيات کي فرمايي:
 
﴿إِنَّ أَوَّلَ بَيْتٍ وُضِعَ لِلنَّاسِ لَلَّذِي بِبَكَّةَ مُبَارَكًا وَهُدًى لِلْعَالَمِينَ
يعني: خامخا د الله جل جلاله  هغه اول کور چي د خلکو دپاره ايښوول سوى دى! هغه: هغه کور دى چي په بکه کي واقعدى.
 
 په يوه روايت کي راغلي دي چي اصلاً کعبه شريفه د آدم يا شيث بن آدم علیه السلام  په زمانه کي جوړه سوې ده او بيا د نوح علیه السلام  په طوفان کي ونړېدل، څرنګه چي کعبه شريفه د الله جل جلاله  اولنئ کور دى نو خود د خلکو د عبادت دپاره د الله عزوجل  اول کور بلل کيږي، کوم وخت چي ابراهيم  علیه السلام  د کعبې شريفي اساس يا تاداو کِندى په مځکه کي یې هغه د آدم علیه السلام  اساس پيدا کړى او  پر هغه اساس يې جوړه کړل، دا د کعبې شريفي د جوړولو ابتداء او شروع وه.
 
 
 خو د جوړولو  په وخت کي چي ابراهيم علیه السلام  دغه يو دېوال و آخر ته ورساوه او اوس دغه بل دېوال جوړوي دلته خو کُنج پيدا کيږي، چي د دغه کُنج څخه د بِناء او جوړولو اصل او اساس، نقشه او رَجه اخستل کيږي او  نوره بِناء د دغه کُنج څخه سمه او صحي جوړېدلاى سي نو ابراهيم علیه السلام  غوښتل چي په دغه کُنج کي يوه لويه، قوي او  مناسبه ډبره کښېږدي، نو يې اسماعيل علیه السلام  ولېږى چي ولاړسه شا وخوا وګوره چي  د دغه کُنج دپاره يوه مناسبه ډبره پيدا کړې، اسماعيل علیه السلام  ولاړى په غرو کي ګرځي خو د دغه ځاى دپاره يې د دوی د غوښتني سره سمه، وړ او مناسبه ډبره نه کړل پيدا او بيرته راغلى، خو دلته یې و ليدل چي د پلار سره يې يوه ډيره مناسبه او هغه قسم ډبره چي دوى غوښتل پرته ده، اسماعيل علیه السلام  و ويل: دا ډبره دي د کومه کړل؟ ابراهيم علیه السلام  و ويل: دا د الله  عزوجل  د طرفه راغله.
 
 وروڼو! دغه ډبره هغه حجرِاسود دى چي د جنت څخه راغلى دى او  د جنت ډبره ده چي د کعبې شريفي په بِناء کي کار سوې ده، کعبه شريفه د دغي ډبري څخه په صحي بِناء سره جوړه سوه او  ابراهيم علیه السلام  چي به يو څه دېوال جوړکړى نو به شا ته ولاړ او د يو څه ليري فاصلې څخه به يې ورته کتل چي آيا دېوال سم دى؟ 
 
 
 
 
کوږ خو به نه وي؟ او دلته به د فکر کولو دپاره ښه وخت ولاړ ؤ، نو ځکه دغه ځاى ته مقام ابراهيم ويل کيږي، الله عزوجل  د سورة البقره په (١٢٥) نمبرآيات کي فرمايي:
 
﴿ وَاتَّخِذُوا مِنْ مَقَامِ إِبْرَاهِيمَ مُصَلًّى ﴾ 
يعني: اې مؤمنانو! د ابراهيم علیه السلام  د درېدلو ځاى، د لمانځه، طواف او دعاء ځاى وګرځوى. 
 
دغه ځاى د کعبې شريفي د صحي جوړولو دپاره د ابراهيم علیه السلام  د فکر کولو ځاى دى، نو ځکه دغه مقام د کعبې شريفي څخه يو څه ليري واقع دى ځکه د ليري څخه د دېوال برابري اوکوږ والى معلوميږي. 
 
همدارنګه مقام ابراهيم و هغي ډبري ته ويل کيږي: كومه چي د کعبې شريفي د جوړولو په وخت کي به ابراهيم علیه السلام  پر درېدى، په دغه ډبره کي د ابراهيم علیه السلام  د پښو نخښي او علامې هم سته او دغه ډبره هم د جنت څخه را وړل سوې ده. 
 
اوس چي کعبه شريفه جوړه سوه د ډبرو يوه خونه ده خلک د هغې د عبادت دپاره ولي او څنګه ورته راسي؟
 
 دلته بيا و ابراهيم  علیه السلام ته الْهي امر وسو چي خلک و بيت الله الحرام ته په حج کولو سره خبرکړه الله عزوجل  د سورةالحج  په (27) نمبر آيات کي فرمايي: 
 
﴿ وَأَذِّنْ فِي النَّاسِ بِالْحَجِّ يَأْتُوكَ رِجَالًا... ﴾ 
يعني: په خلکو کي د حج د آداء کولو دپاره ږغ وکړه چي تا ته به د هره ځايه څخه پياده او پر پښو حاجيان راسي. 
 
ابراهيم علیه السلام  و ويل: الْهي! زه څنګه کولاى سم چي ټول خلک خبرکړم؟ زما  آواز به و ټولو خلکو ته څنګه ورسيږي؟ د الله عزوجل  د طرفه ورته و ويل سوه: يا ابراهيم! پر تا ناره ده او پر ما یې تر خلکو پوري رسول دي، ته فقط ږغ وکړه دا چي و خلکو ته څنګه رسيږي دا زما کار دى، ته فقط  په آواز کولو سره مامور يې. 
 
نو ابراهيم علیه السلام  د عرفات و غره ته ولاړى او لوړ و غره ته وختى او په حج کولو سره يې ناري کړل: اې خلکو! د بيت الله شريفي حج  پر تاسي لازم دى او ور ته راځی، نو د دې سببه عرفات د حج په شعائرو کي راغلى دى او د حج مهم رکن هم دى ځکه عرفات د خلکو د حج کولو دپاره د اعلان او خبرتيا ځاى دى. په يوه بل روايت کي ويل کيږي چي د مقام ابراهيم پر ډبره ودرېدى او دغه ږغ يې وکړى.  
 
اوس نو د الله جل جلاله  د امره سره مطابق ابراهيم علیه السلام  په حج کولو سره اعلان وکړى او الله عزوجل  دغه د ده آواز تر مشرقه او مغربه و رساوه، دا د الله جل جلاله  د طرفه څخه معجزه وه چي ټولو خلکو د ده آواز واورېدى، همدارنګه الله جل جلاله  د ټولو انسانانو په زړو کي د کعبې شريفي حُب او محبت، تعظيم او تکريم ور واچاوه.
 
بيانو د دنيا د اطرافو څخه د د کعبې شریفي د عزت او حج کولو دپاره خلک راتله خاصتاً د جزيرة العرب څخه په ډلو ډلو خلک همېشه ورته را تلل، حج او د الله جل جلاله  عبادت به يې کاوه هر کال حج کېدى د کعبې شريفي تعظيم او احترام کېدى. 
 
 
دا د الله جل جلاله   قدرت او معجزه ده که نه د هيڅ انسان په وسه نه ده پوره چي د ډبرو و خوني ته دي دومره عزت او اعتبار ورکړي، اوس نو کعبه شريفه معززه سوه او د ابراهيم علیه السلام  دين نشر سو، توحيد او د يوه الله عزوجل  عبادت په خلکو  کي شروع سو، ټول عرب د ابراهيم علیه السلام  پردين وه او د ټولو عربو عقيده د توحيد او وحدانيت عقيده وه يوازي او يوازي د الله جل جلاله  عبادت کېدى په ټوله جزيرة العرب کی هيڅ کافر او مشرک نه ؤ موجود، خو عُمر دى تېريږي، څه وخت او زمانه پر دغه حال تېر سوه تر څو چي د خُزاعه په قبيله کي د (عمرو بن لُحى) په نامه سره يو نفر پيدا سو.
 
ماخذ: د سرور کائینات صلی الله علیه وسلم سیرت/مولوي عنایت الله علمي
 
 
تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته