تازه سرليکونه
د (اسلامي تاريخ) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
اسلام په تونس کي
  تعلیم الاسلام ویب پاڼه
  January 9, 2019
  0

لیکنه: علي الله متوکل الرحمن / تعلیم الاسلام ویب پاڼه


تونس یو اسلامي هیواد دی، ۹۹ سلنه وګړي ئې مسلمانان او د مالکي مذهب پیروان دي.


تونس هغه هیواد دی چي زیات غیرمسلمان د سیاحت په مهال پکښي مسلمانان کیږي چي ښه بیلګه ئې په ۲۰۱۵ میلادي کال کي ام الشیخه سټاسي انام ده چي د تونس د یوه ځوان سره تر لیدلو او کتلو وروسته ئې اسلام ومنی، او همداسي  ایریک هنسل هغه شخص دی چي د تجارت لپاره و تونس ته تللی وواو هلته مسلمان سو، دده په وینا: ( د تونس خلک مي ښه وموندل او اسلام مي قبول کړ) او اوس ځکه په تونس کي ژوند کوي ترڅو اسلام زده کړي.


پردې سربیره چي تونس اسلامي هیواد دی خو د تونس حکومت سیکولر دی او کړني ئې د اسلام څخه لیري دي، چي خلک ورڅخه تر پوزي راغلي، د اسلام سره په ښکاره دښمني کیږي او پر اسلامي کړنو بندیز لګول کیږي، دا ټول ددې لپاره ترڅو د غرب ملاتړ د لاسه ور نه کړي.


د تونس په تفریحي ښار سوسه کي چي بریدونه وسول او ۳۹ تنه سیلانیان پکښي مړه سوه نو د دوی ولسمشر الباجي قائد سبسي وویل، چي د بریدونو د مخنیوي لپاره به اړین اقدامات وکړي. نو د اقداماتو پایله دا سول چي لومړي وزیر الحبیب الصید وویل: د تونس حکومت دا فیصله وکړه چي ددې پیښي په غبرګون کي به ۸۰ مسجدونه تړل کیږي. 


په تونس کي تر انقلاب وړاندي د عابدین د حکومت په مهال هم زیات شمېر جوماتونه تړل سوي او د اسلام په شعائرو بندیزونه لګول سوي وو. د تونس اوسنی حکومت اوس په پوره زور او توان سره په قصدي ډول دا کوښښ کوي چي اسلامي احکام تر پښو لاندي کړي او سیکولریزم ته وده ورکړي.

 

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته