تازه سرليکونه
د (نبوي سیرت) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
سیرت نبوي د خَبَط سريه
  تعلیم الاسلام ویب پاڼه
  February 8, 2021
  0

سیرت نبوي (۲۵۳برخه)

 

لیکنه: مولوي عنایت الله علمي / تعلیم الاسلام ویب پاڼه

 

د خَبَط سريه

د سيرت په عامو کتابو کي ويل کيږي چي دغه سريه د هجرت په اتم کال د رجب په مياشت کي لېږل سوې ده، خو هلته داسي يو قول هم سته چي وايي: دغه د خبط سريه د حديبيې تر صلحي د مخه وه او د هغه قول ويونکي خپل ځان ته دلائل لري، خو ما د عامو کتابو په متابعت دغه سريه د هجرت په اتم کال کي ذکر او بيان کړه. 


د هجرت د اتم کال د رجب په مياشت کي رسول الله صلی الله علیه وسلم  يوه سريه د ابو عبيده عامر بن الجراح رضی الله عنه  په مشرۍ د جُهَينه و قبيلې ته د جزاء ورکولو دپاره ولېږل چي په دغه سريه کي درې سوه نفره وه او په دغو نفرو کي يو هم حضرت عمر فاروق رضی الله عنه  ؤ، دغه د جُهَينه قبيله د بحر احمر و ساحل ته نژدې پرته وه، د دغي سريې حرکت د رجب په مياشت کي ؤ او د رجب مياشت د هغو مياشتو څخه ده چي جنګ پکښي حرام ؤ نو نقشه داسي وه چي جنګ به په شَعبان کي کيږي ځکه شعبان بيا د هغو مياشتو څخه دى چي جنګ پکښي جائز او روا دى. 


مسلمانانو د خپل مقصد پر طرف حرکت وکړی خو د دوى د خوړلو دپاره فقط يوه کڅوړه يا يوه ګونۍ خرما ور سره وه چي د دوى آمر به د خوړلو پر وخت و نفر ته يوه يوه خرما ورکول، د دغه سريې د افرادو څخه يو نفر وايي: ما د ځان سره و ويل: په دغه يوه دانه خرما به زموږ څه ښه وسي؟ خو د دغي يوې دانې خرما په قدر هغه وخت پوه سوم چي هغه زموږ خرما خلاصه سوه، اوس مسلمانان پر لار دي تر مقصده لا نه دي رسېدلي چي هغه د دوى خوراکه خلاصه سوه، دا د مسلمانانو هغه د مسکنت او غريبۍ حال را ښکاره کوي چي خوراکه يې که څه هم یوه دانه خرما وه پرلاري خلاصه سوه، په هغه وخت کي ټوله جزيرة العرب په صورت عموم سره غريبان او مسکينان وه، نو اوس چي د مسلمانانو خواړه بالکل ختم سوه او د خوړلو دپاره هيڅ شئ نه لري نو د لوږي او مجبورۍ څخه یې د درختو بلګونه یا د وُنو پاڼي خوړلې. 


او د وُني و هغو پاڼو ته چي ښاخ راکش کړې او پاڼي يې پرې کړې په عربي کي خَبط ويل کيږي، نو دغه سريه چي په دغه طريقه سره يې د وُنو پاڼي یا د درختو بلګونه خوړل په دغه نامه سره وبلل سوه او سريةُ الخَبَط ورته ويل سوه، چي مسلمانانو د لوږي په سبب د وُنو پاڼي خوړلې. 


په دغه سريه کي د مسلمانانو سره د سپرلۍ دپاره اوښ يا بل حيوان هم نه ؤ ور سره، پياده او پر پښو تله، د دغو درو سوو نفرو سره فقط دوه اوښه ور سره وه چي پر هغو يې خواړه او اوبه بارولې، خواړه خو يې پر لاري خلاص سوه.


 د دغي سريې سره قيس بن سعد بن عُباده رضی الله عنه  هم ملګرى ؤ چي د عربو د اشرافو څخه ؤ او سخي سړئ ؤ، ده چي د مسلمانانو دغه بد حال وليدى چي د لوږي څخه پاڼي خوري نو يې داسي نيت وکړی چي د مسلمانانو د لوږي د ليري کولو دپاره يو څه باید وکړي، بيا يې ډير ليري صحرايي عرب وليدل چي د هغو سره اوښان ور سره وه، قيس رضی الله عنه  هلته و عربو ته ورغلى او ورته وې ويل:

 

د دغو اوښانو څخه يو څه پر ما نه خرڅوى؟

 

هغو ويل: خرڅوو يې، قيس رضی الله عنه  ويل: مګر اوس زما سره مال او پيسې نسته خو کوم وخت چي موږ بيرته مدينې منورې ته ولاړ سو بيا به تاسي ته د دغو اوښانو په قېمت کي د مدينې منورې خرما درکم، عربو ويل: د دې سودا ضامن به څوک وي؟ زما اوښان اوس را څخه اخلې او خرما بيا په مدينه منوره کي را کوې، قيس ويل: زه قيس بن سعد بن عُباده يم، عرب ويل:

 

هو والله! نسب دي اصل دى پر تا يې په پور هم خرڅوم، نو قيس د دغه صحرايي عرب څخه پنځه اوښه رانيول، اوس نو دئ او هغه عرب د مسلمانانو لښکر ته راغله غواړي چي د دغي معاملې دپاره شاهدان و دروي چي دغه بيعه په پور ده، اوښان اوس تسليموي او قېمت يې بيا وروسته په مدينه منوره کي راکوي، د شاهدانو په جمله کي يې د عمر بن الخطاب رضی الله عنه  څخه هم شاهدي وغوښتل، مګر عمر رضی الله عنه  و صحرايې عرب ته و ويل: پر ده يې مه خرڅوه دئ غريب سړئ دى، دئ مال نه لري مال يې ټول د پلار دى او دئ اوس د پلار په مال سودا کوي دا نه صحي کيږي، خو صحرايي و ويل:

 

ګمان نه کوم چي پلار دي خپل زوى و شرموي، سعد بن عُباده داسي سړئ نه دى چي زوى دي يې يو شئ را نيسي او پلار دي يې د هغه قېمت ور نه کړي، نو يې و قيس رضی الله عنه   ته و ويل: راځه اوښان دي راوله، قيس رضی الله عنه  هم اوښان و لښکر ته را وستل، کوم وخت چي مسلمانانو ته راغلى د هغو اوښانو څخه يې يو ور حلال کړى او په وې خوړى، سبا يې بل اوښ  حلال کړی دا بله ورځ يې بل حلال کړی، خو عمر رضی الله عنه  په دغه کار نه ؤ راضي چي قيس د پلار بې اجازې د هغه مال مصرفوي، نو عمر رضی الله عنه  و ابو عبيده رضی الله عنه  ته ورغلى ويل: يا ابا عبيده! قيس د پلار په بېخبري او د هغه بې اجازې د هغه مال په نورو خوري، ابو عبيده رضی الله عنه  قيس د دغه کاره څخه منعه کړی او مسلمانان بيا وږي پاته سوه.


خير د جُهَينه د قبيلې سره هم جنګ و نه سو او مسلمانان پر دغه ساحلي منطقو ګرځي غواړي چي د درياب د غاړي منطقې تسخيرکړي، خو وږي دي او د خوړلو دپاره شئ نه لري چي يوه عجبه پېښه وسوه، هغه دا چي الله جل جلاله  و دوى ته درياب مسخره کړی، کوم وخت چي دوى بحر احمر ته نژدې رهي وه (بحر احمر د جدې درياب دى) پر بحر احمر يې لکه يوه توره غونډۍ داسي شئ وليدى، مسلمانان په تعجب کي سوه پر درياب غونډۍ؟ عجبه ده!

 

نو ور نژدې سوه که ګوري يو تور ماهئ دى چي الله جل جلاله  د درياب څخه د درياب و غاړي ته را غورځولى دى، څرنګه چي مسلمانان وږي وه نو يې د دغه ماهي په خوړلو شروع وکړه، دغه ماهئ د دوى د خوړلو ذخيره سوه، دالته يې خوري او په دغه منطقه کي چي د جهادي ګزمو دپاره يوې او بلي خواته ځي خواړه د دغه ماهي د غوښو څخه ور سره اخلي، مسلمانان تقريبًا يوه مياشت په دغه منطقه کي پاته سوه، په دغه منطقه کي پر هغه شا وخوا قبيلو ګرځي منطقه تر خپل تسلط لاندي کوي خو غذاء او خواړه يې د دغه ماهي څخه دي، د دغه ماهي لوى والى په حديث شريف کي بيانيږي او وایي:


ابو عبيده رضی الله عنه  غوښتل چي د دغه ماهي لوى والى معلوم کړي نو يې نفر امر کړه چي د دغه ماهي د سترګي په کاسه کي کښيني، پنځه نفره د ماهي د سترګي په کاسه کي کښېنستل، دا د دغه ماهي يوه سترګه وه، بيا يې د دغه ماهي د پوښتۍ دوه هډوکي دکمان يا ششک پر ډول و درول، نو يې په دغه درو سوو نفرو کي وکتل چي کوم يو ډير جګ دى خو په ټولو کي قيس بن سعد بن عباده رضی الله عنه  جګ ؤ، قيس ته يې و ويل:

 

پر اوښ په ولاړي و درېږه او اوښ رهي که تر دغه کمان لاندي تېر سه، قيس رضی الله عنه  هم په ولاړي پر اوښ و درېدى او تر دغه کمان يا ششک لاندي تېر سو او سر يې هم نه كړي کښته ځکه هغه کمان يا د ماهي  د پښتيو څخه جوړ سوى قوس د ده تر سر لوړ ؤ، دا د دغه ماهي لوى والى ؤ. 


كله چي دغه سريه بيرته مدينې منورې ته تله د دغه ماهي غوښي او غوړي يې ور سره واخستل پر لاري يې د هغه څخه خورک کاوه تر څو مدينې منورې ته ورسېدل، په مدینه منوره کي يې د سريې ټول واقعات و رسول الله صلی الله علیه وسلم  ته بيان کړه چي 
د واقعاتو په جمله کي دغه د ماهي قصه هم وه.


 بیا نو رسول الله صلی الله علیه وسلم  و فرمايل: د هغه ماهي څخه يو شئ اوس هم درسره سته؟ اصحاب کرامو ويل: هو، نو يې و رسول الله صلی الله علیه وسلم  ته هغه پاته ماهئ را وړى او رسول الله صلی الله علیه وسلم  هم د هغه ماهي څخه يو څه وخوړى، چي دا هم د صحابۀ کرامو د زړه د ښه کولو دپاره ؤ، د دغي سريې لېږل هم د هغو واقعاتو څخه دي  چي د مکې  مکرمې تر فتحي د مخه پيښي سوي دي. 


ان شاءالله نور بیا....

 

ماخذ: د سرورِ کائنات صلی الله علیه وسلم ژوند

 

www.taleemulislam.net

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته