تازه سرليکونه
د (نبوي سیرت) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
نبوي سیرت:جاهله ټولنه کي تر ټولو اعلی اخلاق (۴۳)
  تعلیم الاسلام ویب پاڼه
  November 29, 2018
  0

نبوي سیرت (۴۳ برخه)
لیکنه: مولوي عنایت الله علمي / تعلیم الاسلام ویب پاڼه


په جاهله ټولنه کي تر ټولو اعلی اخلاق پالل
رسول الله ﷺ تر نبوت او رسالت د مخه د ځوانۍ په وخت او موده کي د الله عزوجل  په ساتنه د هر شر او هر ناوړه کاره څخه ساتل سوى ؤ...


دوهم: د هغو کارو د جملې څخه چي رسول الله ﷺ ځني ساتل سوى دى يو بل بد عادت ؤ چي د اهلِ مکې او مشرکانو په رواج او اصطلاح کي عادي او  معمولي کار ؤ چي هغه د عورت لڅ والى ؤ، که به يو سړئ لڅ پڅ ګرځېدى هم يې پروا نه کول او د دغه عادت د رواجولو د پاره څو سببه وه، يو دا چي په پخوا کي د قريشو د طرفه ځيني امرونه صادر سوي وه چي خلک د هغو اوامرو په عملي کولو مکلف وه، چي يو د هغو اوامرو څخه دا ؤ: چي پر کعبه شريفه څوک په خپلو کالو کي طواف نه سي کولاى ځکه په هغو کالو کي يې ګناهونه کړي دي نو د قريشو يو خاص قسم کالي وه چي خلكو به هغه کالي د قريشو څخه رانيول او بيا به يې په هغو کالو کي طواف کاوه. 


طبعاً په دې کار کي د قريشو د پاره اقتصادي او تجارتي ګټه وه چي قريشو به خپل مال خرڅاوه.


نو کوم خلك چي به د مکې مکرمې د دباندي څخه راغله او هغه د قريشو کالي به نه وه ور سره نو رانيولو ته به يې مجبوره وه او  بيا به يې هغه د قریشو په کالو کي پر کعبه شريفه طواف کاوه، خو هغه کسان چي د کالو د رانیولو د پاره به يې پيسې نه درلودې لڅ طواف به يې کاوه، په دې لڅوالي کي نارینه او ښځو فرق نه درلودى، خو صرف ښځو به د شپې طواف کاوه، د ډير جهالت څخه د حيوانيت درجې ته رسېدلي وه. 


د لڅوالي د پاره بل سبب دا ؤ چي د جزيرة العرب خلك عموماً ټول غريبان وه هر چا پوره کالي نه درلودل، نو په مکه مکرمه او عربو کي د عورت لڅوالى يو عادي او طبيعي کار ګرځېدلى ؤ، خو پر دغه سر بېره رسول الله ﷺ هيڅکله نه لڅ طواف کړى دى او نه لڅ ګرځېدلى دى، الله جل جلاله  د دغه بې سترۍ څخه ساتلى ؤ، په عربو کي دغه لڅوالى او بې ستري د هجرت تر نهم کال پوري دوام درلودى، ترڅو چي مکه مکرمه فتحه سوه او تر حجة الوداع يو کال د مخه د حج په موسم کي رسول الله ﷺ حضرتِ ابوبکرِالصِدِّیق رضی الله عنه مکې مکرمې ته د حج د آداء کولو د پاره او د حج آمر ولېږى او  ورته ويې فرمايل: خلك خبرکړه چي تر نن ورځي وروسته به هيڅوک لڅ طواف نه کوي. 


څرنګه چي د ټول بدن لڅول په مکه مکرمه کي يو عادي او طبيعي کار ؤ او  هيڅ عيب نه بلل کېدى، نو کوم وخت چي به خلكو کارونه کول خاصتاً يو څه درانه او مشکل کارونه لکه ځيني د خَټو او بِناء کارونه، يا د ډبرو نقلول نو به يې ځانونه لڅول، بالکل به يې کالي وکښه او کار به يې کاوه، يو خو به د ګرمۍ تاثير يو څه لږ سو او  بل به يې کالي نه څيرېدل او د دوى لباس يا کالي څه شي وه؟ فقط يو د اوږو پټو چي د کميس کار يې ځني اخستى او بل لُنګ چي لاندي بدن به يې په پټاوه. 


يوه ورځ رسول الله ﷺ د خپلو ملګرو سره کار کاوه او د يوه ځاى څخه يې و بل ځاى ته ډبري نقلولې، ويل کيږي چي دغه کار د کعبې شريفي د بِناء او جوړولو کار ؤ او  د کار ټولو ملګرو يې ځانونه لڅ کړي وه ځکه دوى کالي لږ درلودل، نو کوم وخت چي به يې ډبري نقلولې لُنګ به يې خلاص کړی او هغه به يې پر اوږه کښېښاوه او ډبره به يې پر هغه لنګ کښېښوول، چي په دغه ډول سره به یې اوږه د زخمي کېدلو څخه وساتل سوه، رسول الله ﷺ هم د دغه خپلو ملګرو سره ډبري نقلولې خو هغه ډبره به يې پر لڅه اوږه ايښوول ځکه ځان يې نه ؤ لڅ کړى، په دغه وخت کي د رسول الله ﷺ د اکاګانو څخه يوه اکا ورته و ويل: اې وراره! که دغه لنګ خلاص کړې او پر اوږه يې کښېږدې د دغو ډبرو د آزاره څخه به دي وساتي، کوم وخت چي رسول الله ﷺ د لنګ د خلاصولو إراده وکړه يو دم بېهوښي پر راغله او سترګي يې و آسمان ته پاته سوې، نو کار او د  لُنګ خلاصول دواړه پاته سوه. 


د الله جل جلاله  په ساتنه پټ او مستور پاته سو.


 مقصد دا چي رسول الله ﷺ هيڅ وخت نه دى لڅ سوى، که څه هم یواځي په مکه مکرمه کي نه بلکه په ټوله جزیرة العرب کي د ځان لڅول عادي او طبيعي کار ؤ.


درېيم: رسول الله ﷺ ته د الله جل جلاله  د طرفه ډير لوى ادب ورکول سوى دى، کوم وخت چي رسول الله ﷺ کوچنئ او د ابوطالب په کور کي ؤ، ابوطالب ډير غريب او عيال داره ؤ نو كله چي به خواړه را وړل سوه خواړه به لږ او خوړونکي به ډير وه، د ابوطالب لس اولاده وه نو به څه پېښېدل؟ معلومه خبره ده چي پر خوړو به چور او حملې سوې، خو رسول الله ﷺ د دغو نورو هلکانو پر ډول پر خوړو چور نه جوړاوه، په انتظار به ناست ؤ، کوم وخت چي به د ابوطالب عيال او اولاده د ډوډۍ خوړلو څخه فارغه سوه محمّد ﷺ به وکتل: که به کوم شئ پاته ؤ هغه به يې وخوړى او که به نه ؤ پاته دغسي وږى به ګرځېدى او داسي ډير پېښېدل چي څو ورځي به وږى ګرځېدى ځکه اصلاً د هغو څخه شئ نه پاته کېدى، رسول الله ﷺ د دغه خپلو ښو اخلاقو په سبب که څه هم وږى به ؤ خو د نورو هلکانو پر ډول يې پر خوړو او ډوډۍ چور نه جوړاوه. 


څو يوه ورځ په خپله ابوطالب و دغه حالت ته متوجه سو چي دغه نور هلکان خواړه ځني خلاصوي او محمّد ﷺ ته شئ نه پاته کيږي، نو يې خپله کورنۍ امر کړه چي محمّد ﷺ ته خواړه جلا ورکوى ځکه دئ ﷺ د نورو هلکانو پر قسم پر ډوډۍ تلوار نه کوي او وږى پاته کيږي، چي دا کار د رسول الله ﷺ د ادبه څخه ؤ. 


ان شاءالله نور بیا....


ماخذ: د سرورِ کائنات صلی الله علیه وسلم ژوند
 

 

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته