تازه سرليکونه
د (د حنفي مذهب پېژندنه) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
مذهب څه ته ويل کيږي؟
  تعلیم الاسلام ویب پاڼه
  February 8, 2021
  0


 مذهب څه ته ويل کيږي؟


لیکنه : مولوي عصمت الله عزام /تعلیم الاسلام ویب پاڼه


له يوڅه وخت راهيسي يوه ‌ډله داسي پيداشوې ده چي دوی شپه او ورځ دمذهب په خلاف خبري کوي اوخلگوته داسي باور ورکوي چي داڅلورمذهبه دقرآن اوحديث سره په ټکرکي دي،په قرآن اوحديث باندي عمل نه کوي اوټول مذهبيان مشرکين يامبتدعين دي اويوازي دوی(غيرمقلدين سلفيان)پرحق دي اويوازي رښتيني مسلمانان دي .دبېلگي په توگه ددوی ديوه ليکوال خبري ليکم:


مشهورغيرمقلد(سلفی)ابوالشکورعبدالقادرحصاروي ليکي: حق مذهب اهل حديث(بې مذهبي)دی اونورټول درواغجن اوجهنميان دي،نوپراهل حديثو(بې مذهبوسلفيانو)واجب دي،چي له دغوټولوگمراهو ډلوڅخه ځان وساتي(سياحة الجنان ص:۴)


همدا راز نوموړی ليکوال ليکي:دحنفي مقلدينو(دامام صاحب دمذهبيانو)دواړه ډلي:ديوبنديان اوبرېلويان بې شکه  گمراه دي اوداهل حديثوپه څېرمسلمانان نه دي(سياحة الجنان ص:۵)


همدارازنوموړی ليکي چي دامام صاحب مذهبيان ټول مشرکان اوبدعتيان دي (سياحة الجنان ۵)


همداراز ددوینورليکوالان لکه طالب الرحمان،زبيرعليزئی،محمدجوناگړي،ابويزيد،اونورهم   همدغسي خبري کوي دوی چي دامام صاحب رحمه الله دمذهب اومذهبيانوسره څومره کرکه لري،دهغې  بيانول مشکل دی .


دوی وايي : چي دغوڅلوروامامانوته هيڅ اړتيانشته،هرسړی کولای شي چي پخپله په قرآن اوحديث باندي عمل وکړي،که څوک په عربي نه پوهيږي هغه دي دترجمې والا قرآن کريم اوبخاري شريف پيداکړي اومسئلې دي ترې راوباسي په داسي حال کي چي ددوی  دغه خبري بلکل غلطي دي.


ځکه مذهبونه خودقرآن اوحديث تشريح او وضاحت کوي،بېل شی نه دی. په قرآن اوحديث باندي دامامانوله رهبرۍ پرته عمل کول شونی نه دی اوهرسړی نشي  کولای چي په قرآن اوحديث عمل وکړي ځکه په احاديثوکي منسوخ هم شته،موضوع(له ځانه جوړشوي)هم شته،ضعيف اوکمزوري هم شته .


ددغوحديثونومعلومول دهرچاکارنه دی .نوله دې  امله علماءوايي چي په څلورومذهبونوکي ديوه پابندي کول واجب اوضروري دي .


ځکه  قرآن اوحديث ددرياب(سمندر)په څېردی،په درياب کي ډول ډول ملغلري اوقېمتي غمي شته،خوپه دې هرڅوک پوهېږي چي هرڅوک ملغلري اوغميان له درياب څخه نشي راايستلای بلکي  يوازي هغه څوک يې راايستلای سي دچاچي لامبو  زده وي،که دچالامبونه  وي زده  او  ووايي چي زه  غمي پخپله راباسم اوپخپله په درياب کي غوټه کيږم،نومعلومه خبره ده چي هغه سړی نه  غميان او نه ملغلري راايستلای شي اونه به هم پخپله راووزي .

 

نوهمداراز په قرآن اوحديثو کي هره مسئله  شته خوليکن راايستل يې دهرچاکارنه دی اونه يې هرڅوک معلومولای  شي،ددې لپاره ديوه داسي ماهرشخص تابعداري ضروري ده چي هغه په دين کي مهارت ولري اوددين په  رموزو  پوه وي لکه داڅلورامامان،په ځانگړې توگه حضرت امام اعظم صاحب رحمة الله عليه .مطلب مي دادی چي داڅلورمذهبونه دقرآن اوحديث تشريح ده او مسائل يې له قرآن اوحديث  څخه را ايستل شويدي.نوڅوک چي غواړي  چي په قرآن اوحديث باندي عمل وکړي نوهغه دي  پرمذهب باندي عمل وکړي امام الهندحضرت شاه ولی الله دهلوي رحمه الله ليکي:ان في الاخذبهذه المذاهب الاربعة مصلحة کبيرة وفي الاعراض عنهامفس ةکبيرة(عقدالجيدص۳۶)


ددغوڅلورو مذهبونوپه اخيستلوکي لوی مصلحت دی اوپه مخ اړولوکي ترې لوی فساددی همدارازنوموړی امام مرحوم ليکي:ولماان درست المذاهب الحقة الاهذه الاربعة کان اتباعهااتباعًاللسوادالاعظم والخروج عنهاخروجاعنالسوادالاعظم(عقدالجيدص۳۸)

 

(کله چي له دغوڅلورومذهبونوپرته نورحق مذهبونه ختم شول،نوددغوتابعداري دسواداعظم تابعداري ده اوله دغوڅخه وتل له سواداعظم څخه وتل  دي)


(سواداعظم هغه ډله ده دکومي دپلوئ دکولوچي پيغمبرصلی الله عليه وسلم امت  ته امرکړی دی)


www.taleemulislam.net

 

 

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته