تازه سرليکونه
د (اسلام او سياست) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
ډیموکراسي او د هغې تور تصویر
  تعليم الاسلام
  October 13, 2017
  0

ليکوال: ډاکټر عبدالله "عطاف" /تعليم الاسلام ويب پاڼه

 

د تاریخ په اوږدو کي مسلمانان د مختلفو پردیو افکارو او نظریاتو ښکار سوي دي. دې افکارو مسلمانان په ځینو ځایونو کي داسي ګواښلي، چي جبیره کولو ئې کلونه- کلونه په بر کي نیولي. د مسلمانانو پر کومه سیمه چي دا افکار مسلط سوي دي، هلته مسلمانانو په کلونو-کلونو د آزادۍ سر نه دی راپورته کړی. زیاتره دا نظریات د اسلام له اساس سره په تضاد کي وي او خپل پیروان حتی د اسلام له دایرې څخه باسي یا کله- کله همدا مسلمان د اسلام او مسلمانانو په خلاف دروي.  


که په ځیر سره مطالعه سي، ځینو له دې افکارو څخه د دین او مذهب شکل غوره کړی او یا ئې د دین او مذهب ځای نیولی دی. ډیموکراسي هم یوه له دغو نظریاتو څخه ده، چي اوس د یوه فکر نه بلکي د یوه مستقل دین په توګه پېژندل کیږي. ځکه په کومه کچه چي له ډیموکراسۍ څخه دفاع کیږي، د نفاذ او پوهېدني له پاره ئې خلک په قتل رسیږي،په میډیاوو کي په جوش او خروش سره تر څېړني لاندي نیول کیږي او دعوت ورته کیږی، په میلیونونو ډالر ورته په خرڅ رسیږي، کورونه، کلي او وطنونه ورته ورانیږي او یا نسلونه تباه کیږي، په ټول تاریخ کي د یوې نظریې له پاره هم دونه په جوش سره قربانۍ نه دي ورکول سوي.


 په یوه عیسوي مذهبه هیواد کي خلک کولای سي عیسویت ته غیر معتقد واوسي، خو هیڅکله نه سي کولای، له ډيموکراسۍ څخه غاړه آزاده کړي.
یهودیان، مجوسیان، بت پرستان او یا د کوم بل دین پیروان کولای سي، خپل مذهبونه پریږدي او یو د بل دین ته واوړي، خو هیڅکله نه سي کولای، چي ډيموکراسۍ ته غیر معتقد پاته سي. دا چي ډیموکراسي څه شي ده؟ په لنډو ټکو کي هغه داسي را خلاصه کوو: 


۱- ډیموکراسي (democracy) یوه یوناني اصطلاح ده له دوو یوناني کلمو ( demos ,cratos ) څخه اخیستل سوې ده، چي (demos) د خلکو یا ولس او (cratos) د حاکمیت یا سیادت معنی ورکوي. یعني داسي یو دین چي د قانون جوړوني، حاکمیت، سیادت، حلال او حرام ګرځولو او ټولو شیانو واک له الله تعالی' څخه اخلي او ولس او خلکو ته ئې ورکوي. ډیموکراسي له دوو لویو اصولو څخه پیروي کوي، چي یو ئې د خلکو حاکمیت دی او بل د خلکو پوره آزادي.


۳- په ډیموکراسۍ کي آزادي له ظالم یا مستعمر څخه د آزادۍ معنی نه لري، بلکي د هر قید او شرط څخه د خلکو خلاصوالي او بري والي ته آزادي وایي، خوا که دا قید د دین وي یا د کوم بل څه.


۴-په ډیموکراسۍ کي خلک د هیڅ دین تر قید لاندي نه دي، افراد ئې کولای سي په آزادانه توګه د دین په ضد او یا مطابق احکام صادر کړي.


۵- دا چي ډیموکراسي هیڅ دین ته معتقده نه ده، نو په ډیموکراسۍ کي پر قانون جوړولو باندي د اتفاق له پاره له اکثریت څخه کار اخیستل کیږي یعني اکثریت په ډيموکراسۍ کي یوازنی اساسي مأخذ دی. په دې معنی کله چي کوم قانون ډيموکراسۍ ته داخلیږي، له افرادو څخه د خوښۍ او ناخوښۍ پوښتنه کیږي، هر طرف چي ډېر او اکثر سو، پر هغه طرف فیصله کیږي که څه هم د اکثریت طرف ټول فاسدان، فاسقان، چرسیان، پوډریان، زناکاره، فحاش او مقابل طرف ئې صالح، با تقوا، پوهان، عالمان او باتجربه اشخاص وي. همدارنګه حکم که څه هم هر ډول ناروا او حرام وي، اکثریت ته د مقبولیت له وجي هغه حلال او روا کرځي. همدا لامل دی چي په ځینو عیسوي هیوادونو کي په عیسویت کي د حراموالي سره-سره بیا هم همجنس بازي (لواطت) او دې ته ورته نور قبيح اعمال روا او قانوني بلل سوي دي. په دې توګه یو اسلامي هیواد که چیري ډیموکراسي قبوله کړي، هغه ددې پوره حق لري چي لمونځ، روژه، حج، امر بالمعروف، نهي عن المنکر او داسي نور اعمال حرام او زنا، لواطت، موسیقي او داسي نور اعمال روا او قانوني کړي، خو دا چي نه ئې کوي هغه بېله خبره ده.


۶- همدارنګه ډیموکراسي خپلو افرادو ته د دین د انتخاب پوره آزادي ورکوي، په دې معنی که چیري یو شخص یهودي وي، هغه په آزاده توګه کولای سي نن عیسوي سي، سبا مجوسي سي، یو ساعت بعده بیرته نصراني سي او بیا پسي مسلمان سي او بل سبا ته بت پرست سي. هیڅوک ورته د ارتداد په سبب د قتل سزا نه سي ور کولای او نه ئې هم مرتد بولي، ځکه د ډيموکراسۍ په قاموس کي د ارتداد په نوم هیڅ شی نسته.


۷-ډیموکراسي خلکو ته د شخصیت پوره آزادي ورکوي، یعني هر شخص پر خپل ځان باندي د سر له ویښتانو د پښو تر نوکانو پوري په پوره توګه اختیارمن دی، ښځه کولای سي لڅه یا پټه وګرځي، نه ئې پلار او نه ئې خاوند د منع کولو صلاحیت لري، هلک کولای سي ځان ښځه کړي، خو پلار ئې د " مه کوه!" ویلو هیڅ صلاحیت نه لري. شراب، زنا، لواطت، قمار، سود، احتکار او په هر ډول ناروا توګه مال ګټل په ډیموکراسۍ کي قانوني حق دي. که چیري اکثریت ته منظوره وي، یو نارینه د هر څونه ښځو او یوه ښځه د هر څونه مړونو د نکاح اختیار لري. همدارنګه ښځه د طلاق پوره صلاحیت لري. هلک او نجلۍ د پلار، مشر ورور او خاوند د امر له قیده آزاد او خپلواک دي.


۸-ډیموکراسي خپلو خلکو ته د ویلو او ابلاغ په باب پوره آزادي ورکوي، یعني یو مسلمان هیواد چي ډيموکراسي ومني، عیسوي کولای سي عیسویت، بت پرست کولای سي بت پرستۍ او یهودي کولای سي یهودیت ته په آزادانه توګه تبلیغ وکړي. د فحش، فسق، درواغو، د چا په دین او شخصیت باندي تهمت او بهتان ویلو ته پوره آزادي سته. همدا لامل دی، چي کله په فرانسه کي د رسول الله 3 توهین آمیزه کاریکاتور چاپ سو، د مسلمانانو د احتجاج په سبب ډيموکراټانو دې توهین آمیزه کار ته د قانوني رنګ کولو له پاره د ډيموکراسۍ همدا اصل په دلیل کي وړاندي کړ.


۹- ډیموکراسي خلکو ته په هر ځای کي د اوسېدلو اختیار ورکوي، یعني که چیري یو مشرک و غواړي د حرمینو (کعبې شریفي او مدینې منورې) تر څنګ مځکه واخلي او هلته و اوسیږي، هیڅوک ئې منع کولای نه سي. 


۱۰- لنډه دا چي ډیموکراسي انسان ته د پوره اختیار فضا برابروي، انسان د هر ډول دیني، مذهبي، اخلاقي، تربیوي، ملکي او داسي نورو چوکاټونو آزادوي تر څو نفس په پوره استقلال د هر څه د انتخاب اجازه ولري.


 ډیموکراسي دقرآن کريم د پوره نفاذ، د سنتونو د پوره عملي کولو، امر بالمعروف او نهي عن المنکر، د قصاص او حدودو د جاري کولو، د والدینو، مشرانو، وړونو، همسایه ګانو، کلیوالو او وطنوالو د حقوقو سره پوره تضاد لري او که ووایو چي د همدې ټولو حقوقو د له مينځه وړولو له پاره په کار اچول کیږي، نو دا به هیڅکله یوه بې ځایه خبره نه وي.
د یادولو وړ ده چي ځیني اسلام ته منسوب غرب ځپلي انسانان کوښښ کوي تر څو ډيموکراسۍ ته اسلامي رنګ ورکړي او د ( اسلامي ډیموکراسۍ) د شعار په پورته کولو سره غواړي ډیموکراسۍ ته د اسلام په دین کي ځای ورکړي حال دا چي دوی هیڅکله اسلام ته پوره معتقد نه دي، فقط د ډیموکراسۍ د رایجولو په سبب له دې شعار څخه استفاده کوي. له همدې امله په اسلامي هیوادونو کي اوس هم په پوره پیمانه کوښښونه روان دي تر څو د اسلام او یا کوم بل څه په نامه د اسلامي هیوادونو نظام سوچه ډیموکراټیک کړي، خو د یو دمي  احتجاج د نه رامينځته کېدلو په سبب دا پروسه په پټه او سري ټوګه په کراره- کراره پر مخ وړي. 
دا چي خلک د اسلامي دیمکراسۍ شعارونه پورته کوي، ددې خبري دوې معناوي دي؛ یوه خو دا چي اسلام اصل او ډیموکراسي فرع سي او بله دا چي ډیموکراسي اصل او اسلام فرع کړای سي. که چیري دوی اسلام اصل او ډیموکراسي فرع بولي، دا اشخاص د اسلام په نیمګرتیا او نقصان قایل دي 
او دا عقیده لري، چي ډیموکراسي به د اسلام دا تشه ډکه کړي، چي دا عقیده د اسلام اوقرآن کريم خلاف او سوچه کفر دی. که دوی د هغو ګوتو په شمار مصالحو په سبب، چي په ډيموکراسۍ کي موجود دي ټوله ډیموکراسي اسلامي ګڼي، دا ددوئ لوی جاهلیت دی، ځکه اسلام هیڅکله د نیکۍ ممانعت نه دی کړی بلکي هغه د مؤمن ورکه بولي او په هر ځای کي مسلمان د هغې لومړی حقدار بولي، دا چي اسلام د نیکیو ممانعت نه کوي نو ولي دا مصالح د ډیموکراسۍ پر ځای د اسلام تر نامه لاندي نه عملي کیږي؟
 او که چیري دوی ډیموکراسي اصل او اسلام فرع وګرځوي، دا اشخاص اسلام ته په کامل نظام حیات نه دي قایل او اسلام ته د بې اهمیتۍ په سترګه ګوري؛ دوی په اصل کي د ډیموکراسۍ وږي دي او غواړي اسلام له میدانه لیري او پر ځای ئې ډیموکراسي رایجه کړي، خو دا چي دا کار په اسلامي هیوادونو کي امکان نه لري، نو ددې کار د ممکن کولو له پاره ډيموکراسۍ ته اسلامي رنګ ورکوي خو په اصل کي اسلام ته له هیڅ وجي وفادار او معتقد نه دي. 
ډیموکراسي او په نړۍ کي د هغې نتیجې: ډیموکراسي که له یوې خوا یوه کفري عقیده ده، له بلي خوا په نړۍ کي د ډېرو سختو ستونزو د رامينځته کېدلو لامل هم سوې ده، چي د ځینو یادونه ئې په لاندي ډول ده:


۱ - هره ورځ په نړۍ کي د ډیموکراسۍ له وجې له دوو زرو زیاتي اجباري زناوي کیږي، سره له دې چي د رضایت زناوي له دې څخه مستثنی دي.


۲- هره ورځ له (۱۲۵۰) څخه زیات بې پلاره زامن له زنا څخه پیدا کیږي.


۳-هره ورځ له درې زره څخه زیاتي ښځي خپل ځانونه له مړونو څخه طلاقوي او یا د مړونو له خوا طلاقیږي، چي له امله ئې په سلو کي اویا سلنه خلک ودونو ته زړه نه ښه کوي او په زنا سره خپل ژوند تیروي.


۴-په امریکا کي هره ورځ له (۲۵۰) څخه زیات خلک په مخدره توکو اخته کیږي، خو دا شمېره د شراب څښونکو څخه مستثنی ده.


۵- هره ورځ (۹۰) میلیونه بوتله مختلف شراب څیښل کیږي.


۶- هره ورځ له (۲۷۰۰) څخه زیاتي بې واده نجوني له دې امله د زنا څخه حمل اخلي او واده نه کوي، چي نر د څو نجونو او نجلۍ د څو هلکانو خوندونه وګوري.


۷- په سوونو ځوانان او ځواني نجوني د ایډز او سفلیس په بې علاجه ناروغیو اخته کیږي، چي لوی علت ئې لواطت او زنا ده، سره له دې چي ددې ناروغیو د مخنیوي له پاره په ډېره لوړه سویه روغتونونه په کار بوخت دي.


یاد سوي مشکلات د ډيموکراسۍ د رامينځته کوونکو ستونزو یوه برخه ده، خو که ددې مخنیوی ونه سي، کېدای سي له امله ئې زرګونه نور مشکلات هم په نړۍ کي وزیږي.
 ډیموکراسي د اسلامي نظام د له مينځه وړولو او په دنیا کي د فساد د رایجولو له پاره د غربیانو لویه وسیله ده. د الله تعالی څخه سوال کوم، چي د تل په شان یو ځل بیا هم ویښ ضمیره ځوانان ددې کفري عقیدې د مخنیوي له پاره فزیکي او غیر فزیکي ډګرونو ته ور ودانګي او ددې فاسدي عقیدې څخه انسانیت او نړۍ پاکه کړي.و ما علینا الا البلاغ المبین!

 

ماخذ: تعليم الاسلام مجله دوه ويشتمه ګڼه

 

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته